تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امت یووالی (۱۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 27, 2023
  0

لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د امت یووالی
(دوولسمه برخه)


د انبیاوو علیهم السلام اسوه حسنه


د انبیاوو علیهم السلام د دعوت او اصلاح کومي کیسې چي په قرآن او حدیثو کي راغلي دي، که هغه یوه یوه وکتل سي نو د ټول عمر کوششونه به په همدې انداز وموندل سي.


حضرت نوح علیه السلام نهه سوه (۹۰۰) کاله و خپل قوم ته دعوت ورکړ، هغوی یې په همدردۍ او خیرخواهۍ پوه کول، خو قوم یې ورسره بې تهذیبي وکړه، بې عقل یې وبالی (العیاذبالله) خو له دې هر څه سره سره چي حضرت نوح علیه السلام په کوم انداز دوی ته ځواب ورکړ، هغه تاسو ته معلوم دی، ویې فرمایل:


یقَوْمِ لَیْسَ بِيْ سَفَاهَةٌ وَلَکِنِّيْ رَسُوْلُ رَبِّ الْعَلَمِیْنَ. الآیة


 ژباړه: اې زما قومه! زه په کم عقلۍ کي نه یم، خو د کایناتو د پالونکي رسول یم.


د سرور کاینات رسول کریم صلی الله علیه وسلم د بشپړ ژوند کیسې د همدې طرز شاهدي ورکوي، هغوی به د هر رنګه تکالیفو زغملو سره سره له ظالمانو څخه د انتقام اخیستلو پر ځای د هغوی لپاره د خیر دعاګاني کولې.


فرمایل به یې: اِهْدِ قَوْمِيْ اِنَّهُمْ لَایَعْلَمُوْنَ.


ژباړه: اې ربه! زما قوم ته هدایت وکړه، هغوی ناپوهان دي.


 کوم علماء چي د انبیاوو علیهم السلام له میراث  څخه برخمن دي، د هغوی ټولو د دعوت او تبلیغ همدا طریقه وه. د سید اسماعیل شهیدؒ د وروستي دور کیسه ده، چي د ډیلي په جامع جومات کي یې وینا وکړه، بهر را روان ؤ چي د جومات مخته څو لنډغرو ورته لار نیولې وه، ورته ویې ویل، چي موږ اورېدلي دي ته حرامي یې! سید اسماعیل شهیدؒ په ډیر اطمینان ځواب ورکړ،  وروڼو! تاسي غلط خبر سوي یاست، زما د مور بي بي د نکاح شاهدان اوس هم ژوندي دي.


نوموړی پوهېدی چي د دوی مقصد یواځي ښکنځل کول او تکلیف رسول دي، خو نوموړي هغه څه وکړل، کوم چي د نبیانو د وارث لپاره کول په کار ؤ، د دوی ښکنځل یې یوه مسئله جوړه کړه او خبره یې ورختمه کړه.


موږ او د نبوت لار


حقیقت دا دی چي د وحدت او اصلاح لپاره کار یواځي انبیاوو علیهم السلام او د دوی هغه وارثان کولای سي، چي ګام په ګام قرباني ورکوي، خو ددښمن په خیرخواهۍ او همدردۍ کي بوخت وي، هغوی چي په رفتار او ګفتار کي یې پر خپل مخالف د طعنو او پیغور بوی نه وي، هغوی چي د مخالف په ځواب کي د پیغور ورکولو په فکر کي نه وي او نه پر هغوی د تهمت لګولو په لټه کي وي، د داسي خلکو ددعوت اثر دا وي چي د څو ورځو له مخالفته وروسته لوی لوی سرکښان د دوی مخ ته سر ټیټوي، د دوی خبره مني، نن سبا خو افسوس دا دی چي موږ د انبیاوو علیهم السلام له لاري څخه دومره لیري سوي یو، چي زموږ په تقریر او تحریر کي د هغوی د یوې خبري رنګ هم نه دی پاته.


نن سبا د مبلغ او مصلح کمال دا ګڼل کیږي چي پر خپل مخالف رنګارنګ تورونه پوري کړي، رسوا یې کړي او پیغورونه ورکړي، ترڅو خپل اوریدونکي جذب کړي، همدې ته د نن سبا ژبپوهنه او ادبیات وايي. انا لله و انا الیه راجعون


الله تعالی د حضرت موسی او حضرت هارون علیهما السلام غوندي اولوا العزم پیغمبرانو ته د فرعون رنګه سرکښ ته د لیږلو پر مهال داسي لارښوونه کوي:


 قُولَا لَهُ قَوْلًا لَیِّنًا لَعَلّهُ یَتَذَکَّرُ اَوْ یَخْشَی. الآیة


ژباړه : نو نرمه خبره ورته وکړئ، ښايي پند واخلي یا وویریږي.


تر لمر روښانه ده چي د نن سبا علماء او مبلغین تر حضرت موسی او هارون علیهما السلام ښه دعوت کوونکي او لارښوونکي نسي جوړېدلای او نه ددوی مخاطبین له فرعونه زیات سرکښ او  ګمراه کيدلای سي، نو دا به څنګه ورته روا سي چي ددعوت په پلمه مخاطب ذلیل کړي، پیغورونه ورکړي، ملنډي او پسخند ورباندي ووهي او خوشاله سي چي نن خو مې  ددین ستر خدمت تر سره کړی او له خلکو څخه هم دا هیله کوي چي خدمت یې وستايي .


زما په فکر اوس دا درې لاملونه دي چي مسلمانان و یووالي ته نه پریږدي، د هري غونډې په پایله کي بېلتون او د هر تنظیم په پایله کي تفریق، د هري اصلاح په پایله کي فساد او د هر دعوت په پایله کي نفرت مخې ته راځي، کاشکي موږ په ګډه فکر وکړو چي د نورو له اصلاح  کولو څخه مخکي لومړی د خپلې اصلاح فکر وکړو؛ ځکه چي اصل ناروغي همدا ده چي خپل زړونه مو د مال او رتبې له مینې، د بغض او حسد له ناپاکیو څخه ډک دي، خو موږ په دې ډیر فخر کوو چي موږ له غلا، رشوت، سود، شرابو، رقص او سروز او سینما څخه پرهیز کوو او د روژې، لمانځه پابند یو، لیکن دا خطره سته چي زموږ دا د لمانځه او روژې پابندي او له سود، شراب، رقص او سروز څخه پرهیز خو به د خپل مولویتوب د کاروبار په خاطر نه کوو؛ ځکه چي په دې کاروبار کي خو دا شیان نه ځاييږي، کنې که له دې شیانو څخه موږ یواځي د الله چل چلاله د ویري په پار  ځان ساتلای، نو د مال او رتبې له میني، بغض او حسد، کبر او ریا څخه به مو هم ځانونه ساتلای؛ ځکه چي ددې مرداري له سود او شرابو څه کمه نه ده، مګر دا چي دا باطني ګناهونه زموږ له جبې او عمامې سره یو ځای کيدلای سي؛ ځکه یې پروا نه کوو او دا همغه شیان دي چي اصلًا د ټولو تفرقو او اختلافونو بنسټ دي. الله دي موږ ته له دې ټولو آفتونو څخه د ځان ساتلو کامل توفیق راکړي، چي سره متحد سو او د دعوت او اصلاح کار د پیغمبري جزبې او پیغمبري آدابو او طریقو سره ترسره کړو.

 

www.taleemulislam.net
نور بیا... 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته