تازه سرليکونه
د (د حرم خطبې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم خطبه: د پلار او مور حقوق
  تعلیم الاسلام
  October 29, 2017
  0

بسم الله الرحمن الرحیم

د پلار او مور حقوق

د. علي بن عبد الرحمن الحذیفي/ ژباړه: جمشید حقیار ۲۷/ ۵/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

لومړۍ خطبه
الحمد لله، الحمد لله الذي تفضَّل على عباده ففصَّل لهم الحقوق والواجبات، ورضِيَ لهم الأعمال الصالِحات، وكرِهَ لهم السيئات، ووعدَ الصالحين بالخيرات، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له مُجيبُ الدعوات، وأشهد أن نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه المُؤيَّدُ بالمُعجِزات، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آله وصحبِه الناصِرين لدين الله بالجهاد والحُجَج والبيِّنات. أما بعد:


له الله تعالی څخه و وېرېږئ، د الله تعالی فرضونه مه پرېږدئ، او د هغه له حدودو مه اوړئ؛ متقي او پرهېزګار کامیاب دی، او د خپلو خواهشاتو تابعداري کونکی ناکام دی.

د الله تعالی بندګانو!

پوه سئ! چي د انسانانو د ښو او بدو عملونو ګټه او زیان همدوی ته ور رسېږي، الله تعالی ته د انسانانو اطاعت او عبادت ګټه نه رسوي، او نه هم د هغوی نافرماني هغه ته کوم زیان او تاوان رسولای سي، الله تعالی فرمايي:

(مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ) [الجاثية: ۱۵] 
یعني چا چي نېکي وکړه، دا یې د ځان لپاره ده، او چا چي بدي وکړه، تاوان یې دده پر غاړه دی، بیا به تاسي د خپل رب لوري ته ور وګرځئ.

او په بل آیت کي فرمايي:

 (مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ) [غافر: ۴۰]
ژباړه: څوک چي بدي وکړي په هم هغومره اندازه بدله به ورکړل سي چي بدي یې کړې وي او څوک چي ښه وکړي نر وي او که ښځه خو چي ایمان ورسره وي نو همدوی به جنت ته ننوزي، او هلته به بې حسابه روزي ورکول کېږي.

واجب حقوق اداء کول
كوم انسان چي پر ځان واجب حقوق اداء کوي، هغه ته به یې په دنیا او آخرت کي ثواب او عوض ورکول سي، الله تعالی فرمايي:


 (فَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِ وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ) [الأنبياء: ۹۴] 
یعني  کوم مومن چي ښه او غوره عملونه تر سره کوي، نو د هغه کوښښ او هڅه به همداسي بې اجر او ثواب ورکولو نه ځي، او موږ د هغه د (عملونو) لیکونکي یو.

او په بل آیت کي فرمايي: (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلًا) [الكهف: ۳۰] 
ژباړه: یقینا هغه کسانو چي ایمان یې راوړی، او ښه عملونه تر سره کوي، موږ به هیڅکله د هغه چا اجر او ثواب ضائع نه کړو، څوک چي ښه عملونه کوي.

څوک چي په واجبو حقوقو کي سستي کوي، یا یې هیڅ نه اداء کوي، نو د دې ضرر او عذاب به همدی ویني؛ ځکه یو څوک چي د رب العالمین حقوق نه اداء کوي، په دنیا او آخرت کي یې یوازي خپل ځان ته ضرر او زیان ورسوی، او الله تعالی له ټولو مخلوقاتو بې پروا او بې احتیاجه دی، الله تبارک وتعالی فرمايي:

(إِن تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمْ وَلَا يَرْضَى لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ وَإِن تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ) [الزمر: ۷] 
ژباړه: که چېري تاسي (د الله تعالی د نعمتونو او پېرزوینو) نا شکري او انکار وکړی، نو الله تعالی تاسي ته هیڅ اړتیا نه لري، خو هغه د خپلو بندګانو لپاره کفر نه خوښوي، او که یې شکر اداء کړی، نو شکر ستاسي لپاره خوښوي.

همداراز فرمايي: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ) [فاطر: ۱۵]
 ژباړه: اې خلګو! تاسي الله تعالی ته فقیران  یاست، خو الله تعالی یوازي له هر څه بې پروا او ستایل سوی دی.

په بل آیت کي فرمايي: 
(
هَا أَنتُمْ هَؤُلَاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ) [محمد: ۳۸]
 ژباړه: تاسي هغه څوک یاست، چي د الله تعالی په لار کي انفاق او خیرات ورکولو ته را بلل کېږی، خو ستاسي څخه ځیني بخل کوي، (یعني او له خپل مال څخه د الله تعالی په لار کي خیرات نه ورکوي)، او چا چي بخیلي وکړه، نو هغه په حقیقت کي پر خپل ځان بخیلي وکړه.

او په بل آیت کي فرمايي: (وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُ عَلَى نَفْسِهِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا)  [النساء: ۱۱۱] 
ژباړه: او څوک چي ګناه کوي، نو د هغه ګناه په حقیقت کي د هغه په زیان او تاوان کي ده، او الله تعالی پوره با خبر او حکمت لرونکی ذات دی.

د الله تعالی حقوق اداء کول
د الله تعالی حق توحید دی، انسان باید د هغه د دغه حق ساتنه وکړي، او الله تعالی د دې حق له اداء کونکی سره د لوی اجر وعده کړې ده، الله تبارک وتعالی فرمايي: 

(وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ (۳۱) هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ) [ق: ۳۱، ۳۲]
 ژباړه: او جنت به د متقیانو د پاره را نژدې کړل سي چي لیري به نه وي. دا هغه دی چي ستاسي سره به یې وعده کېدله د هر رجوع کوونکي ساتونکي سره.

او چا چي د الله تعالی حق اداء نه کړ، یعني، له هغه سره یې شریک ونیوی، یا یې د الله تعالی ماسوا نور د نورو عبادت کاوه، هغوی ته د خپلو ستونزو، سختیو او مصیبتونو د لیري کولو لپاره د مرستي ږغ کوی، او پر هغوی یې توکل کوی، نو دا انسان  د شرک او شرکي اعمالو ښکار دی او ډېر زیات زیانمن دی، او کوم عملونه چي یې کړي دي، ټول ضائع کېږي، الله تعالی به ور څخه نه فدیه قبوله کړي، او نه هم د هغه په اندازه نور عمل، او ورته وبه ویل سي: له نورو مجرمانو سره اور ته ننوزه، خو که له شرک څخه توبه وکړي، نو له دې عذابونو څخه به خلاص سي.

په حدیث شریف کي راغلي دي: (د دوږخ یو اوسېدونکي ته به وویل سي: که چېري د مځکي ټول شیان درکول سي، نو هغه به د اور څخه د خلاصون لپاره فدیه کړې؟ هغه به ووايي: هو، بیا به ورته وویل سي: خو ته په دنیا کي تر دې په آسانه کار امر سوی وې، هغه دا چي: له الله تعالی سره هیڅ شیء مه شریکوه)، بخاري.

د مخلوقاتو د حقوقو اداینه 
او که چېري انسان د مخلوقاتو واجب او لازم حقوق ور اداء نه کړي، نو په دنیا او آخرت کي له ثواب او اجر څخه د محرومیت سره سره د عذاب لائق ګرځي، خو که د خلګو یو څه حقوق اداء کړي، او نور پرېږدي، نو هر څومره حقوق چي یې پرې ایښي وي، هغومره له خیر او ښېګڼي بې برخي دی.

که انسان په سختۍ، یا پراخۍ کي وي، که یې حقوق اداء کېږي، که نه اداء کېږي، د هغه ژوند په تېزۍ سره روان دی، او دې ته نه درېږي، چي دی له هر چا څخه خپل حقوق پوره کړي، خو د قیامت په ورځ به ټول دعوه کونکي او د خپلو حقوقو غوښتونکي سره یو ځای کېږي، نو په هغه ورځ به الله تعالی له ظالمانو څخه د هر مظلوم حق ورته واخلي.

له ابو هريره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
 (تاسي به د قیامت په ورځ د هر چا حقوق خامخا ور اداء کوی، تر دې اندازې چي بې ښکره پسه به هم له ښکرور پسه څخه خپل غچ او انتقام واخلي)، مسلم.

تر حقوق الله وروسته لومړۍ د مور او پلار حقوق دي

د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول تر حق وروسته تر ټولو ستر حق د والدینو او مور او پلار دی؛ ځکه نو الله تعالی په قرآنکریم کي د دوی حق تر خپل حق وروسته ذکر کړی دی، الله تعالی فرمايي:

(وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا (۲۳) وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا) [الإسراء: ۲۳، ۲۴]
 یعني: او ستا رب دا امر او فیصله کړې، چي له هغه ماسوا به د هیڅ چا عبادت نه کوئ، او له خپل پلار او مور سره به ښه او نېکي کوئ، که چېري ستا په ساتنه کي له هغوی دواړو څخه یو یا دواړه زوړوالي او اوچت عمر ته ورسېږي، نو هيڅکله (د هغوی د یو کار د نه خوښولو په خاطر) هغوی ته اف مه وایه، هغوی مه رټه، او هغوی ته پسته او نرمه خبره کوه، تل د هغوی په مخ کي پر هغوی د مهربانۍ او شفقت له مخي عاجزي او تواضع کوه، او (د هغوی لپاره داسي) دعاء کوه: اې ربه! زما پلار او مور چي څنګه په کوچني والي کي زما (ښه) تربیه او روزنه وکړه، ته پر دوی دواړو همداسي رحم او مهرباني وکړه.

او په بل آیت کي فرمايي:
 (
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ) [لقمان: ۱۴] 
ژباړه: او موږ انسان ته د هغه د مور او پلار سره (د نېکۍ او احسان) امر او وصیت کړی، مور یې هغه (په خپل نس کي تر پیدا کېدلو پوري) په پر له پسې کمزوروالي کي یووړی، او بیا یې تر دوو کلونو وروسته (له شیدو څخه) جلا کړ؛ د دې لپاره چي زما او د خپل پلار او مور شکر اداء کړه، تاسي یوازي زما خوا ته راتلونکي یاست.

الله تعالی د مور او پلار حق ځکه لوی بللی دی؛ چي ته یې د هغوی په وسیله پیدا کړی یې، او په ځانګړي ډول مور د اولاد د حمل او پیدا کېدو په وخت کي له ډېرو سختیو او خطرونو سره مخامخ کېږي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: 

(وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا) [الأحقاف: ۱۵] 
ژباړه: او موږ انسان ته د هغه د مور او پلار سره (د نېکۍ او احسان) امر او لارښوونه کړې ده؛ مور یې هغه په سختیو کي (په خپل نس کي) یووړی، او په سختۍ سره یې وزېږوی.

د اولاد سره د مور او پلار تکالیف

همدارنګه کوچني ته د مور لخوا شیدي ورکول، د الله تعالی د یووالي یوه ستره نښه ده، پلار هم همېشه د خپل زوی په تربیه، روزنه او روزي ورکولو کي هڅه او کوښښ کوي، پلار او مور د خپل اولاد د ناروغیو تداوي کوي، خپل ځانونه بد خوابه کوي، تر څو اولاد یې خوب وکړي، د هغه د استراحت لپاره ځانونه ستړي کوي، پر هغه د پراخۍ او خوشحالۍ راوستلو لپاره پر خپلو ځانونو سختي راولي، او د هغه هره ناپاکي تحمل کوي، خپل اولاد ته علم او پوهه ور ښيي، تر څو هغه کامل او اصلاح سي، او دوی دواړه غواړي، چي اولاد یې تر دوی ښه وي.

نو اې اولاده! دې ته هیڅ مه حیرانېږه، چي الله تعالی د خپل پلار او مور سره په نېکۍ او احسان ډېر امرونه درته کړي، او د هغوی سره له بدي رویې او ناوړه اخلاقو څخه یې منع کړی یې.

زوی یا لور که هر څومره کوښښ وکړي، د خپل پلار او مور حق به اداء نه کړي، مګر یوازي په یوه حالت کي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (اولاد به هیڅکله د خپل پلار حقوق ور اداء نه کړي، مګر یوازي هغه وخت چي کله خپل پلار غلام او مملوک وویني، نو هغه رانیسي، او بیا یې آزاد کړي)، مسلم، ابو داود او ترمذي.

پلار او مور د جنت دوې دروازې دي، چا چي ښه ورسره وکړه، جنت ته به داخل سي، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (پزه دې په خاورو سي، پزه دې په خاورو سي، پزه دې په خاورو سي، (یعني دا انسان بې برخي او محروم دی)، یو چا وویل: څوک اې د الله تعالی رسوله؟ هغه وفرمایل: (د چا چي مور او پلار دواړه یا یو د زوړوالي په حالت کي وي، او بیا جنت ته داخل نسي)، مسلم.

اې مسلمانه!
کله چي ستا څخه ستا پلار او مور خوشحاله وي، نو رب دي هم در څخه راضي او خوشحاله دی؛ له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (د الله تعالی رضایت او نا رضایتي د پلار په رضایت او نا رضایتي کي نغښتې دي)، دا حدیث صحیح دی، ترمذي او حاکم په مستدرک کي روایت کړی دی، او ویلي یې دي: «دا حدیث صحیح دی».

د والدینو سره د احسان طریقه
د والدینو سره احسان دا دی، چي له ګناه پرته د هغوی د امرونو او لارښوونو اطاعت وسي، نرمي ورسره وسي، خوشحاله وساتل سي، هغوی ته پراخه روزي او مال ورکول سي، مهرباني او شفقت پر وسي، د هغوی په غم غم وسي، هغوی ته اطمئنان او ډاډ ورکول سي، له ملګرو سره یې احسان وسي، د هغوی له دوستانو او خوا خوږانو سره دوستي او اړیکه وساتل سي، هغوی ته هیڅ ډول ضرر او زیان ونه رسول سي، له کوم څه څخه چي منع کوي، له هغه څخه پرهېز وسي، د هغوی په اوږده ژوند خوشحالي وسي، په ژوند او مرګ کي د هغوی لپاره ډېره بخښنه او استغفار وغوښتل سي، او د دې ټولو کارونو نه عملي کول، یا پرېښودل د هغوی نافرماني، د حقوقو نه اداء کول او عقوق الوالدین بلل کېږي.

د والدینو سره ظلم څه شي دی؟
او د قیامت یوه لویه نښه دا هم ده، چي د مور او پلار حقوق به نه اداء کېږي، په حدیث شریف کي راغلي دي: 
(د قیامت یو څو نښي دا دي: چي باران به ګرمي او تودوخه پیدا کوي، اولاد به والدینو ته په غوصه او قهر وي، بد خلګ به خپاره وي، او غوره خلګ به نه تر سترګو کېږي).

او په نن زمانه کي د والدینو سره لوی عقوق او د هغوی د حقوقو پایماله کول دا دي، چي دوی دواړه یا یو د اولاد له سرپرستۍ څخه وایستل سي، او د زړو کور ته حواله کړل سي – العیاذ بالله- دا کار د اسلام له اخلاقو څخه نه دی، بلکي دا کار د ښو اخلاقو مخالف کړنه او عمل دی.

همدارنګه پر پلار او مور لاس پورته کول، وهل، د هغوی سپکاوی کول، او هغوی ته ښکنځل کول، د هغوی د حقوقو نه اداء کول پر هغوی ظلم دی، له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: 
(د پنځه سوه کالو مسافې په لیري والي کي څوک د جنت بوی حسولای سي، خو د پلار او مور عاق او نافرمانه اولاد به یې هیڅکله بوی نه کړي)، طبراني.

الله تعالی فرمايي:
 (وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا) [النساء: ۳۶]
 ژباړه: د الله تعالی عبادت وکړئ، له هغه سره هیڅ شی مه شریکوئ، او له پلار او مور سره احسان وکړئ، همدارنګه له قریب، یتیمانو، مسکینانو، دوست ګاونډي، او بېګانه ګاونډي، نژدې ملګري، مسافر او غلامانو او مریانو سره احسان وکړئ، یقینا الله تعالی متکبر  او (پر نورو) ځان غوره ښوونکۍ او فخر کونکۍ نه خوښوي.

الله تعالی دي زما او ستاسو لپاره قرآنکریم برکتمن وګرځوي، د هغه د حکمت څخه له ډک نصیحت او آیتونو څخه دي ما او تاسو برخمن وګرځوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښکلي لاري او پخې خبري څخه دي ما او تاسو ګتمن کړي، زما خبره همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د ځان ستاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د مغفرت غوښتونکۍ یم، تاسو هم له هغه څخه مغفرت و غواړئ، یقینا چي هغه ډېر زیات بخښونکۍ او پوره مهربانه دی.

دوهمه خطبه

الحمدُ لله ربِّ العالمين، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحده لا شريكَ له القويُّ المتين، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدَنا محمدًا عبدُه ورسولُه الصادقُ الأمين، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك على عبدِك ورسولِك محمدٍ، وعلى آلِهِ وصحبِهِ أجمعين. أما بعد:

له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او د اسلام په ټينګه رسۍ لاسونه ونیسئ.

د الله تعالی بندګانو!

د والدینو د حقوقو په اداء کولو کي چي څومره اجرونه، ثوابونه او برکتونه سته، د هغو سربېره دا کار د ښو اخلاقو یوه برخه ده، او د چا چي زړه سالم او جوړ وي، اصیل، د لوړو اخلاقو او نېکو اعمالو خاوند وي، نو د هغه تر ټولو غوره خوی د خپلو والدینو سره نېکي او احسان کول دي، او څوک چي له بل چا سره احسان کوي، له نورو څخه به احسان ویني، د ښو خویونو باید رعایت او ساتنه وسي، او د غوره کړنو په مقابل کي باید غوره کړنه وسي، او له ښو اخلاقو او غوره خویونو څخه یوازي بد اخلاقه، بې مروءته او ناپاکه انسان انکار کوي.

الله تعالی فرمايي: (وَلَا تَنسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ) [البقرة: ۲۳۷] 
ژباړه: او تاسي پخپلو منځو کي فضل (احسان کول) مه هیروئ، بیشکه چي الله پر هغه چي تاسو يې کوی ښه لیدونکی دی.

د انبیاوو علیهم السلام نیکي د والدینو سره
په بل آيت کي الله تعالی د عیسی علیه السلام په اړه فرمايي: (وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا) [مريم: ۳۲] 
ژباړه: او زه یې د خپلي مور سره نیکه کوونکی ګرځولی یم او زه یې سرکښه او بدبخته نه یم ګرځولی.

او د یحیی علیه السلام په اړه فرمايي: (وَبَرًّا بِوَالِدَيْهِ وَلَمْ يَكُن جَبَّارًا عَصِيًّا) [مريم: ۱۴] 
ژباړه: او پر خپل مور او پلار نیکو کار وو او دی سرکښه نافرمانه نه وو.

همداراز د یو بد بخت، هلاک سوي، او زیانمن اولاد په اړه فرمايي: 

(وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَّكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُونُ مِن قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ) [الأحقاف: ۱۷] 
ژباړه: او هغه (سړی) چي خپل مور او پلار ته یې وویل چي تاسي دواړو ته دي قباحت او کراهیت وي ایا تاسي زما سره وعده کوی چي زه به (تر مرګ وروسته بېرته له قبر څخه ژوندی) را پورته کړل سم، په داسي حال کي چي تر ما مخکي ډېر نسلونه تېر سول، (خو له هغوی څخه هیڅوک هم بېرته را ژوند نکړل سو)، خو مور او پلار یې الله تعالی ته د مرستي فریاد او زارۍ کوي، (او وايي): هلاکېږې، ایمان راوړه، یقینا د الله تعالی وعده رښتنې او حق ده.

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغلی، او ورته و یې ویل: اې د الله تعالی رسوله! څوک زما د احسان او ښې رویې زیات حقداره دی؟ هغه وفرمایل: (ستا مور، بیا ستا مور، بیا ستا مور،  او بیا ستا پلار، او بیا چي هر څوک در نژدې دي، همداسي تر آخره پوري)، بخاري او مسلم.

درود او دعاء

د الله تعالی بندګانو!
     (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا) [الاحزاب: ۵۶] 
ژباړه: په باوري ډول الله تعالی او د هغه ملائکي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او ډېر سلام و لېږئ.

     او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: "څوک چي پر ما یو درود و لېږي، الله تعالی د دې یوه درود په عوض کي پر هغه لس دروده لېږي" .

     نو تاسي هم ټوله د لومړنیو او وروستنیو په سید، سردار او د رسولانو پر امام درود ووایاست.

     ((اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کما صلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم، انک حمید مجید،
 اللهم بارک علی محمد و علی آل محمد کما بارکت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم انک حمید مجید، وسلم تسلیما کثیرا)).

     اې الله! له ټولو اصحابو راضي سه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه د هدایت څراغان چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې ارحم الراحمینه! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، تابعینو، څوک چي تر قیامته په ښه ډول د دوی تابعداري کوي، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه! یا رب العالمین.

     اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، اې الله! اسلام او مسلمانان قوي او برلاسي کړه، ستا او ستا د دین دښمنان هلاک کړه، یا رب العالمین.

اې الله! د خپل کتاب، دین، او د خپل نبي د سنتو مرسته وکړه، یا رب العالمین، اې الله! د مشرکانو د نه خوښولو سربېره خپل هغه دین ښکاره او اوچت کړه، چي هغه دي په ټولو دینونو کي ستا د عبادت لپاره خوښ کړی دی، یا رب العالمین.

اې الله! موږ ستا د رسول محمد صلی الله علیه وسلم په سنتو له عمل کونکو څخه وګرځوه، اې الله! موږ او زموږ اولادونه تر مرګه پوري ستا د رسول محمد صلی الله علیه وسلم په سنتو له عمل کونکو څخه وګرځوه، چي بیا له مرګ وروسته را څخه راضي یې، اې الله! ټول مسلمانان ستا د رسول محمد صلی الله علیه وسلم په سنتو له عمل کونکو څخه وګرځوه، یا رب العالمین.

اې الله! موږ ته په خپلي مهربانۍ سره هدایت، تقوا، پاک لمني او موړوالۍ راکړه، یا ارحم الراحمین. 

اې الله! زموږ مخکي، وروسته، پټ، ښکاره او ټول ګناهونه وبخښه، ته مخکي کوونکی او وروسته کوونکی یې، ستا پرته بل حق معبود نسته. 

اې الله! اې د مخلوقاتو ربه! موږ او زموږ اولادونه د ابلیس، د هغه له اولادې، شیطانانو، مرستندویانو  او لښکرو څخه وساته، یا رب العالمین! یقینا ته په هر څه قدرت لرې، اې الله! ټول مسلمانان او د هغوی اولادونه د ابلیس او د هغه له ډلي څخه وساته، یقینا ته پر هر څه قدرت لرې!

اې الله! د مسلمانانو د پوروړو پورونه اداء کړه، اې الله! د مسلمانانو د پوروړو پورونه اداء کړه، اې الله! زموږ ناروغانو ته شفا ورکړه، اې الله! زموږ او د مسلمانانو مریضانو ته شفا ورکړه، اې الله! زموږ او د مسلمانانو مریضانو ته شفا ورکړه، یا رب العالمین.

اې الله! په ټولو کارونو کي زموږ پای او آخر ښکلی کړه، او موږ د دنیا له فتنو او د آخرت له عذاب څخه وساته. 

اې الله! موږ د خپلو نفسونو له شرونو او خپلو بدو اعمالو، اې الله! موږ خپلو ځانونو ته یوه لحظه هم مه پرېږده، او زموږ هر حالت سم کړه، یا رب العالمین.

اې الله! خپله کلمه اوچته کړه،  اې الله! خپله کلمه اوچته کړه،  او د خپل نبي محمد صلی الله علیه وسلم د طریقې مرسته وکړه، اې الله! کفر او کافران کمزوري او نابود کړه، اې الله! بدعتونه تر قیامته ورک کړه، یا رب العالمین، اې الله! بدعتونه تر قیامته ورک کړه، یا رب العالمین.     

اې الله! زموږ هیواد له هري بدۍ او شر څخه په امن کړه، اې الله! د مسلمانانو په هیوادونو کي رواني فتنې ورکي کړه، یا ذا الجلال والاکرام.

اې الله! موږ ته ایمان خوښ کړه، او زموږ په زړونو کي یې ښکلی کړه، موږ ته کفر، فسق او نافرماني بده معلومه کړه، او موږ له هدایت موندونکو څخه وګرځوه، اې الله! د هر مومن او مسلمان نارینه او ښځي سرپرستي وکړه.

اې الله! پر ټولو کمزورو او په سختیو کي واقع مسلمانانو رحم وکړه، یا رب العالمین، اې الله! هغه چا ته عذاب ورکړه، چي پر دوی ظلم کوي، او د دین په خاطر یې ځپي، یا رب العالمین.
اې الله! له خپل کتاب، د خپل نبي د سنتو او خپلو مومنو بندګانو مرسته وکړه، یا رب العالمین، برحمتک یا ارحم الراحمین.

   (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ) [البقره: ۲۰۱] 
ژباړه: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا او آخرت کي نېکي را په برخه کړه، او موږ د دوږخ له عذابه وساته.

     اې د الله بندګانو!
   
( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ) [النحل: ۹۰]

یعني: الله تعالی د عدل، ښېګڼي او خپلوۍ پالني حکم کوي، او له بدۍ، بې حیایۍ، زور او ظلم څخه منع کوي، هغه تاسو ته نصیحت کوي، تر څو درس او عبرت واخلئ.

     تاسو ستر او لوی الله تعالی یاد کړئ، هغه به تاسي یاد کړي، او د هغه د ټولو نعمتونو او ښېګڼو شکر ادا کړئ، تر څو نور یې هم درته زیات کړي، یقینا د الله تعالی یادول او ذکر تر ټولو لوی او غوره عمل دی، او الله تعالی ستاسي په ټولو کړنو او کارونو خبر دی.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته