تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ﷺمبارکه څيره او اهل الفراسه
  تعليم الاسلام
  November 1, 2017
  0

مولوي عنایت الله علمي

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نبوت يوه بله علامه دا ده: چي ځيني وختونه به و مکې مکرمې ته ځيني خلك راتلل چي دغه خلكو ته أهلُ الفَراسة ويل کېده او دغو خلكو يو علم حاصل کړى ؤ چي و هغه علم ته هم علمُ الفراسه ويل کيږي، د دغه علم عالمانو چي به و يو چا ته وکتل د هغه علم په واسطه به يې د هغه نفر د مستقبل يا را تلونکي ژوند ځيني حالات ورته بيانول او دغه حالات به تر ډيري اندازې صحي او رشتيا را وتل، ځکه دا علم دى چي د هغه تعليم کيږي او غيب ويل نه دي، حتّْی امام شافعي رحمه الله هم پنځه کاله د دغه علم تعليم کړى دى او  دغه علم ته زموږ او ستاسي په اصطلاح کي د (قیافه شناسۍ یا قیافه پېژندلو علم) ویل کیږي، نو دغه اهلُ الفراسة دغه علم درلودى او  دوى چي به هر ځاى ته ولاړل خلكو به خپل کوچنيان ورته راوستل چي د هغو د ژوند راتلونکي حالات ورته و وايي، لکه زموږ په وطن کي فال بينان چي د خلكو  فال به يې کتى، که څه هم هغه فال کتونکي بې علمه او ناپوه خلک وه فقط د پېسو د ګټلو دپاره به يې خلك په بې ځايه او بې معنْی خبرو خطایستل. 

 

 نو يو وخت د دغه اهلُ الفراسه څخه يو نفر و مکې مکرمې ته راغلى او خلكو خپل کوچنيان ورته را وستل چي د ژوند را تلونکي حالات يې ورته و وايي، په دې جمله کي ابوطالب هم خپل وراره محمّد صلی الله علیه وسلم  ورته را وستى او دغه واقعه هم هغه د شام تر سفر وروسته وه، محمّد  صلی الله علیه وسلم  يې ورته را وستى او د کوچنيانو په قطار کي يې د ده مخ ته کښېناوه، دغه د علمُ الفراسه  عالِم تر اوسه د کوچنيانو په ليدلو او کتلو شروع نه ده کړې، خو محمّد  صلی الله علیه وسلم  ته په ډير ځير او دقت سره ګوري او  دغه کتل يې هم غير عادي او غير طبيعي وه، مخ ته يې ګوري، لوړ ورته ګوري، کښته ورته ګوري، دغه کتل يې ډير شديد او حيرانونکي وه، حتّْی ابوطالب د دغه کتلو څخه وبېرېدى، بيا نو سړي د يوه طرفه څخه د هلکانو په کتلو شروع وکړه په خپل کار مشغول سو، په دغه وخت کي ابوطالب محمّد صلی الله علیه وسلم  تر لاس ونيوى د دغه منځ څخه يې وايستى او ګوښه يې کړى، سړئ چي د نورو کوچنيانو د ليدلو او کتلو څخه فارغه سو هرڅه چي ګوري محمّد صلی الله علیه وسلم  نسته، نو ويل: څه سو هغه ځوان چي دغه اوس زما مخ ته ناست ؤ؟ چا جواب نه ورکاوه، سړي په لوړ آواز ناري کړل: څه سو هغه هلک چي زما مخ ته ناست ؤ رايې ولى په والله هغه لره شان او شوکت، درجه او عظمت سته، ابوطالب خو د مخه لا بېرېدلى ؤ محمّد صلی الله علیه وسلم  يې نه راوستى. 

 

  دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لوړي درجې او عالي مقام يوه نښانه او علامه وه.

 

ماخذ: د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته