ژباړه : نويد احمد
په رښتيا سره رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډېرو ځانګړتياوو او خاصيتونو خاوند دى، چي دلته به د ځينو يادونه وکړو:
١: خاتم النبيين دى يعني تر رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته بل نبي نه راځي او په دې ايت سره ثابته ده: مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ...(الاحزاب ايت٤٠)
٢: سيد المرسلين دى. خپله نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: (( أنا سيد الناس يوم القيامة) (متفق عليه)
٣: د هيچا ايمان نه قبلېږي تر څو، چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم ايمان را نه وړي، ځکه په دې اړه الله جل جلاله فرمايي: فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ... (النساء ٦٥)
٤: د قيامت په ورځ به د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د شفاعت څخه مخکي د انسانانو تر منځ فيصله نه شروع کيږي.
٥: د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت به تر ټولو امتونو مخکي جنت ته ننوځي، ځکه حديث شريف دى چي (نحن الآخرون السابقون يوم القيامة ) [ البخاري ومسلم ] .٦: د قيامت په ورځ به د حمد د بيرغ وړونکى وي او تر هغه لاندي به حمد وايي ، په حديث شريف کي راځي ( أنا سيد ولد آدم يوم القيامة ولا فخر، وبيدي لواء الحمد ولا فخر، وما من نبي يومئذ آدم فمن سواه إلا تحت لوائي ، وأنا أول من تنشق عنه الأرض ولا فخر) [ الترمذي ] .
٧: دى د مقام محمود خاوند دئ، په ايت شريف کي راځي: عَسَى أَنْ يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَحْمُودًا... (اسراء ٧٩)
٨: د کوثر د حوض خاوند دئ.
٩: د انبياء علیهم السلام امام او خطيب دى او د دوئ شفاعت کونکئ دئ په حديث شريف کي راځي: (( إذا كان يوم القيامة كنت إمام النبيين وخطيبهم وصاحب شفاعتهم غير فخر )) [ الترمذي] .
١٠: دده مبارک امت تر ټولو بهترين امت دئ ايت شريف کي الله تعالي فرمايي: كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ...(ال عمران ١١٠)
١١: امت يې پر ټولو امتونو شاهد دئ، الله تعالى فرمايي: وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ...(بقره ١٤٣)
١٢: د نبي کريم صلی الله علیه وسلم صحابه رضي الله عنهم د بهتريني زمانې اشخاص دي.
١٣: د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت د عمومي ګمراهۍ څخه پاک دئ او د امت اجماع يې حجت او دليل دئ.
١٤: د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم شريعت د ټولو مخکنيو شريعتونو منسوخ کونکئ دئ ، ځکه په دې اړه فرمايي: (( إن الرسالة والنبوة قد انقطعت فلا رسول بعدي ولا نبي)) [ أحمد والترمذي وصححه ] .
١٥: پر ده مبارک باندي نازل سوئ کتاب يوه ستره معجزه ده او د تغيراتو څخه ساتل سوې ده، په اړه يې الله جل جلاله فرمايي: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (حجر ٩)
١٦: نبي کريم صلی الله علیه وسلم مؤمنانو ته د دوي تر ځانونو نژدې بلل سوئ دئ يعني تر خپلو ځانو به لا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم پر امت باندي ګران وي، الله جل جلاله فرمايي: النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ... (الاحزاب ٦)
١٧: پر ټولو انسانانو لازمه سوې ده، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تر خپلو ځانونو، مالونو، ميندو، پلرونو او ټولو خلکو زياته مينه ولري، خپله نبي اکرم صلي الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي:((والذي نفسي بيده لا يؤمن أحدكم حتى أكون أحب إليه من ولده ووالده والناس أجمعين )) [ البخاري ]
١٨: د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د ده مبارک د بيبيانو سره نکاح کول حرام سوي دي او هغوئ په دنيا او آخرت کي دده مبارک په نکاح کي دي او هغوئ د ټول امت ميندي ګرځول سوي دي په دې اړه په ايت شريف کي راځي: وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ، وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا. ( سورة الأحزاب ايت 53 )
١٩: د لوڼو د اولادونو نسبت هم ده مبارک ته کيږي.
٢۰: دده مبارک او د امت لپاره يې مځکه پاکه او مسجد ګرځول سوې ده او پر دښمن باندي دده رعب د يوې مياشت په فاصله پرېوځي، په حديث شريف کي راځي: (( فضلت على الأنبياء وأعطيت جوامع الكلم ونصرت بالرعب وأحلت لي الغنائم وجعلت لي الأرض مسجداً وطهوراً وأرسلت إلى الخلق كافة وختم بي النبيون )) [ مسلم والترمذي ]
٢۱: د ټول انسانيت لپاره رالېږل سوئ دئ (پورتنى حديث شريف يې دليل دى)
٢۲: د مبارکو ګوتو څخه راتونکي اوبه يې د الله تعالي له خوا برکت پيدا کوي او دا په صحيح مسلم کي راغلي دي.
٢۳: هيچا لره رواه نه ده، چي خپل ږغ د نبي کريم صلی الله علیه وسلم تر ږغ پورته کړي، ځکه قران يې په اړه وايي : ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ)) (سورت الحجرات، ايت ٢)
٢۴: جامع کلام ورکول سوئ دئ يعني داسي خبري (د قران او حديثو د لاري) ورکول سوي دي، چي لنډي مګر ډېري معنى او حکمت لرونکي دي.
٢۵: ده مبارک ته په خپل نامه سره نه ويل کيږي لکه يا محمد! بلکه په رسول الله، نبي الله او داسي نورو ښايستو القابو سره ياديږي: لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا...(سورت النور، ايت ٦٣)
٢۶: که چا په خوب کي وليدئ نو په رښتيا سره يې وليدى، ځکه شيطان دده مبارک په شکل نه سي جوړېدلاى.
۲۷: نبي کريم صلی الله علیه وسلم به ارږمۍ نه کښل.
٢۸: سترګي مبارکي يې پټېدلې مګر زړه به يې ويښ وو.
۲۹: په لمانځه کي چي به کوم خلک دده تر شا وه هغه به يې داسي ليدل لکه دده مخته چي وي. (رواه احمد)
٣۰: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تر څلورو څخه د زياتو ښځو سره نکاح کول رواه وه.
۳۱: شیطان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بده وسوسه او د بدو په کار امر نه کاوه.
او ددې څخه پرته، چي کومي نوري ښې ځانګړتياوي په انسانانو کي سته په ده مبارک کي په زياته پيمانه وجود لري.
ماخذ: د تعلیم الاسلام مجلې د ۱۰ ګڼې څخه