تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:ابوطالب د بنى هاشم ټولنه جوړوي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 4, 2020
  0

نبوي سیرت (۹۳ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ابوطالب د بنى هاشم ټولنه جوړوي

 

که څه هم د حمزه او عمر رضی الله عنهما اسلام د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو په وضعه کي تغير را وستلى ؤ او حالاتو فرق کړى ؤ مګر د ابوطالب په زړه کي بيا هم د مشرکانو څخه پرخپل وراره بېره موجوده وه، د ده هغه تيري سوي واقعې په ياد وې چي يو وار مشرکانو  ورته و ويل: د وراره څخه دي لاس واخله او بيا يې ويل: وراره دي په عماره بن الوليد را سره بدل کړه چي موږ يې و وژنو او بيا ابوجهل د ده د وراره د وژلو په نيت هغه لويه ډبره واخستل او عقبه بن ابي معيط د ده وراره د سجدې په وخت کي په پټو سره تر داسي اندازې خپه کړی چي قريبه وه و وژل سي او بيا عمر بن الخطاب د ده د وراره د  وژلو دپاره توره را اخستې وه، ابوطالب په دغو واقعاتو کي فکر کاوه او د هغو څخه د داسي شَر بوى را پورته کېدى چي د ده زړه به يې ور و رېږداوه او دا د ابوطالب سره ثابته وه چي مشرکان د ده د وراره په باره کي د ده سره غدر او خيانت کوي او د ده د وراره د وژلو قصد او إراده لري او که د مشرکانو څخه يو نفر د ده پر وراره يوه ناګهاني حمله وکړي او ويې وژني، هلته نو حمزه او عمر يا بل څوک کومه فايده نه سي رسولاى، دغه فکرونه د ابوطالب په زړه او دماغ کي په يقيني ډول سره ور ګرځېدل او دا ټول هم حق وه، ځکه واقعاً مشرکانو پر دې اتفاق کړى ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښکاره سره و وژني او دغه د مشرکانو و اتفاق ته د الله عزوجل  په دې قول کي اشاره ده چي فرمايي: أَمْ أَبْرَمُوا أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ ﴿الزخرف: ٧٩﴾
  يعني: کفارو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف يو کار جوړ کړى او محکم کړى دى او موږ هم د خپل تدبير محکم کونکي يو. 


نو ابوطالب د دغو افکارو  په مقابل کي څه وکړه؟ خپله کورنۍ چي د هاشم او مُطلِب اولاده وه سره راټوله کړه (هاشم او مطلب دوه وروڼه دي چي د عبد مناف زامن وه) او ويل: موږ او تاسي په ټولو بايد د محمّد صلی الله علیه وسلم ساتنه وکړو او مشرکانو ته دا موقع ورنه کړو چي ده ته کوم آزار او تکليف ور ورسوي، دې خلكو ټولو که مسلمانان وه که کفار د هغه عربي جِوار يا قوم پرستۍ په سبب دا غوښتنه و منل بېله ابولهبه څخه چي هغه د نورو قريشو پرطرف سو او نورو ټولو په اتفاق سره د محمّد صلی الله علیه وسلم د ساتني او حفاظت مسئوليت او ذمه واري پرځان قبوله کړه. 

 

اوس نو ترڅلورو هفتو په لږ يا کمه موده کي مشرکانو ته څلور لوىي حادثې پيښي سوې.


اول: د قريشو شريف او قوي پهلوان حمزهرضی الله عنه  مسلمان سو.


دوهم: عمر بن الخطابرضی الله عنه  چي و معرفي کولو ته يې ضرورت نسته مسلمان سو.


درېيم: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مشرکانو پېشنهاد يا وړانديز د قرآن مجيد په آياتو ور رد کړى.


څلورم: بني مطلب او بني هاشم ټولو په اتفاق سره که مسلمانان وه که مشرکان د رسول الله صلی الله علیه وسلم طرفداري او د هغه ساتنه اعلان کړه.


 مشرکان په حيرت کي سوه او دا يې هم حق ؤ چي په حيرت کي سي، دوى پوه سوه که موږ د محمّد صلی الله علیه وسلم پر وژلو اقدام وکړو د مکې شېلې به زموږ په وينو سره وبهيږي او ممکن زموږ نسل ختم سي، کوم وخت چي  مشرکانو ته دغه حقيقت ور معلوم سو نو يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وژل پرېښوول او يو بل ظلم ته يې لاس واچاوه چي تر پخوانيو ظلمو ډير سخت  او اشد ؤ، هغه داسي:

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته