تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عثماني خلافت د پاچا ادب د محمد د نامه سره
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 5, 2018
  0

ژباړه : عبدالسلام حنفي  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په یو روایت کې راغلي دي چي د عثماني خلافت د پادشاهانو څخه د یو پادشاه یو غلام وو چې نوم يې محمد وو . نو هر وخت به يې چې هغه ته آواز کوو نو د محمد په لفظ به يې ورته آواز کولو .


تر دې پوري چې یو ورځ داسي راغله چي آواز يې د غلام په لفظ ورته وکړی يعني ورته يې وویل اې غلامه دا کار وکړه .
نو غلام په تعجب کې شو  او ټوله شپه يې په پریشانی کې تیره کړل چې ولې ورته خپل مالک یعني هغه پادشاه په غلام سره آواز وکړی . 


غلام فکر کوی چې له ده څخه  کوم غلط کار پیښ شوی دی چې پادشاه ورته په غصه دی؟  او که کومه بله پیښه ده ؟ 
 

په دوهمه ورځ باندي پادشاه د غلام په مخ کې څه خفګان او سختي ولیده نو پادشاه بیا ورته د محمد په  لفظ آواز وکړی  چې اې محمده ؟


نو  غلام وویل ورته اې مالکه یا اې سیده  زه ستا دا شل کاله کیږي چې خدمت دي کوم  خو ته  ما ته په هغه نوم سره اواز کوې چي هغه تر ټولو نومونه بهتره او غوره نوم دی او ما ته هم ډیر محبوب دی. 


لیکن تیره ورځ دي راته په غلام باندي آواز وکړی نو دا خبره  پر ما باندي ډیره سخته تمامه شوله  نو آیا زما څخه کوم غلط کار واقع شوی دی ؟


نو پادشاه ورته وویل اې زويه ! زما دي په الله جل جلاله قسم وي  چې ما د خپل ځان سره دا وعده کړې ده چې زه به هیڅکله د محمد نوم بې اودسه نه اخلم ځکه چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم بې ادبي ونه شي. تیره ورځ  مې اودس نه درلودی نو ځکه مې درته د غلام په لفظ آواز وکړی .

سبحان الله !

نو دا دې عثماني خلافت د پادشاهانو حال وو .   

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته