لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
او بيا يې د حج او عُمرې و تلبيې ته تغير ورکړى، تر دغه د مخه عربو تلبيه داسي ويل:« لبيک اللّهم لبيک، لبيکَ لاشريکَ لکَ لبيک، إِنّ الحمدَ والنِعمةَ لکَ والملک، لاشريکَ لک » چي دا د اسلام او توحيد تلبيه ده، خو عمرو بن لُحى خبيث په آخر کي دغه جمله پر زياته کړل چي (لاشريکَ لک الا شريکا ًهو لک، تملِکهُ وما ملک) دا د شرک جمله ده، خو ده دغه د شرک جمله د توحيد پر تلبيې زياته کړل.
او بيا يې د حيواناتو په باره کي پر عربو نور نوي امرونه جاري کړل، هغه دا چي ځينو حيواناتو ته بايد د احترام په سترګه وکتل سي او مقدس وبلل سي، د هغو څخه بايد کار وانه خستل سي او د ځينو غوښي هم بايد و نه خوړل سي او د ځينو غوښي نارينه انسان خوړلاى سي خو ښځو ته حرامي دي او د ځينو غوښي ياشيدې بيله مېلمه بل چا ته حرامي دي، چي د دغو حیواناتو د جملې څخه يوه ته (بَحِيره) ويل کېده، يوه ته (حامي) ويل کېده، بل ته (سائبه) ويل کېده او بل ته (وصيله) ويل کېده او داسي نور نومونه يې ورته کښيښوول،
مثلاً (سائبه) هغه اوښه وه چي لس لوڼي يا جونګياني يې پرله پسې زيږولي واى او په منځ کي يې نر جونګئ نه واى، نو پر دغه اوښه نه څوک سپرېدل، نه يې بار پر وړى، نه د هغې وړۍ شکول کېدې او نه د دغي اوښي شيدې بيله ميلمه څخه بل چا څښلې او که به يې تر لسمي جونګۍ وروسته بله يوولسمه جونګۍ وزېږول، و هغې ته (بحيره) ويل کېدل، د هغې غوږ به يې ور چاک کړى او د خپلي مور سره به يې ايله کړل پر هغې هم نه څوک سپرېدل، نه يې د وړيو څخه کار اخستى او نه يې بيله مېلمه څخه بل چا شيدې څښلې، دا هم داسي وه لکه
د دې مور چي و دې ته (بحيـره) ويل کېدل او د (سائبې) لور وه او (وصيله) هغه مېږ وه چي پنځه واره به پرله پسې غبرګه لنګه سول او د هر وار دواړه بچيان به يې ښځي وُرۍ وې، په پنځه سره واره کي به يې نر وُرئ نه ؤ زېږولى نو دوى به ويل: دا ورسېدل.
که به دغه (وصيلې) تر دغه وروسته بل بچئ و زېږاوه د هغه د غوښو خوړل د مشرکانو و نارینه ته روا وه خو ښځو ته یې خوړل نه وه روا اوکه به بيا مردار سو يعني: په خپله به مړسو نو ښځو ته يې هم خوړل روا وه او (حامي) هغه ځوان نر اوښ ؤ چي د ده د ختلو په واسطه به پرله پسې لس ښځي جونګياني و زېږېدلې، نو د ده شا د بار او سپرېدلو څخه وساتل سوه او نه يې د وړيو څخه کار اخستل کېدى، فقط په اوښانو کي به د ختلو دپاره ايله ؤ، الله عزوجل د مشرکانو د دغه کار په باره کي فرمايي:
﴿ مَا جَعَلَ اللَّهُ مِنْ بَحِيرَةٍ وَلَا سَائِبَةٍ وَلَا وَصِيلَةٍ وَلَا حَامٍ وَلَكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَأَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴾ [المائده: ۱۰۳]
يعني: الله جل جلاله هيڅ يو د بَحيرې، د سائبې، د وصيلې او د حام څخه نه دي ګرځولي يا روا کړي، مګر هغه کسان چي کافران سوي دي پر الله افتراء کوي، د ځانه باطلي خبري پوري تړي يا جوړوي او ډېر د دوى په حق او باطل نه پوهيږي.
نور بیا...
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند