د ايجاب او قبول صيغې
ايجاب او قبول په هغو صيغو صحيح کيږي چي په هغو د مُتَعَاقِدَيْنو د همدا اوس ګړي د تړون کولو خوښي او اراده ښکاره کيږي . هغه الفاظ او صيغې چي همدا اوس ګړى د تړون کولو خوښي او اراده نه ځني ښکاريږي ، بلکي د پوښتني په ډول وي ، يا په راتلونکي زمانه کي د تړون وعده ځني فهمول کيږي په هغو ايجاب او قبول نه صحيح کيږي .
زمانې
سودا کول ، اجاره کول ، نکاح تړل او نور ټول معاملات چي خلک يې کوي افعال يعني کارونه دي ، هر کار په يوه زمانه کي کيږي . يو کار چي په تېره زمانه کي سوى وي هغه ته د ماضي صيغه راځي او چي اوس کيږي هغه ته د حال صيغه راځي او چي په راتلونکې زمانه کي کيږي هغه ته د اسْتِقْبَال صيغه راځي .
زمانې که څه هم درې دي ، ماضي ، حال او اسْتِقْبَال خو صيغې يې دوې دي ، يوه د ماضي صيغه ده ، بله د مُضَارِع صيغه ده .
په تېره زمانه کي چي يو کار سوى وي هغه ته د ماضي صيغه استعماليږي ، يو کار چي همدا اوس ګړى کيږي ، يا وروسته په راتلونکې زمانه کي کيږي هغو دواړو ته د مُضَارِع صيغه کارول کيږي ، د مُضَارِع صيغه د حال او اسْتِقْبَال دواړو د پاره په مشترک ډول استعماليږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک، معاملات