بيع د مَبِيعِې په اعتبار هم پر څلور ډوله ده .
مُطْلَق ، مُقَايَضَه ، صرف ، سلم .
مُطْلَق بيع عادي سودا ته وايي کوم چي په عام ډول يې خلک کوي ، بايع سِلعَه ورکوي، مشتري يې په عوض کي پيسې وکوي ، سِلْعَه د خرڅلاو شي او سامان ته وايي .
مُقَايَضَه هغي سودا ته وايي چي بايع او مشتري دواړه يو د بل سره په سِلْعَه سودا وکړي ، د مقايضې سودا ته په پښتو مالچه وايي .
صَرف صرافي ته وايي ، يعني يوه سکه په بله سکه تبادله کول ، دغه ډول زر په زرو يا پيسو خرڅول هم شرعًا صرافي بلل کيږي .
سلم هغي سودا ته وايي چي ثمن يعني پيسې اوس ورکوي او مَبِيعَه وروسته په ټاکل سوې مده کي ور تسليم کوي .
مخکي مو ولوستل چي بيع د مَبِيعِې په اعتبار پر څلور ډوله دي : مطلق بيع ، مُقَايَضَه ، صَرف او سَلَم .
مطلق بيع تفصيل نه غواړي ځکه چي مطلق بيع همدا عادي سوداو ته وايي ، بايع سِلْعَه ورکوي سِلْعَه د خرڅلاو شي ته وايي او مشتري يې په عوض کي پيسې ورکوي .
مُقَايَضَه هغي سودا ته وايي چي بايع او مشتري دواړه يو د بل سره په سِلْعَه سودا وکړي ، د مقايضې سودا ته په پښتو مالچه وايي ، مُقَايَضَه هم تفصيل ته اړتيا نه لري .
لهذا په راتلونکو دوو فصلونو کي د صرف او سلم تفصيلي بيان درته وړاندي کوو .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي