تازه سرليکونه
د شفعي پاته مسائل
 
  December 28, 2016
  0

 لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د شفعي وېش
که د يوې درجي مستحقين څو تنه وه او هر يوه يې د شفعي دعوه کول نو مَبِيعَه د سړو پر سر باندي تقسيميږي .
 
د شفعي وېش د مستحقينو تر منځ د جايداد د کچي په حساب نه کيږي بلکي د  مَشْفُوع بِهِ و مالکانو ته کتل کيږي ، د مَشْفُوع بِهِ جايدادونو مالکان چي هر څو تنه وي پر هغوني برخو د شفعي جايداد پر وېشل کيږي .

مثال : يو باغ د زيد ، بکر او خالد تر منځ مشترک دى ، زيد د باغ د نيمايي برخي يعني (٥٠%) مالک دى بکر او خالد يې د څلورمي څلورمي برخي مالکان دي ، که خالد خپل سهم خرڅ کړي او زيد او بکر يې د شفعي دعوه وکړي ، د خالد خرڅ سوى سهم نيم زيد او نيم يې بکر ته په شُفْعَه کي ورکول کيږي ، که څه هم د زيد جايداد تر بکر دوه برابره دى .

همدا ډول که يو کور خرڅ سي او د اولي او دوهمي درجي د شفعي مستحقين يې نه درلودل بلکي درې ګاونډيان يې درودلل او د يوه ګاونډي کور شل متره ورسره متصل وو ، د بل دا لس متره ورسره متصل وو او د دريم دا دوه متره ور سره متصل وو او درو واړو يې د شفعي دعوه کول نو هر ګاونډي ته د مَشْفُوع فِيهِ دريمه دريمه حصه په شُفْعَه کي ورکول کيږي .

که څه هم د يوه ګاونډي کور ډېر ورسره نښتى دى او د بل دا لږ ورسره نښتى دى ، ځکه چي د شفعي مستحقين که څو تنه وي او ټوله د يوې درجي وي نو تقسيم يې د سړو پر سر کيږي ،

البته که د شفعي غوښتونکى يو د اولي درجي يعني په مَبِيعَه کي شريک وي او بل يې په لاره کي شريک وي او دريم يې بيا په جايداد پوري نښتى همسايه وي نو دلته بيا يوازي ټوله شُفْعَه اول نفر يعني املاکي شريک ته ورکول کيږي ، ځکه که د لوړي درجي مستحق د شفعي غوښتنه ولري نو د کښتي درجي مستحق ته هيڅ ونډه نه ورکول کيږي .

د شفعي طلب
شريک او همسايه لره د شفعي حق د غلط ګاونډي د مخنيوي لکبله ورکول کيږي نو ځکه هر وخت چي جايداد خرڅ سي په جايداد کي شريک يا همسايه لره يې د شفعي حق ثابتيږي .

د شفعي حق د شراکت او همسايتوب لکبله په بيع ثابتيږي خو د دې حق د استقرار او پاته کېدلو د پاره دوه تلاښه ضروري دي ، که شفيع دا دوه تلاښه ونکړي نو د شفعي حق يې ساقط کيږي ، دا دوه تلاښه يو د طلب مواثبه او د بل طلب اِشهَاد په نامه ياديږي .

طلب مُوَاثَبَه
هر وخت چي شفيع ته د بيع خبر ورسيږي په هماغه مجلس کي به د شفعي غوښتنه کوي يعني په خوله به وايي : زه دغه خرڅ سوى جايداد په شُفْعَه غواړم او و دغي غوښتني ته طلب مواثبه وايي .

شفيع که د سودا د خبرېدلو وروسته په هماغه مجلس کي د شفعي غوښتنه و نکړي د شفعي حق يې ساقط کيږي .

د امام محمد رحمه الله يو قول دا هم دى چي که شفيع ته ليک ورسيږي او د خط په سر يا په منځ کي د سودا خبر ورته ليکل سوى وي او دى خط تر پايه ولولي او وروسته يې د شفعي غوښتنه وکړي نو په دونه لږ ځنډ يې لا هم د شفعي حق ساقطيږي ، ځکه چي د شفعي حق ډېر کمزورى حق دى او په طلب کي يې معمولي ځنډ د نه غوښتني دليل او د سقوط سبب ګرځي .  

د احتياط د پاره په کار ده چي پر طلب مواثبه شاهدان ودرول سي ، ځکه که مَشْفُوع عَلَيْهِ يې د طلب مواثبه څخه انکار وکړي په شاهدانو به يې ورته ثابت کړي . 

که شفيع په سودا خبر سي او د هغه وروسته ووايي چي چا رانيولى دى ؟ يا د قيمت په هکله پوښتنه وکړي چي په څو يې رانيولى دى ؟ نو په دغو پوښتنو يې د شفعي حق نه ساقطيږي ، ځکه چي د يو کس همسايتوب څوک قبلوي د بل دا بيا نه قبلوي .

دغه ډول په يوه قيمت څوک يو شى رانيسي او په بل قيمت يې بيا نه رانيسي نو ځکه د خبرېدلو وروسته يې دا ډول پوښتني داعراض او نه غوښتني دليل نه ګرځي .     

طلب اِشهَاد
د طلب مواثبه وروسته به شفيع بايع ته ځي او د دوو شاهدانو په مخ کي به هغه ته وايي چي دغه جايداد چي تا خرڅ کړى دى ما يې د شفعي غوښتنه کړې ده او په شُفْعَه يې غواړم .

داسي هم کولاى سي چي د بايع پر ځاى مشتري ته ورسي او د دوو شاهدانو په مخ کي ورته ووايي چي دغه جايداد چي تا رانيولى دى ما يې د شفعي طلب کړى دى او په شُفْعَه يې غوښتنکى يم .

داسي هم کولاى سي چي د بايع او مشتري پر ځاى خپله جايداد ته ورسي او د دوو تنو شاهدانوپه مخ کي ووايي چي دا د پلانکي جايداد دى او پر پلانکي يې خرڅ کړى دى ، ما يې لا مخته د شفعي غوښتنه کړې ده او اوس يې هم په شُفْعَه غوښتنکى يم . 

که بايع جايداد مشتري ته تسليم کړى وو هلته به شفيع بايع ته د شفعي د غوښتني د اثبات د پاره نه ورځي بلکي مشتري يا جايداد ته به ورځي او د دوو تنو شاهدانو په مخ کي به د شفعي غوښتنه کوي ، ودغي غوښتني ته طلب اِشهَاد وايي . 

که شفيع د طلب مواثبه وروسته بېله ځنده څخه طلب اِشهَاد ونه کړي د شفعي حق يې ساقطيږي البته که د عذر لکبله يې په طلب کي ځنډ راسي بيا يې په ځنډ د شفعي حق نه ساقطيږي ، خو د عذر تر له منځه تلو وروسته به يې سمدستي طلب اِشهَاد کوي . 

طلب اِشهَاد ته طلب تقرير هم وايي ، ځکه چي په همدې طلب سره يې د شفعي حق ثابت پاتيږي ، خو که د طلب مواثبه وروسته طلب اِشهَاد ونه کړي نو د شفعي حق يې له منځه ځي . 

طلب خصومت
د طلب اِشهَاد وروسته به شفيع دعوه قاضي ته وړاندي کوي څو هغه جايداد په شُفْعَه ورته را وګرځوي ، و دغه طلب ته طلب خصومت يا د لاسته راوړلو طلب وايي ، خو دا په هغه وخت کي کيږي که مشتري په خپل خوښه جايداد نه ورپرېښاوه . 

د امام ابو حنيفه رحمه الله په وينا د طلب خصومت په ځنډولو د شفعي حق نه ساقط کيږي . 

امام محمد رحمه الله وايي : که شفيع طلب خصومت د طلب اِشهَاد څخه يوه مياشت بېله عذره و ځنډاوه نو د شفعي حق يې ساقطيږي . 
د امام ابو يوسف رحمه الله يو قول د امام صاحب په شان او بل يې دا دى : که شفيع په خپل اختيار د قضا د مجلس د دايرېدلو څخه دعوه وځنډول نو د شفعي حق يې ساقط کيږي . 

د قضا مجلس

څه مهال چي د شفعي دعوه قاضي ته وړاندي سي هغه به اول د مُدَّعِي څخه يعني د شفيع څخه د مَشْفُوع فِيهِ حدود پوښتي چي په کوم ځاى کي موقعيت لري او ګردچاپېر يې کوم کوم ځايونه واقع دي ، دغه ډول د شفعي لامل به هم ځني پوښتي تر څو جوته سي چي د کومي درجې شفيع دى ايا په مَشْفُوع فِيهِ کي شريک دى او که يې ګاونډى دى .

د شفيع وروسته به مُدَّعا عَلَيْه يعني مشتري پوښتي چي ايا شفيع په خپله وينا کي رښتنى دى او که نه دى . 

که مشتري د شفيع د شراکت يا د ګاونډيتوب څخه انکار وکړي نو بيا به قاضي شفيع ته وايي چي پر هغه جايداد دي شاهدان وړاندي کړه د کوم په اساس چي ته ځان د شفعي مستحق ګڼې . 

که شفيع شاهدان نه درلودل بيا به مشتري ته پدې ډول قسم ورکوي :  والله زه پدې علم نه لرم چي شفيع د هغه جايداد مالک دى کوم چي لکبله يې د شفعي دعوه کوي . 

که شفيع د مَشْفُوع بِهِ   پر ملکيت شاهدان تېر کړل يا مشتري د قسم اخيستلو څڅه ډډه وکړل بيا قاضي د مشتري څخه پوښتنه کوي چي ايا تاسو  مَشْفُوع فِيهِ رانيولى دى او که مو نه دى رانيولى؟ 

که مشتري سودا ومنل خو ښه ، ور نه نو د شفيع څخه به پر سودا شاهدان طلبوي .

که شفيع شاهدان نه درلودل نو مشتري ته به داسي قسم ورکوي : والله ما دا جايداد ندى را نيولى . 

که پر سودا شاهدان تېر سول يا مشتري د قسم اخيستلو څخه منع وکړل نو قاضي به د شفعي فيصله کوي او شفيع به د قضا وروسته سمدستي پيسې حاضروي ، که مشتري سودا په پور کړې وه بيا به هم شفيع پيسې نقدي ورکوي . 

مشتري حق لري چي د پيسو لاسته راوړلو تر وخته مَبِيعَه د شفيع څخه راوګرځوي . 

په نرخ کي اختلاف
که د شفيع او مشتري تر منځ د  مَشْفُوع فِيهِ په  ثمن  کي اختلاف راسي ، که شفيع  شاهدان تېر کړل د شفيع وينا په نرخ کي منل کيږي او که شفيع شاهدان نه درلودل بيا د مشتري قول د قسم وروسته معتبر بلل کيږي .  

 که مشتري جګ قيمت وايه او بايع تر هغه ټيټ قيمت وايه نو که چيري بايع پيسې اخيستي وې شفيع به د مشتري د وينا پيسې ورکوي او که بايع پيسې نه وې اخيستي بيا بايع ته د بايع د وينا مطابق پيسې ورکول کيږي .

مالچه او تخفيف
که جايداد په مالچه يعني په بل جايداد يا په قِيَمِيّ شيانو خرڅ سي نو شفيع به مشتري ته د مشتري د جايداد قيمت ورکوي او که په نقدو پيسو يا په مثلي شيانو خرڅ سي بيا به هغونه پيسې يا مثلي شيان ورکوي په څومره چي يې رانيولى دى .

که بايع د سودا وروسته مشتري ته په ثمن کي تخفيف ورکړي نو هغه تخفيف شفيع ته هم ورکول کيږي او که مشتري بايع ته تر ټاکل سوي نرخ زياتي پيسې ورکړي هغه بيا پر شفيع باندي نه لازميږي .

خيار
شفيع هم د مشتري په شان خيار عيب او خيار رويت لري ، که شفيع  مَشْفُوع فِيهِ ليدلى نه وو په خيار رويت يې ردولاى سي او دغه رنګه که  مَشْفُوع فِيهِ عيب درلودى په خيار عيب يې هم ردولاى سي .

د شفعي حق خرڅول
که شفيع د پيسو په بدل کي د شفعي تر حق تېر سي نو هم يې د شفعي حق له منځه ځي او هم به د مشتري پيسې بيرته ورکوي ، ځکه چي د شفعي حق نه خرڅيږي .

د شفعي حق له منځه تلل
که شفيع د شفعي تر فيصلې دمخه مړ سي نو وارثانو ته يې د شفعي حق نه پاتيږي .

همدا ډول که شفيع د شفعي تر فيصلې دمخه  مَشْفُوع بِهِ يعني هغه جايداد خرڅ کړي کوم چي په هغه د شفعي مستحق ګرځي نو د شفعي حق يي له منځه ځي .

تر شفعي تېرېدل
که شفيع خبر سو چي  مَشْفُوع فِيهِ په دونه خرڅ سوى دى يا پلانکي رانيولى دى او د شفعي تر حق تېر سو خو وروسته خبر سو چي هغه بل چا رانيولى دى يا تر هغه په لږو پيسو خرڅ سوى دى بيرته د شفعي مستحق ګرځي .

که شفيع خبر سي چي پلانکي رانيولى دى او د شفعي تر حق تېر سي وروسته خبر سي چي د هغه سره بل څوک هم شريک دى نو د شريک برخه يي په شُفْعَه کي راګرځولاى سي .

هغه جايداد چي ښځي ته په ولور کي وټاکل سي يا د قصاص په جوړه کي ورکړل سي يا مفت په هديه کي چا ته ورکړل سي په هغه کي شفيع د شفعي حق نه لري ځکه شُفْعَه په هغه جايداد کي راځي چي د مال په بدل کي تبادله سي .
 
فقه المبتدي- دریم ټوک معاملات
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته