تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي مکې مکرمې ته د عثمان (رض) لېږل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 13, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۱۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مکې مکرمې ته د عثمان بن عفان  رضی الله عنه  لېږل

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ليدل چي خبره ډېره اوږده سوه او قريش په خبرو نه قانع کيږي، البته دغه حالت د خواشينى حالت دى دغه ټول تګ او  راتګ او خبري بيا هم نتيجه نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه د قريشو د لښکر مشران ټول عناد او حسد لري د دوى سره خبري کول فايده نه لري، نو به د مکې مکرمې د عمومي مشره سره چي ابوسفيان دى خبري وکو. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمر رضی الله عنه  ته و ويل: يا عمر! ته مکې ته ولاړسه او د ابوسفيان سره خبري وکه چي موږ د جنګ دپاره نه يو راغلي غواړو چي عمره وکو، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! دا درته معلومه ده چي ستا په اصحابو کي پر قريشو تر ما شديد سړئ نسته او په مکه کي زما د قوم څخه هم څوک نه دي پاته چي زما دفاع وکړي، که ته غواړې چي يو څوک مکې مکرمې ته ولېږې داسي څوک ولېږه چي هغه هلته د ساتني نفر ولري، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه نفر به څوک وي؟

 

ويل: عثمان بن عفان ولېږه ځکه عثمان د بني اُميه څخه دى او ابوسفيان هم د بني اميه څخه دى عثمان هلته قوم لري هغه يې ساتي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم په دغه نظر قانع سو او عثمان رضی الله عنه  يې د قريشو مشر ابوسفيان ته ور ولېږى ويل ورسه او ورته ووايه: موږ د جنګ دپاره نه يو راغلي بلکه زموږ مقصد عمره ده او دوى و اسلام ته را وبوله او عثمان رضی الله عنه  يې په دې سره هم امرکړى چي هغه نارينه  مومنان او ښځي مومناني چي په مکه مکرمه کي دي هغو ته ورسه او د فتحي زېرى پر وکه او په دې يې خبرکړه چي الله جل جلاله  به خپل دين په مکه مکرمه کي تر داسي اندازې غالبه کړي چي په مکه کي به هيڅوک خپل ايمان نه پټوي.


 عثمان رضی الله عنه  د مکې مکرمې پر طرف رهي سو څو په (بلدح)کي د قريشو پر يوه ډله ورغلى هغو ورته ويل: چيري ځې؟ ده ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغسي کار دپاره را لېږلى يم هغو ويل: صحي ده خپل کار ته دي ورځه، د قريشو د جملې څخه أبان بن سعيد بن العاص ورته را ولاړسو د ده يې ښه استقبال وکړی او بيا يې خپل آس ځين کړى عثمان رضی الله عنه  يې پر آس ور سره سپور کړی څو مکې مکرمې ته يې ورساوه، عثمان رضی الله عنه  خپل پيغام د قريشو و مشرانو ته ورساوه، کوم وخت چي عثمان رضی الله عنه  د خپلو کارو څخه فارغه سو  قريشو  ورته و ويل:که ته غواړې چي طواف وکړې ويې کړه، عثمان رضی الله عنه  و ويل: يا والله هيڅکله به تر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مخه طواف و نه کړم. 


ابوسفيان و حضرت عثمان رضی الله عنه  ته و ويل: ته به دلې پاته کيږې تا ته د وتلو اجازه نسته، عثمان رضی الله عنه  داسي سو لکه بندي خو ښايي کفارو دئ په دې سبب د تلو څخه منعه کړى وي چي قريش په خپل منځ کي په دغه موضوع کي پوره مشوره وکړي او بيا خپل جواب د عثمان رضی الله عنه  په لاس وليږي، په هر صورت عثمان رضی الله عنه  په مکه مکرمه کي ډېر وځنډېدى او هلته بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته داسي خبر ورسېدى چي عثمان وژل سوى دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دا خبر واورېدى چي د ده صلی الله علیه وسلم  قاصد و وژل سو نو يې فکر وکړی چي خبره تر جنګه ورسېدل، خپل اصحاب کرام يې امر کړه چي د ده صلی الله علیه وسلم  سره بيعت وکړي او بيعت پر دې ؤ: که چيري جنګ شروع سي تاسي به نه تښتى. 


بيعت شروع سو اصحاب کرام په شوق سره بيعت کوي چي په جنګ کي نه تښتو او يوې ډلي خو بيا  پر مرګ بيعت ور سره وکړی، اول هغه څوک چي بيعت يې وکړی هغه ابو سِنان الاُسدي رضی الله عنه  ؤ. 


سلمه بن الأکوع رضی الله عنه  هغه تېز او چابک نفر چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده په باره کي فرمايي:»  هُوَ خَيرُ رِجَالاَتِنَا » يعني: دئ زموږ په پياده نفرو کي تر ټولو بهتر دى، ده درې واره پر مرګ بيعت وکړی، يو وار د بيعت په شروع کي بيا د بيعت په منځ کي او درېيم وار د بيعت په آخرکي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر يوې وُني لاندي ناست ؤ او صحابۀ کرامو بيعت ورسره کاوه، يو يو نفر ورتلى رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې لاس ورکاوه او بيعت يې ور سره کاوه نو ټولو هغه صحابۀ کرامو چي په حُديبيه کي يې اشتراک کړى ؤ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره بيعت وکړى (1400) نفرو بېله يوه نفره څخه چي هغه! هغه جَد بن قيس منافق ؤ، 


دغه منافق به د اوښانو ترشا ځان د دې دپاره پټاوه چي بيعت و نه کړي، يو د صحابۀ کرامو څخه  وايي: ما جَد بن قيس وليدى چي په اوښانو کي ګرځېدى او د دې دپاره یې ځان پټاوه چي بيعت و نه کړي، ده يو سور اوښ درلودى د هغه تر شا پټ ؤ. 
كله چي ټول بيعت خلاص سو او عثمان رضی الله عنه  په دغه بيعت کي نه ؤ موجود نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل چپه لاس پرخپل راسته لاس کښېښاوه او ويل: زما دغه لاس د عثمان د طرفه دى، يعني: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حضرت عثمان رضی الله عنه  په وکالت د خپل ځان سره بيعت وکړی بيا نو صحابۀ کرامو و ويل: والله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  چپه لاس زموږ د ټولو تر راسته لاسو فضيلت لري ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل چپه لاس د عثمان رضی الله عنه  د لاس پر ځاى استعمال کړى.


کوم وخت چي بيعت پاى ته ورسېدى و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر راغلى چي هغه د عثمان رضی الله عنه  د وژل کېدلو خبر باطل او غلط ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه وخت کي واصحاب کرامو ته هغه لوى زېرى ورکړی او وې فرمايل:  والله هغه څوک چي زما سره يې تر دغه ونه لاندي بيعت کړى دى هغه و اور ته نه داخليږي بېله خاونده څخه د هغه سره اوښ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه منافق پېژندى او ور معلوم ؤ، فقط دغه يو نفر و جنت ته نه داخليږي نور تاسي ټول و جنت ته ځى. 


دا هغه بيعت دى چي د دغه بيعت په باره کي په قرآن مجيد کي آياتونه نازل سوي دي، الله جل جلاله  د سورة الفتح په لسم نمبر آيات کي فرمايي: 


 إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ .الفتح :10 ) 
يعني: بېشکه هغه کسان چي ستا سره بيعت کوي هغه د الله جل جلاله  سره بيعت کوي، د الله جل جلاله  لاس د دوى پر لاسو سر بېره يا د پاسه دى. 

 

بيا هم الله عزوجل  د سورة الفتح په (18) نمبرآيات کي فرمايي:

لَّقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ

 

يعني: خامخا الله جل جلاله  د هغو مومنانو څخه په هغه وخت کي خوښ او راضي سوى دى چي ستا سره يې تر دغه ونه لاندي بيعت کاوه. 


دا د دغه اصحاب کرامو فضيلت دى چي الله جل جلاله  خپله رضاء د قرآن مجيد په آياتو سره ځني ښکاره کړې ده او دغه بيعت ته (بيعة الشجره) او (بيعة الرضوان) ويل کيږي، څوک وايي: دغه بيعت پر مرګ ؤ او څوک وايي چي دغه بيعت پر دې ؤ چي د جنګه څخه به نه تښتي او دغه ونه د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  د خلافت تر وخته پوري ولاړه وه او بيا حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  د هغې وُني په قطعه کولو يا پرې کولو امر وکړى، دا هم د دې دپاره: چي خلک د دغي وُني په سبب مشرکان نه سي، يعني: بيا به خلک راځي دغه ونه به مچوي او عبادت به یې کوي.


(لکه نن ورځ چي په ځينو ملکو کي و دغه ته ورته کارونه کيږي خلک وُني او ډبري مچوي)
کوم وخت چي قريشو ته خبر ورسېدى چي مسلمانانو پر مرګ بيعت وکړی پوه سوه چي موضوع و خطرناکه مرحلې ته ورسېدل او د جنګه څخه وبېرېدل نو يې ډير ژر سُهيل بن عمرو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د صلحي کولو دپاره ور ولېږى او پر سهيل يې دا تاکيد وکړی چي د مسلمانانو سره به  داسي صلحه کوې چي سږ کال به بېله عمره کولو مدينې منورې ته ځي، ځکه چي بيا عرب و نه وايي چي مسلمانان په زور مکې مکرمې ته ننوتل.

 


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ليدل چي سُهيل ور رهي دى وې پېژندى او وې فرمايل: «سُهيل! سَهّلَ الله لَکُم اَمرَکُم» يعني: الله جل جلاله  دا موضوع درته آسانه کړه، قريشو د صلحي إراده کړې ده، ځکه سُهيل په قريشو کي د خبرو سړئ ؤ، قريشو چي به هر وخت غوښتل چي يوه موضوع د خبرو د لاري فيصله کړي نو به يې سُهيل ور لېږى، لکه وزير خارجه او هغه نورو يې جنګ غوښتى لکه د وزارت دفاع نفر، دغه سهيل فقط د صلحي دپاره لېږل کېدى، نو کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  سهيل وليدى وې فرمايل: الله جل جلاله  آسانتيا درته راوستل، خير سهيل راغلى کښېنستى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې ډيري اوږدې خبري وکړې او بيا د دوى په منځ کي د صلحي پر مادو اتفاق وسو چي  هغه د صلحي مادې په داسي ډول سره وې:


 ۱- رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان به سږکال بېله عمره کولو بيرته ځي او مکې مکرمې ته به نه داخليږي خو په را تلونکي کال کي د مسلمانانو حق دى چي د عمرې دپاره راسي او مکې مکرمې ته فقط د درو شپو دپاره داخل سي، په دې شرط چي مسلمانان به و مکې مکرمې ته هيڅ قسم اسلحه نه ور سره را وړي بېله تورو څخه، چي هغه به هم په پوښو کي وي او قريش به هيڅ قسم تعارض او تېرئ نه پرکوي.     

  
(دغه ماده یواځي د عمرې په باره کي وه)
۲ -  دغه د جنګ او دښمنۍ حالت چي د مسلمانانو او قريشو په منځ کي دى دا به د لسو کلو دپاره ختميږي، يعني: لس کاله به يو پر بل تعارض نه کيږي د خلکو ژوند به په پوره أمن او أمان کي وي، نه به جنګ وي نه پر قافلو حملې، هيڅ قسم تعارض او تجاوز به نه وي. 


۳ -  هرڅوک چي د قريشو څخه د خپلو مشرانو بې اجازې و مدينې منورې يا محمّد صلی الله علیه وسلم  ته مهاجر ورسي، محمّد صلی الله علیه وسلم  به هغه نفر بيرته و قريشو ته ورکوي او كه د قريشو څخه هرڅوک مرتد سو او د مدينې منورې څخه مکې مکرمې ته راغلى هغه نفر بيرته و مسلمانانو ته نه ورکول کيږي. 


دغه د درېیمي مادې شرط پر مسلمانانو هغه ډير دروند شرط ؤ، د دغه شرط څخه داسي معلومېدل چي کفار پر مسلمانانو فضيلت او لوړ والى لري ځکه دکفارو څخه راغلى مسلمان بيرته و کفارو ته ورکول کيږي او د مسلمانانو څخه مرتد سوی نفر و مسلمانانو ته نه ورکول کيږي، نو په ښکاره سره داسي معلومېدل لکه کفار چي په دې صلحه کي لوړ او کاميابه وي. 


۴ - هرڅوک يا هره قبيله چي و غواړي چي په دغه عهد او اتفاق کي د محمّد صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو په طرف کي داخل سي کولاى سي او هر څوک يا قبيله چي و غواړي چي د قريشو په طرف کي داخل سي کولاى سي. 


د دغي صلحي په وخت کي د خزاعه د قبيلې مشران او د بنو بکر د قبيلې مشران حاضر وه، د خُزاعه مشرانو و ويل: موږ د محمّد صلی الله علیه وسلم  په طرف کي يو او د بنو بکر مشرانو بيا و ويل: موږ د قريشو په طرف کي يو، د دغو قبيلو په دغه طرفو کي داخلېدل او شاملېدل بيا په وروسته کي د مکې مکرمې د فتحي سبب وګرځېدل او د غه صلحه هم د دغو قبيلو د جنګ او دښمنیو په سبب ماته سوه، ځکه بنو بکر چي د قريشو په طرف کي وه  د خزاعه پر قبیله چي د  مسلمانانو په طرف کي وه تجاوز او تېرى وکړى چي د هغې واقعې تفصیل به بيا پر خپل وخت درته بيان سيان شاء الله تعالْى، نو دغه دوې قبيلې په دغه وخت کي په دغه حِلف او اتفاق کي شاملي سوې.


د صلحي په شرطوکي دا هم و ليکل سوه: هره قبيله چي د هر چا په طرف کي شامله سوه دغه قبيله د هغه طرف جُزء بلل کيږي، هر تېرئ او تجاوز چي پر هغه قبيله وسي هغه د دغه ټول عقد او اتفاق ماتېدل دي، بيا نو ټول عقد لغوه او قابل د عمل نه دى، نو خود رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل عهد هغه وخت د قريشو سره باطل وبلى چي قريشو دغه عهد د بنو بکر په مرسته  کولو سره مات کړى. 


(د دغه شرط په مقصد به هغه وخت پوه سى چي د عهد د ماتولو قصه واورى او بيا به در معلومه سى چي دغه عقد او صلحه قريشو څنګه ماته کړه)

 

کوم وخت چي د صلحي پر ټولو مادو او بندو په پوره تفصيل او ښکاره شرطو سره اتفاق وسو نو يې د دغي صلحي په ليکلو شروع وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه  را وغوښتى او ويل: دغه صلحه وليکه، د دغي صلحي ليکونکى حضرت علي رضی الله عنه  دى او د دغي صلحي شاهدان څو نفره مسلمانان او څو نفره کفار وه، د مسلمانانو د طرفه د صلحي شاهدان: ابوبکر الصِدِّیق، عمر فاروق، حضرت علي چي د صلحي ليکونکى هم ؤ، محمّد بن مسلمه او څو نفره نور وه(رض)اجمعين، او دکفارو د طرفه د دغي صلحي شاهدان: سُهيل بن عمرو، حُليس بن عبد العزْى او څو نفره نور وه. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و علي رضی الله عنه  ته و ويل وليکه ﴿بسم الله الرّحمْن الرحيم﴾ سُهيل د اوله څخه مخالفت شروع کړى ويل: موږ رحمْن نه پيژنو داسي  و ليکه (بسمک اللّهم) رسول الله صلی الله علیه وسلم  علي رضی الله عنه  امرکړى چي دغسي يې وليکه، بيا يې ورته و ويل: و ليکه: دا هغه بيان دى چي پر هغه محمّد رسول الله او سُهيل بن عمرو صلحه وکړه، دلته بيا سُهيل اعتراض وکړی ويل: والله که موږ په دې پوه سو چي ته رسول الله يې موږ به ته د بيت الله څخه نه واى منعه کړى او نه به مو جنګ درسره کولاى بلکه د رسول الله پر ځاى محمّد بن عبدالله وليکه داسي مه ليکه چي محمّد رسول الله ځکه زه دغه لفظ نه منم، مسلمانان د دغو خبرو څخه په تنګ سوه قهر او غصه يې زيات سوه، مسلمانان اصلاً د دغي صلحي څخه ناراضه وه، مسلمانان په دې نه وه خوښ چي داسي صلحه دي وسي چي دوى د مکې مکرمې د ننوتلو څخه منعه کړي او عمره کولو ته دي يې نه پريږدي او اوس پرهغه سربېره د کفارو د طرفه دغه حسد او تشدد، دغه عناد او سختي هم ور سره کيږي، نو د دغه حسد او عناد په سبب د مسلمانانو قهر نور هم زياتېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زه رسول الله يم که څه هم تاسي يې نه و منى او حضرت علي رضی الله عنه  يې امر کړى چي د رسول الله جمله پاکه که او محمّد بن عبدالله وليکه، علي رضی الله عنه  د رسول الله د جملې د پاکولو څخه انکار وکړی ويل: والله دغه جمله به نه کړم پاکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل: هغه جمله کومه ده؟ ما ته يې را وښيه چي زه يې پاکه کړم، هغه جمله يې ور وښوول او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله د رسول الله جمله پاکه کړه ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  صلحه مقصد وه. 

 

اوس چي د صلحنامې څخه فقط دغه جملې وليکل سوې (بسمک اللّهم) دا هغه عهد دى چي د محمّد بن عبدالله او سهيل بن عمرو په منځ کي پر هغه اتفاق وسو. 


په دغه وخت کي چي د عهد په ليکلو شروع سوې ده ترخېمې دباندي چغي او نارې جوړي سوې مسلمانان د معلومات دپاره تر خېمې دباندي ور و وتل، که ګوري چي د مکې مکرمې د مسلمانانو څخه يو نفر چي په ځنځيرانو هم تړلى دى د هغه ځنځيرانو سره را تښتېدلى دى، دا يې اورېدلي وه چي د مسلمانانو لښکر دلته نژدې راغلى دى نو يې دا قصد کړى ؤ چي مسلمانانو ته پناه ور وړي، دغه را تښتېدلى نفر څوک ؤ؟ دا ابوجندل ؤ چي د دغه سُهيل بن عمرو چي دغه اوس صلحه ليکي زوى دى او اتفاق هم داسي ؤ چي د مکې مکرمې څخه چي هر مسلمان و مسلمانانو ته ورځي هغه بايد بيرته کفارو ته په لاس ورکول سي.


اوس ابو جندل راغلى دى او وايي: يا رسولَ الله! زه مهاجر درته راغلى يم مکه او د مکې کفار نه غواړم ستا سره مدينې ته ځم، دلته نو سهيل و ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  هغه صلحه چي زما او ستا په منځ کي وسوه؟ يعني: زما زوى به بيرته ما ته راکوې، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! موږ خو تر اوسه صلحه نه ده ليکلې فقط شروع په سوې ده اوس څنګه کيږي؟ ابو جندل په لاس ورکول کيږي که يا؟ پر صلحه اتفاق سوى دى خو تر اوسه ليکل سوې نه ده، سهيل و ويل: آيا خبري او د خولې اتفاق کفايت نه کوي؟ خامخا بايد و ليکل سي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو د خولې اتفاق بس او کافي دى زوى دي درسره بوزه، ابو جندل خو په هيڅ نه دى خبر فقط مهاجر راغلى دى او اوس يې سُهيل چي د ده پلار دى کشوي غواړي چي دکفارو هغه لښکر ته يې ور ولي کوم چي دلته نژدې پروت دى او دئ د صلحي د ليکلو دپاره بيرته راسي. 


د ابو جندل هيڅ و زړه ته نه لوېدل چي دئ دي بيرته دکفارو په لاس ورکول سي ځکه دئ مهاجر راغلى دى او اوس دي يې بيرته کفار بيايې او څوک دي يې نه ځني را وګرځوي؟ په تعجب کي سو او نارې وهي: يا معشر المسلمين! آيا بيرته وکفارو ته بېول کېږم؟ هغه و ما ته زما په دين کي تکليف را کوي ما خپل دين ته نه پرېږدي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: يا اباجندل! صبر وکه او بدله يې د الله جل جلاله  څخه و غواړه بېشکه چي الله جل جلاله  به تا او ستا ضعيفه ملګرو لره د خلاصېدلو لار پيدا کړي، موږ د قريشو سره صلحه کړې ده او پر دغه مو عهد ور سره کړى دى اوس موږ په خپل عهد کي غدر نه سو کولاى. 

 

د ابو جندل بيا هم و زړه ته نه لويږي څنګه يې پرېږدي چي کفار يې بوزي؟ بيا يې نارې شروع کړې او ويل: ما و دوى ته مه ور پرېږدى ما خپل دين ته نه پرېږدي، دلته نو مسلمانانو ژړل او وايي: دا څومره ذِلّت دى؟ څومره کښته والى او بې وسي ده؟ د مسلمانانو يو نفر په زور کشول کيږي بيرته وکفارو ته ورکول کيږي او دوى ورته ګوري؟ د مسلمانانو نور هم درد او تکليف زيات سو دننه په زړوکي سوځل کيږي، او دغه صلحه چي وسوه ډېره بده او د ذِلّت صلحه يې بلل، دا يې د ځانو دپاره ذِلّت باله او په دې صلحه نه وه خوښ نو يې ژړل.


 د مسلمانانو څخه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  ور ولاړ سو، سُهيل خپل زوى ابو جندل کشوي او حضرت عمر رضی الله عنه  د ابو جندل و څنګ يا بغل ته رهي دى توره و ابو جندل ته ور نژدې کي او ورته وايي: يا ابا جندل! مشرکان نجس دي او د مشرک وينه داسي ده لکه د سپي، يعني: د مشرک وينه قېمت او اهميت نه لري او بيا توره ور نژدې کړي. 
وروسته بيا عمر رضی الله عنه  ويل: زما مقصد دا ؤ چي ابو جندل دغه توره واخلي او خپل پلار و وژني مګر ده دا کار و نه کړى. 


دلته سوال پيدا کيږي چي حضرت عمر رضی الله عنه  ولي په خپله سهيل نه وژني؟ چي ابو جندل رضی الله عنه  يې د هغه د مرګ  دپاره تشويقاوه او توره یې ور نژدې کول؟ 


جواب: ځکه حضرت عمر رضی الله عنه  په خپله په صلحه کي داخل ؤ او ابو جندل رضی الله عنه  د دې صلحي څخه دباندي دى هغه تر اوسه د مسلمانانو د قيادت او مشرۍ تابع نه دى نو ځکه فُقهاء وايي:کوم فرد چي د مسلمانانو په جماعت کي داخل نه وي هغه فرد هغه کارونه کولاى سي چي د مسلمانانو جماعت يې نه سي کولاى، هر څوک چي د يوه جماعت عضوه وګرځېدل هغه څوک خامخا د هغه جماعت په نظام او قوانینو مکلف دى، مګر کوم فرد چي په جماعت کي نه وي داخل سوى، هغه فرد په هغو شيانو نه دى مکلف چي هغه جماعت په مکلف وي، مقصد دا چي: دغسي فرد لکه ابو جندل د مسلمانانو په قوانينو، اتفاقيو او عهدو نه وي مکلف، نو ځکه ابوجندل کولاى سواى چي سُهيل و وژني، مګر حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  چي د مسلمانانو د جماعت جُزء ؤ او د مسلمانانو په قوانينو او اتفاقيو مکلف ؤ نه سواى کولاى چي سهيل و وژني.    (دا يوه فقهي مسئله وه) .


سهيل خپل زوى ابو جندل رضی الله عنه  د کفارو و لښکر ته ور وستى او عمر رضی الله عنه  وايي: ابو جندل دا نه کړه خوښه چي پلار و وژني که نه ده کولاى سواى چي توره واخلي او سهيل و وژني او مسئول هم نه ؤ ځکه دئ د مسلمانانو په جماعت کي نه ؤ داخل، سهيل چي ابو جندل دکفارو تر لښکره ورساوه بيرته راغلى او صلحه و لیکل سوه. 


اوس نو قريش د مسلمانانو د بارېدلو انتظار کوي چي بيرته ولاړسي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  مسلمانان امر کړه چي د سر په خرولو سره د احرامه څخه ځانونه حلال کړى او بيرته مدینې منورې ته درځى، حضرت عمر رضی الله عنه  ولاړ سو او ويل: يا رسولَ الله! آيا تا موږ ته خبر نه ؤ راکړى چي موږ به کعبې شريفي ته ورځو او طواف به پر کوو؟ 


ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  خوب ليدلى ؤ چي مسلمانان کعبې شريفي ته ورځي او طواف پرکوي او بيا سرونه خروي يا کوچني کوي او دغه خوب يې مسلمانانو ته ويلى ؤ، نو حضرت عمر رضی الله عنه  دغه خوب و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور يادکړى او ويل: تا موږ ته خبر راکړى ؤ چي موږ به بيت الله ته ځو او طواف به پرکوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو يا عمر! مګر ما درته ويلي وه چي سږکال به ورځو؟ حضرت عمر رضی الله عنه  و ويل: يا! داسي دي نه وه را ته ويلي. 


مسلمانان په دغه صلحه ډيرخواشيني او ناراضه دي نو عمر رضی الله عنه  غوښتل چي يو څه وکړي، اوس به په دغه باره کي هغه حديث شريف درته را نقل کړم چي امام بخاري او امام مسلم يې روايتوي چي و دغسي حديث ته چي امام بخاري او امام مسلم دواړو په خپل صحيح کي رانقل کړى وي حديث متفق عليه وايي، حديث شريف داسي دى:


 حضرت عمر رضی الله عنه  وايي: و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلم او ما ورته و ويل: يا رسولَ الله! آيا ته په حقه سره د الله نبي نه يې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: بلکه يم، عمر رضی الله عنه  و ويل: آيا ته پر حق نه يې او زموږ دښمنان پر باطل نه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: بلکه موږ پر حق يو او دوى پر باطل دي، عمر رضی الله عنه  و ويل: آيا زموږ وژل سوي کسان  په جنت کي او د دوى دا په اورکي نه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: بلکه دي، عمر رضی الله عنه  و ويل: نو موږ ولي په خپل دين کي و دوى ته کښته کيږو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: زه رسول الله يم د خپل رب نا فرماني نه کوم او هغه زما ناصر او مددګار دى، عمر رضی الله عنه  و ويل: آيا تا موږته نه وه ويلي چي موږ به بيت  الله ته ورځو او طواف به پرکوو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو! مګر ما درته ويلي وه چي ته به سږکال ورځې؟ عمر رضی الله عنه  و ويل: يا، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نور هم په تاکید سره و فرمايل: بېشکه چي ته به ورځې او طواف به پر کوې.


 ( يعني: زما وينا حق ده خو وخت يې نه دى راغلى)
حضرت عمر رضی الله عنه  لکه داسي جواب چي غواړي چي ډير مطمئن سي نو ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ته ورغلى او هغه پوښتني يې ځني وکړې چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يې کړي وې، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  چي واقعاً صدِّيق ؤ داسي جواب یې ورکړى چي حضرت عمر رضی الله عنه  يې په چپ کړی او ويل:يا بن الخطاب! دا رسول الله دى د خپل رب نا فرماني نه کوي او الله يې هيڅکله نه ضايع کوي. 


څه وخت نه ؤ تېر سوى چي سورة الفتح نازل سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمر رضی الله عنه  ور وغوښتى او د سورة الفتح آياتونه يې ورته تلاوت کړه، عمر رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! آيا دغه فتحه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو، نو د عمر رضی الله عنه  زړه خوشاله سو. [رواه: البخاري و مسلم]


 اوس چي خبره خلاصه او فيصله سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  اصحاب کرام امر کړه چي هَديِ حلالي کړی، سرونه و خروى او احرام خلاص کړی، مګر د  صحابۀ کرامو څخه يو هم نه سو ولاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تعجب کي سو د اول وار دپاره مسلمانان د ده صلی الله علیه وسلم  نا فرماني کوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم   امر کړه چي د احرامه څخه ځانونه حلال کړى، يعني: د احرام د حالته څخه ووزى مګر صحابۀ کرام يو هم نه سو ولاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا د احرام په خلاصولو سره امر کړه بيا هم يو نه سو ولاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  درېيم وار د سرو په خرولو او د احرام په خلاصولو امر کړه، بيا هم يو نه سو ولاړ.  


رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوى پرېښوول او خېمې ته ننوتى دا بېره ور سره ده چي د ده صلی الله علیه وسلم  پر اصحابو د الله جل جلاله   قهر او عذاب نازل نه سي، څرنګه چي په دغه سفر کي ام سلمه رضی الله عنها  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ملګرې وه و هغې ته يې و ويل: خلکو زما د امر اطاعت و نه کړى بېرېږم چي د الله جل جلاله   قهر او عذاب به پر نازل سي.


 وروڼو! ځيني وختونه د ښځو سره داسي فکر او حل پيدا سي چي د نرو سره هغه فکر او حل نه وي موجود، ام سلمه رضی الله عنها  ورته و ويل: يا رسولَ الله! ته ور ووزه او هيچا ته هيڅ مه وايه خپله هَديَ حلاله کړه او سر خرونکى را وغواړه چي ستا سر در وخروي کوم وخت چي ستا اصحاب تا و ويني چي ځان دي د احرامه څخه خلاص کړى دوى ته هم بېله ستا متابعته څخه بل شئ نه پاته کيږي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د خېمې څخه را و وتى و هيچا ته يې هيڅ و نه ويل خپله هَديَ يې حلاله کړه او سرخرونکى يې را وغوښتى، د ده صلی الله علیه وسلم  سر  يې ور وخراوه، صحابۀ کرامو چي وليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل سر وخراوه نو پوه سوه چي خبره خلاصه سوه عُمره نسته، دوى هم ولاړ سوه  خپلي هَديي يې حلالي کړې او د سرو په خرولو يې شروع وکړه. 


ځيني د ځينو نورو سرونه ورخروي، مګر څرنګه چي ډير خواشيني او په قهرکي وه د خرولو په وخت کي يې يو د بل سرونه ور زخمي کول، د سرو د خرولو څخه چي فارغه سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدل چي ځينو نفرو وريښتان کوچني کړي دي يعني: خرولي يې نه دي بلکه غچي کړي يې دي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: الله دي پر هغو کسانو ورحميږي چي سرونه يې خرولي دي، صحابۀ کرامو و ويل: او هغه چي غچي کوي يې؟  يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا و فرمايل: الله دي پر هغو کسانو ورحميږي چي سرونه خروي، صحابۀ کرامو بيا و ويل: او هغه کسان چي غچي کوي يې؟ يا رسولَ الله! درېیم وار بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: الله دي پر هغو کسانو ورحميږي چي سرونه خروي، اصحاب کرامو بيا و ويل: او هغه کسان چي غچي کوي يې؟ يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو! او پر هغو کسانو چي غچي کوي يې، نو يې په غچي کولو سره هم اجازه وكړه مګر د خرولو ثواب تر ډېر دى.
د دغي صلحي په باره کي د الله جل جلاله  د طرفه سورة الفتح نازل سو الله عزوجل  فرمايي: 

 

إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا ﴿١﴾ يعني: بېشکه چي موږ فتحه او برئ درکړى دى تا ته، ښکاره او روښانه برئ. 


د حديبيې صلحه که څه هم په ښکاره او د دباندي څخه د ذِلّت او مغلوبيت صلحه معلوميږي، په اول او سطحي نظر د دغي صلحي د شرايطو څخه داسي معلوميږي چي د صلحي ټولي مادې د قريشو په ګـټه دي، لکه حضرت عمر فاروق او نور اصحاب کرام چي د دغي صلحي د ښکاره تورو په ليدلو ډېر ناراضه وه، دوى خيال کاوه چي د مسلمانانو د دغه (1400) سر قربانونکي لښکر په مخ کي قريش او د هغو طرفداران هيڅ اهميت نه لري، دغه قسم مشکلات او مخالفتونه ولي په توره نه سي حل؟

 

مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نظر و هغو نتيجو ته متوجه ؤ چي د نورو د سترګو څخه پټي او نهامي وې او بل دا چي الله جل جلاله  د ده صلی الله علیه وسلم  سينه د ډيرو سختو پيښو د تحمل او زغملو دپاره خلاصه کړې وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  بې مثله توکُل او تحمل، هغه د کفارو شرطونه و منل او اصحاب کرامو ته به يې  ويل: الله زما سره دى او ما نه ضائع کوي.


د حُديبيې صلحه ولي فتحه وبلل سوه؟ حتّْی صحابۀ کرامو به هم داسي پوښتني کولې چي يا رسولَ الله! آیا دا فتحه او برئ دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  به و فرمايل: هـو! 


دا لوى برئ دى ځکه چي په دغه صلحه د قريشو لاسونه د مسلمانانو څخه منعه او وتړل سوه، په دغه صلحه سره مسلمانان و دعوت او خپلو نورو دښمنانو ته فارغه سوه چي دغه صلحه او دعوت ته فارغه کېدل د مکې مکرمې د فتحي سبب وګرځېدل.

 ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته