الله تعالی فرمايي: وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ (سورة النساء: ۲۴)
ژباړه: او پر تاسو واده سوي (نکاح لرونکي) ښځي حرامي دي.
حصن مضبوطي قلعه ته وايي، محصنه هغه ښځي ته وايي چي خاوند ولري. کومه ښځه چي خاوند ولري، دا خاوند ددې لپاره مضبوطه قلعه ده، ددې پت او عزت په خاوند سره ساتل کیږي او د اهل فتنو څخه ژغورل کیږي. (د تفسیر د ږغیز درس څخه)