په اسلامي نظام کي بايد څوک خدمت وکړي؟
لیکوال : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دا معلومه خبره ده چي اسلامي نظام د خپل ولس لپاره د هر اړخيزه خدمت اراده لري او ددې ترڅنګ په نړيواله سطحه د ټولو هيوادونو سره متقابلي ديپلوماتيکي اړيکي ساتل غواړي ځکه نظام بېله دغه دوو شيانو سمبالېدلای او منل کېدلای نسي.
اسلامي نظام به سره ددې چي په هره برخه کي طرحي او طرزالعملونه جوړوي او د هر کار د کولو لپاره به منظم کاري پلانونه لري هر کار به وړ او اهل کس ته سپاري ځکه چي هره وظيفه امانت دی که نااهله انسان ته وسپارل سي ضائع کيږي.
د نړيوالو سره تعامل هم ددې غوښتنه کوي چي بايد د هر هيواد سره متقابلي سياسي او ديپلوماتيکي اړيکي ولري چي په نتيجه کي هرډول قراردونو او راکړي ورکړي ته زمينه برابريږي او دا د هر هيواد د اقتصاد لپاره مهم عنصر دی ځکه په لوړه کچه تجارتي صادرات او واردات هغه وخت کېدلای سي چي سياسي او ديپلوماتيکي روابط موجود وي.
اسلامي نظام بايد په خپلو تشکيلاتو کي هغه کسانو ته مسئوليتونه ورکړي چي هم مسلکي وي او هم متدين او امانتداره وي ځکه د وظيفې په سم سرته رسولو کي د کار زدکړه او ديانت ډېر مهم دي ترڅو کار ورڅخه خراب نسي او خيانت ورڅخه ونسي.
داسي خلګ چي مسلکي دي خو ديانت نلري هغوی د اسلامي نظام لپاره کار نسي کولای ځکه چي په وظيفې خيانت او ناغيړي کوي چي په نتيجه کي هم معنوي او هم ظاهري منفي تأثيرات د ځانه سره لري چي اغيز يې هم پر نظام او پر ولس باندي لوېږي.
هغه کسان چي ديانت لري خو مسلکي ندي د هغوی څخه بيا کارونه نيمګړي کيږي چي طبعا د کميت او کيفيت په لحاظ خپل منفي تأثيرات لري.
په اسلامي نظام کي بايد د مسئوليتونو لپاره خلګ وروزل سي ترڅو د اړتيا په صورت کي استخدام سي او د نظام لپاره کار ورڅخه واخيستل سي.
که بالفرض د سړيو د نه شتون له کبله مسئوليت داسي چا ته ورکول کيږي چي مسلکي وي خو ديانت ونلري يا ديانت لري خو مسلکي نه وي نو ترڅنګ يې بايد داسي څوک وګمارل سي چي د هغه څارنه او مرسته وکړي البته تر بې دينه مسلکي متدين غير مسلکي ښه دی ځکه بې دينه قصدا کار خرابوي اود نظام پر ضد تخريب کوي خو متدين يې قصدا نه خرابوي بلکي کوښښ کوي چي زده يې کړي او ممکن څه مده وروسته د کار سره بلدتيا هم پيدا کړي.
اوس چي زموږ په هيواد کي الله پاک اسلامي نظام حاکم کړی دی مشران بايد په ګمارنو کي د ډېر دقت څخه کار واخلي، داسي خلګ چي په فساد کي روبدي وي بلکي فساد زيږوي هغوی ته مسئوليت ورنکړي.
دا يقيني خبره ده چي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او نظام هم د ټولو ګډ نظام دی خو هيڅ وخت بايد د خپل کور او نظام واګي دداسي چا په لاس ورنکړل سي چي نظام بدناموي، نظام تخريبوي او د نظام تر چتر لاندي فساد او درغلي ترويجوي.
زما په آند کمونستان، پرچميان، خلقيان، شعله يان او سيکولران هغه خلګ دي چي هيڅ وخت باور ورباندي نسي کېدلای.
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net