پوښتنه: که څوک پر لمانځه ولاړ وي، پر څنګ يې کوچنی ورسره ولاړ وي او د هغه کالي مردار وي نو دده لمانځه ته خو به کوم تاوان نه رسوي؟
د پوښتني کوونکي نوم: مطيع الله
جواب: که د لمانځه کوونکي خپلي جامې پاکي وي هغه ته د بل چا د کالو نجاست کوم تاوان نه رسوي ، البته که د امام جامې ناپاکي او مرداري وې نو د مقتديانو لمونځونه هم نه صحیح کیږي ځكه د امام د لمانځه په فاسد كيدلو د مقتديانو لمونځونه هم فاسد كيږي البته د مقتدي د لمانځه په فساد د امام لمونځ نه فاسد كيږي .
د تعلیم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه