تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مطلبي ملګري نښي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 11, 2020
  0

ژباړه: اصیل زارع


د کومو خلکو سره چي يوازي خپل د ځان او ګټي په اړه فکر ورسره وي او چي د خپل تاوان پرته یې د بل تاوان په نظر کي نه وي، داسي خلګ مطلبي انسانان بلل کيږي ځکه دداسي ملګرتيا هدف يوازي تر کار او ګټي پوري منحصر وي.


څنګه پوهېږی چي څوک مطلبي دی؟


۱– داسي خلک همېش خپل ځان مظلوم ښيي. د هغوی ټوله کوښښ دا وي چي څنګه نور خلک په درواغو او فريب سره پر ځان مهربانه کړي.


همېش يې په خوله کي دا خبري پرته وي چي زما سره  خلکو دېر بد کړي دي او د خلکو بد را څخه راځي مګر حقيقت دا وي چي دوی غواړي خلک په ځان باندي مهربانه کړي او د خلکو څخه خپله ګټه پورته کړي.


۲– داسي خلک ستاسو مخته تل ستاسو صفت کوي او په خوږو خبرو مو ځانته جذب کوي. يعني دوی کوښښ کوي چي  په څو لفظونو باندي دوی ځان پر بل انسان ګران کړي.


۳– ځيني وخت کېدای سي مطلبي اشخاص تر تاسو په رتبه او پيسو لوړ وي (ځيني وخت تاسو هغه هنر لرئ کوم چي نور يې نه لري) داسي اشخاص په تاسو باندي خپل مقصد پوره کوي او تاسو ته هيڅ ونډه نه درکوي.


۴– داسي خلک ستاسو عزت نه بلکي د هغه څه عزت کوي کوم چي تاسو يې لری. کېدای سي تاسو يو ښه تاجر، ښه سرمايه داره او ښه ماهره ياست، خو دوی تاسو ته نه بلکي ستاسو هغه مادياتو ته ګوري. دوی ستاسو د هغه مهارت عزت کوي، نه ستاسو!


۵– داسي خلک هره موضوع د ځان په ګټه فيصله کوي. په بېلا بېلو خبرو باندي غواړي ځان صحيح او نور غلط ثابت کړي.


۶– کله چي  تاسو د هغوی مقصد پوره کړی، د مقصد پوره کېدو وروسته دا خلک ستاسو هغسي عزت نه کوي لکه څنګه چي يې د کار تر مخه کوی، بلکې کېدای سي تاسو هېر کړي.


۷– داسي خلک سست او لټ وي، غواړي د دوی هر کار نور خلک سرته ورسوي. غواړي په ارامه خوراک، څښاک او ژوند تېر کړي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته