لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عن سالم بن عبد الله عن أبيه قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ثلاثة لا ينظر الله عز و جل إليهم يوم القيامة العاق لوالديه والمرأة المترجلة والديوث وثلاثة لا يدخلون الجنة العاق لوالديه والمدمن على الخمر والمنان بما أعطى.[سنن نسائي2562]
ژباړه: سالم بن عبدالله د خپل پلار څخه روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: درې نفره دي چي الله تعالی د قيامت په ورځ په نظر د رحمت ورته نه ګوري: هغه څوک چي خپل مور او پلار يې آزار کړيوي، هغه ښځه چي د نارنيه وو سره ځان مشابه کوي او دووث(هغه څوک چي ښځه يې په خوښه بې حيايي کوي)؛ او درې نفره دي چي جنت ته نه داخليږي: د مور او پلار آزاروونکی، د شرابو دوامداره څښونکی او پر خلګو احسان اچوونکی.
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net