د ناروغی څخه د ځان ساتني او شِفا اسانه لاري
لیکنه: علي الله متوکل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
• د زمزم اوبه و څيښئ. نبوي ارشاد دی: د زمزم اوبه چي د کوم مقصد لپاره وڅيښل سي، هغه پوره کيږي. د رسول الله بل ارشاد دی: زمزم اوبه که د خوراک په نیت و څيښل سي، نو د خوراک کار کوي او که د ناروغی لپاره و څيښل سي، نو روغتیا به و مومی.
بل حدیث کي راځي: د نړۍ پر مخ تر ټولو غوره اوبه د زمزم اوبه دي.
• په کوم لوښي کي چي خوراک کوی، خوراک مو له خپلي خوا څخه وکړی، د لوښي له منځ څخه یې مه کوی. نبي علیه السلام فرمایي: د خوراک پر وخت د لوښي له منځ څخه خوراک مه کوی، بلکي له خپلي خوا څخه یې وخوری، ځکه برکت د لوښي پر منځ باندي نازلیږي.
دلته د برکت په کلیمه کي ډېر څه نغښتي دي؛ برکت دلته په خوراکي توکو کي د زیاتوالي او یا په لږ څه د ښه مړېدلو په معنی دی.
• که په کور کي مو زیات خلک وي، نو د هغوی سره یوځای په ګډه ډوډۍ وخوری. نبوي ارشاد دی: په ګډه ډوډۍ وخوری او د الله د نوم په یادولو سره ډوډۍ وخوری. په دې کي الله ستاسو لپاره برکت اچوي.
بل ځای فرمایي: په ګډه خوراک وکړی. یوازي یوازي یې مه خوری. الله په یوځای والي کي برکت ایښی دی.
• د ويدېدو پر وخت په اثمد رانجو باندي سترګي ووهی. د رسول حدیث دی: د ويدېدو پر مهال د اثمد رانجه په سترګو ووهی. دا ستاسو لید زیاتوي او باڼو ګان راشنه کوي.
د غوا شيدې و څيښی. نبوي حدیث دی: تاسو د غوا شیدې و څيښی. هغه له هري وني څخه خورک کوي. دا شیدې د هري ناروغی لپاره شِفا ده. او د غوا غوړي غوره دوا ده.
• سیاه دانه وخوری. د نبي علیه السلام وینا ده: د سیاه دانې خوړل پر ځان لازمي کړی، ځکه پدې کي بغیر له مرګ څخه د هري ناروغی شِفا موجوده ده.
• د زیتون غوړي وخوری او د درد ځای په ووهی. د رسول الله ارشاد دی: د زیتون غوړي په خوړو کي وکاروی او په بدن باندي یې ووهی، ځکه دا غوړي له برکت لرونکي وني څخه لاسته راځي.
• عجوه خرما وخوری. نبوي حدیث دی: عجوه جنتي خرما ده او د هغه چا لپاره چي جادو په سوی وي، شِفا ده . په بل حدیث کي راځي: کوم څوک چي سهار په نهاره اووه دانې عجوه خرما وخوري، نو پر هغه به جادو او زهر اغېز و نه کړي.
• د عسلو څخه زیاته ګټه واخلی. الله تعالی فرمایي:
فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ (سورة النحل ۶۹)
ژباړه: په دې کي خلکو ته شفا ده.
• په درو ساوو د اوبو څښل عادت کړی. هر ځل خوله له ګیلاس څخه لیري کوی. صحیح حدیث کي راځي: رسول صلی الله علیه وسلم به اوبه په درو ساګانو څيښلې او ویل یي: داسي څيښل ښه دي، ګټور دي او تنده ماتونوکي دي .
• په هغه لوښو کي چي څيښاک یا خوراک وي، سر یې پټ کړی. نبوي لارښوونه ده: د خوراک د لوښو او ژیانو (د څيښاک د لوښو) سرونه پټ کړی،ځکه په کال کي یو ځل وبا راښکته کیږي او پر هغه لوښو باندي چي سر یې نه وي پټ، اغېز کوي.
• حجامه (له بدن څخه خرابه او فاسده وینه ایستل) وکړه. د رسول الله وینا ده: د علاج کولو لپاره غوره څه د حجامې کول دي.
او همدارنګه فرمایي: د معراج په شپه چي زه د ملائکو د کومي ټولۍ سره تېرېدم، هغو ټولو راته وویل: ای محمده! د حجامې کول پر ځان لازم کړه .
مأخذونه:
سنن ابن ماجه، کتاب الاطعمه
سنن ابن ماجه، کتاب الطب
جامع ترمذی، کتاب الطب
جامع ترمذی، کتاب الاطعمه
سنن ابو داؤد، کتاب الاشربه، باب: فی الساقی متی یشرب
صحیح مسلم، کتاب الاشربه