تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طالب العلم لپاره تقوی څومره مهمه ده؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 25, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  

 

د طالب العلم لپاره  تقوی څومره مهمه ده؟ 

 

دا چي علم د الله جل جلاله صفت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم میراث دئ، که څوک غواړي چي د علم طلب وکړي او د علم دا لوی او عظیم مقام لاس ته راوړي او د ښو او نېکو طالب العلمانو او علماوو څخه و ګرځي او د خپل علم د حاصلولو تر څنګ یې عمل هم کړی وي، باید په خپل ژوند کي تقوی او پرهیزګاري وکړي، تقوی، پرهیزګاري او د الله جل جلاله څخه بیرېدل د هر مسلمان لپاره لازمي ده، بالخصوص د طالب العلم لپاره، ځکه بغیر د تقوی او پرهیزګارۍ څخه د علم حاصول او بیا د هغه څخه ګټه اخيستل ستونزمن کاردی، طالب العلم باید تقوی ولري او د هر ډول داسي کارونو څخه چي سبب ددي کیږي چي تقوی لمنځه ولاړه سي، پرهیز وکړي او ځان ورڅخه لېري وساتي، زموږ د سلفو صالحینو او بزرګانو تاریخ دي وګوري چي هغوی د علم سره سره څومره تقوی درلودل، څومره یې د تقوی څخه نور خلک متأثره وه. تقوی ددې سبب کیږی چي یو طالب العلم دي خپل د علم څخه ډيره ښه ګټه او فائده ترلاسه کړي او دده علم دي و دته په آینده کي ښه سرمایه سي. 
 تقوی څه شی ده ؟ 


تقوی ځان ساتلو او پرهیز کولو ته ویل کیږي، د تقوی اصلي مقصد دادی چي الله جل جلاله تا په هغه څه کي ونه ویني چي ته یې ورڅخه منعه کړی یې، تقوی د ګناهونوڅخه ځان ساتل، د ګناهونو پرې ښودل، دالله جل جلاله نافرماني نه کول، د حرامو او شبهاتو څخه ځان ساتل او هر هغه کار نه کول چي په سبب یې الله جل جلاله ناراضه کیږي، تقوی د خلکو سره ښه ژوند او رویه کول، خلک نه ازارول، چاته بد نه ویل، خلک په بدو کارونو نه امر کول، خلک نه خندول، فسق، ټوکي او مسخرې نه کول او د الله جل جلاله څخه په حقه بیره سره بیرېدل.


 طالب العلم څنګه تقوی وکړي؟ 


طالب العلم باید خامخا تقوی او پرهیزګاري وکړي، طالب العلم باید د نورو خلګو په نسبت د الله جل جلاله څخه ډیر وبیرېږي، طالب العلم دي ګناه نه کوي، په هیڅ حالت کي دي ګناه ته لاس نه اچوي او هر قسم ګناه چي وي ځان دي په کلکه ورڅخه وژغوري، ځکه علم نور دی او ګناه کول د الله جل جلاله نافرماني ده، نو نور پداسي زړه کي نه یوځای کیږي چي د الله جل جلاله نافرکاني پکښي وي، طالب العلم دي د خپلو ملګرو سره ښه ژوند، ښه ګوزاره او ښه اخلاق وکړي او خپلو ملګرو ته دي ازار او اذیت نه رسوي، د طالب العلم لپاره تقوی داهم ده چي د خپل کتاب، استاد او ملګري احترام وکړي او د بې احترامۍ څخه یې ځان وساتي، طالب العلم دي فسق، فساد، مسخرې، ټوکي، بدې خبري، ښکنځل، چاته بدو رد ویل او د اټکلي خبرو څخه ځان وساتي او پرهیز دي وکړي، طالب العلم دي خپل صورت او سیرت پر سنت برابر کړي او ځان دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنتو برابر کړي او د فاسقانو، نااهلو او غربې موډ او فیشن څخه دي لېري ګرځي، نوبه متقي او پرهیزګاره ورڅخه جوړ سي او الله جل جلاله ته به نږدې سي.


 د طالب العلم لپاره د تقوی کولو ګټي او فائدې 


۱ نور خلک ځنې متأثره کیږي او دده نېک عادات په ځان کي راولي؛


۲ په ټولنه کي او د خلکو په مینځ کي دروند او لوړ شخصیته ښکاري؛


۳ په تقوی باندي د انسان شخصیت ساتل کیږي؛


۴ الله جل جلاله ورڅخه راضي کیږي؛


۵ رزق او روزي به یې الله جل جلاله دداسي ځایه څخه ورکړي چي دده ګمان به نه کیږي، رزق به یې پراخه وي چي په نتیجه کي به د بل چا د محتاجۍ څخه خلاص وي؛


۶ د خلګو د بدو ګمانونو او بدو خبرو څخه به په امن کي وي؛


۷ ذهن به یې پراخه وي او حافظه به یې قوي وي، ځکه څوک چي تقوی کوي ګناه نه کوي نو خود به یې زړه پاک او ذهن به یې خلاص وي، نو په نتیجه کي به یې درس، مطالعه او کتاب ژر زده کیږي او ذهن ته به یې ژر لویږي؛


۸ د عالم او متعلم لپاره د تقوی بله فائده داده چي د درس په وخت کي به یې په خبرو کي تأثیر وي او په خبرو به یې د خلکو سر ژر خلاصیږي او نورو ته به افهام ژر ورکولای سي؛


۹ عبادتونه به یې په ښه طریقه سره وي، ځکه چي تقوی کول خپله سړی دې ته هڅوي چي عبادتونه او لمونځونه په ښه طریقه سره اداء کړي؛


۱۰ د تقوی به سبب به یې په علم کي ترقي او پیشرفت راځي او په سینه کي به یې علم پراخیږي؛


۱۱ په آینده کي به د نورو لپاره یوه نمونه او یو مثل یې او نور طالب العلمان او خلک به دده د عاداتو پسي اقتداء کوي؛


۱۲ په دنیا او آخرت کي به الله جل جلاله ورته کامیابي، سوکالي او نیکمرغي ور په نصیب کړي.


 د تقوی د فضیلت په اړه په قرآن کریم کي د سورة طلاق په ۲ او ۳ نمبر آیتونو کي راځي: 


وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ.


ژباړه: او څوک چي د الله جل جلاله څخه وبیرېږي، الله جل جلاله به دده لپاره ځای د وتلو وګرځوي او د ته به دداسي ځایه رزق ورکړي چي دی به یې ګمان نکوي.


او همداراز الله جل جلاله د سورة التغابن په ۱۶ نمبر آیة کي فرمایي: فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ؛ ژباړه: د الله جل جلاله څخه وبیرېږئ څومره چي مو په توان وي.


نو دا معلومه سوه چي تقوی د انسان په ژوند کي مهم شی دی او هر انسان باید متقي وسي بالخصوص بیا عالم او طالب العلم.


 په ابن ماجه کي راځي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : سُئِلَ النَّبِيُّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ ، مَا أَكْثَرُ مَا يُدْخِلُ الْجَنَّةَ ؟ قَالَ : التَّقْوَى ، وَحُسْنُ الْخُلُقِ ، وَسُئِلَ مَا أَكْثَرُ مَا يُدْخِلُ النَّارَ ؟ قَالَ : الأَجْوَفَانِ : الْفَمُ ، وَالْفَرْجُ.


ژباړه: د حضرت ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایې: د نبي علیه الصلاة والسلام څخه پوښتنه وسوه ډیر هغه شی چي خلک جنت ته داخلوي څه شی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: تقوی او نېک اخلاق، او پوښتنه وسوه ډیر هغه شی چي خلک اور ته داخلوې څه شی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: اجوفان: یعني خوله او فرج. سنن ابن ماجه, باب الزهد.


یعني تقوی او نېک اخلاق هغه شیان دې چي په سبب یې خلک و جنت ته داخلېږي او خوله او د انسان فرج هغه شیان دي چي په سبب یې خلک اور ته داخلېږي، ځکه په خوله باندي بد الفاظ وایې، غیبت او ګناه کوي او په فرج باندي هم دغه شان ګناه او حرام کوي.


 خلاصه او پایله


طالب العلم وروره او خوري په هر کار کي تقوی او پرهیز ګاري وکړئ، د هر کار په کولو کي د الله جل جلاله څخه وبیرېږئ او د ځانو څخه متقي او پرهیزګاره جوړ کړئ.


که غواړئ چي الله جل جلاله په دنیا او آخرت کي درڅخه راضي سي او  په ژوند کي دې نېکمرغي، سوکالي او خوشحالي په نصیب سي او په ټولنه کي یو ستر شخصیت واوسې؛ نو تقوی مه پرېږده او د ژوند په چارو کي ئې عملي کړه.

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته