نبوي سیرت (۷۶ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ابوبکر او عبدالله بن مسعود رضی الله عنهما قربانۍ
د هغو مسلمانانو د جملې څخه چي د اسلام په سبب وهل سوي او آزار سوي دي يوه هم د بني مُأمِّل يوه مينځه ده او دې ته چا عذاب ورکاوه؟ عمر بن الخطاب، حضرتِ عمر رضی الله عنه چي هغه وخت نه ؤ مسلمان سوى دغه کار يې په خپله خوښه او د ثواب د پاره کاوه، ځکه نه دئ د دې مالک ؤ او نه دا د ده د قومه څخه وه، کوم وخت چي به عمر رضی الله عنه د خپلو کارو څخه فارغه سو نو به ورغلى او دې ته به يې وهل او عذابونه ورکول، دا به په صبر وه، تر هغو به يې وهل چي ستړى به سو او بيا به يې ورته و ويل: زه معذرت غواړم چي ستا وهل را څخه پاته سوه او په دې سبب مي پريښوولې چي زه ستړى سوم که نه دا مي خوښه وه چي نوره دي هم و وهم، هغې مسلماني مينځي به ورته و ويل: دا هم د الله جل جلاله کار دى چي ته يې ستړى کړې، نو په دغه ورځ به يې پرېښوول او سبا به بيا د دې د وهلو د پاره ورغلى او وهل به يې ورکول، عمر رضی الله عنه د مسلمانانو هغه ډير شديد دښمن ؤ، په ټولو قريشو کي د مسلمانانو سخت او شديد دښمنان دغه دوه نفره وه، چي يو يې: ابوجهل او بل يې: عمر بن الخطاب ؤ او دغه مينځه هم ابوبکر رضی الله عنه رانيول او آزاده يې کړل.
مشرکانو به ځيني اصحابِ کرام د اوښ يا غوايي په پوست کي و پېچل او بيا به يې د غرمې په شديده ګرمي کي پر سره رېګ واچول او په ځينو به يې د اوسپني زغره واغوستل بيا به يې پر تودو ډبرو پرې ايستل.
هغه کسان چي د الله جل جلاله په لار کي عذابونه ورکول سوي دي ډير زيات دي او د دوى قصې زړه دردونکي دي (که نه يو څوک دي د دغو عذابو تصور پرخپل ځان وکړي) قريش چي به د هر چا په اسلام خبر سوه هغه به يې د مسلمانېدلو څخه منعه کاوه او عذابونه به يې ورکول.
دا خو درته معلومه ده چي حضرتِ ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه د اولي ورځي څخه و اسلام ته په دعوت شروع وکړه او هميشه به يې د اسلام اظهار او اسلام ته دعوت کاوه، مګر قريشو د دې کار څخه منعه کاوه، قريشو هيڅوک نه پريښاوه چي اسلام ته دعوت او بلنه وکړي، خو ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه عزم کړى ؤ چي هميشه به د الله جل جلاله و دين او اسلام ته بلنه کوي او په هره واسطه سره چي وي اسلام بايد نشر او ښکاره کړي، نو يوه ورځ يې د کعبې شريفي سره په لوړ آواز د قرآن مجيد په ويلو شروع وکړه او وايي يې، قريشو بيا د ده په وهلو شروع وکړه، ډير سخت او شديد وهل يې ورکړه، سره د دې چي ابوبکر رضی الله عنه د قريشو د اشرافو څخه هم ؤ، خو قريشو صبر نه ورته وکړى او دومره يې و واهه چي ويني پر بهېدلې، د سر څخه يې پر مخ او شا دومره ويني را وبهېدې چي مخ يې د څټ څخه نه معلومېدى، چا چي به ورته کتل نه پوهېدى ؟
بل هغه څوک چي د اسلام او دعوت اظهار يې کاوه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ؤ، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ډير ضعيفه، ډنګر او کوچنئ سړئ ؤ، دومره ډنګر ؤ چي خلكو به د ده پر ډنګرتيا او نريو پښو خندل (د ده تر ډنګرتيا پوري يوه قصه ده) يو وخت (دا بيا وروسته په مدينه منوره کي) عبدالله بن مسعود د خرما درختي ته وختى، رسول اللهﷺ او اصحابِ کرام هم ناست وه، د ختلو په وخت کي د عبدالله رضی الله عنه د پښو پنډۍ ښکاره سوې، اصحابِ کرامو چي دا د ده وچي او نرۍ پنډۍ وليدې ويې خندل، رسول اللهﷺ و فرمايل: آيا تاسي د عبدالله پر ډنګرتيا خاندى؟ په والله د ابن مسعود پښې په ترازو کي د اُحُد تر غره درنې دي، نو دغه کوچني، ډنګر او ضعيفه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه هم په ښکاره سره خپل اسلام اعلاناوه، يوه ورځ يې د کعبې شريفي سره سورة الرحمن په لوړ آواز وايه، قريش پر را ټول سوه او د ده په وهلو يې شروع وکړه، دئ قرآن مجيد وايي او قريش يې وهي چي چپ سه بسته، مګر ده رضی الله عنه وايه، په دغو وهلو او ټکولو کي يې هم د قرآن مجيد تلاوت نه پرېښاوه، ترڅو چي سورة الرحمن يې پوره و وايه او هغو هم ډير وهل ورکړه، بيا نو رسول اللهﷺ ته ورغلى، رسول اللهﷺ ورته و ويل: دا دي په ځان څه وکړه؟ ده ويل: يا رسولَ الله! که دي خوښه وي سبا يې بيا وايم، د اصحابِ کرامو زړو ته ايمان ننوتلى ؤ، او دا يې هغه ايماني جوش او جذبه وه چي په هر حالت کي یې خپل اسلام ښکاره کاوه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند