طاعون (وباء) یا کرونا وایرس د اسلام له نظره
لیکنه: عبدالسلام (حنفي)
د اسلام له نظره طاعون ( وباء ) څه شی ده؟
د اسلام له نظره طاعون ولي رامنځ ته کیږي؟
د اسلام له نظره د طاعون علاج څه دي؟
د اسلام له نظره مخکي د طاعون خبر ورکول څه حکم لري؟
نو راځو اول په دې باندي بحث کوو چي د اسلام له نظره طاعون یا وباء څه شی ده نو د پیغمبر صلي الله علیه وسلم په احادیثو کي راځي چي طاعون د پیریانانو د باطني تصرف څخه دي چې اثر يي د جسد په ظاهر باندی هم ښکاره شي. چې روایت د دې حدیثو عبدالرزاق په خپل مصنف کې ابن ابي شیبه او امام احمد په خپلو مسندونو کې ابن ابي الدنیا. او بزار. او ابویعلي. او الطبراني وغیره نورو محدثینو په خپلو کتابونو کي رانقل کړي دي.
ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې وايي چې طاعون د پیریانانو د باطني تصروف څخه رامنځ ته کیږي. او کوم چې طبیبانو د دې سبب بیان کړي دي چې د هوا خرابي ده نو کله چې د الله جل جلاله نهر راشي نو د عقل نهر باطل دي. (خو لیکن امکان يي سته چې رسول الله صلي الله علیه وسلم د طاعون معنوي سبب بیان کړي وي او طبیبان يي ظاهري سبب بیانوي نو به هیڅ تعرض نه رامنځ ته کیږي)
اوبل دا چي طاعون ولي رامنځ ته کیږي . نو الله جل جلاله په قران کریم کي فرمايي. (وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ ) سورة الشوري 30 آیات. ژباړه: او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسيږي. نو په سبب د هغو کارونو چې ستاسو لاسونو کړي دي او ډیر ګناهونه الله جل جلاله درته معاف کوی.
او رسول الله صلي الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کي فرمايي: چې په هر قوم کې چي کله فحشاء او ناروا کارونه په ښکاره باندي ترسره کیږي نو الله جل جلاله په هغه قوم کې طاعون (وباء ) او داسي مرضونه خپاره کړي چې د دوي په مخکینو خلګو کي نه وي تیر شوي، ابن ماجه . حدیث . ۴۰۱۹ . شعب الایمان البیهقي. ج ۳ صــ ۱۹۷ .
او په بل حدیث کې راځي چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې په یوه قوم کي ناروا کارونه په ښکاره توګه ترسره کیږي نو الله جل جلاله په هغه قوم مرګ مسلط کړي. ابو یعلي في مسند حدیث نمبر ۴۹۸۰ . ج ۸ صــ ۳۹۶ حاکم في مستدرک . ج ۲ صــ ۳۴۶ . والبیهقي في السنن الکبري. ج ۳ صـــ ۳۴۶ .
او په بل حدیث کې راځي کله چې په کوم قوم کې زنا او قتل ډیر شي نو طاعون پري راځي. حاکم في مستدرک .ج ۴ صـــ ۵۰۳
د اسلام له نظره د طاعون علاج ممکن دي او کنه نو علماوو په دې کې اختلاف کړي دي. ځیني علماء وايي چې د طاعون مرض ته دوا فایده نه رسوي. زاد المعاد ابن قیم . ج ۴ صــ ۳۳ .
او ځينی علماء بیا وي يي چې د طاعون علاج ممکن دي. ځیني شیان يي ذکر کړی دي. لکه د بحر یا ویالو غاړو ته تلل. چې د طاعون په له منځه وړلو کي مرسته کوي. الواعون في اخبار الطاعون للسیوطي. صــ ۲۱۷ .
او عموم د حدیثو ته چې وګورو نو تداوي طاعون ته ګټه رسوي. لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې فرمایلي دي. تاسو دوا کوئ ځکه الله جل جلاله هیڅ مرض نه دي پیدا کړي مګر الله جل جلاله يي دوا هم پیدا کړي ده مګر یواځي مرګ دې چي دوا يې نسته. احمد في مسنده. ج ۴ صــ ۲۸۷ حاکم في مستدرکه .ج ۱ صــ ۲۰۹
او همدارنګه ځیني علماؤ ویلي دي چي د وباء په وخت کي باید له بدن څخه فضلي مواد خارج کړئ. او کمه ډوډي خورئ او امام شافعي رحمه الله وايي چې د طاعون له منځه وړلو لپاره د بنفسج ګل باندي ځان غوړول او چښل يي ډیره فایده لري. او ابن سیناء وايي چې د نارنج یا لیمو پوستګي استعمالول د هوا فساد له منځه وړي. چې د ده په نزد طاعون هم د هوا د فساد په سبب رامنځته کیږي. او ځیني بیا وايي چې د غوا غوړي په هغه کس چې طاعون نیولي وي ورباندي توی کړي ډیره ګټه ورته کوي. ابو حامد نجیب الدین السمرقندي وايي چې هر سهار د حماض. اترج. نارنج. لیمو. مڼې. انار اوبه چښل ډیره فایده رسوي. الجامع المفردات الادویة البیطار. ج ۲ صــ ۲۷۷ ما یفعله الاطباء والداعون بدفع شر الطاعون. صــ ۴۴
او همدارنګه یخي اوبه چښل د وباء په مخ نیوي کې مرسته کوي. او هغه ګرمي له منځه وړي چې د وباء څخه رامنځ ته کیږي .
او د دې شیانو تر څنګ اذکار، دعاګاني، عاجزي، صدقه او د قران کریم تلاوت کول ډیر تأثیر کوي خو بیا هم چې کله د الله تعالي قضاء او فيصله وسي بیا د انسان زړه د دې ټولو شیانو څخه غافله سي. نو کله چې تا ته دا خبره معلومه سوه چي په طاعون کې د پیریانو اثر هم سته، نو په دې باره کې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: چې شیطان د هغه کور څخه تښتي په کوم کور کې چې سورت البقره تلاوت کیږی. مسلم. حدیث نمبر ۱۸۲۱ کتاب الصلوة باب استحباب صلاة النافلة في بیته
او همدارنګه په بل حدیث شریف کي راځي، چا چې هره ورځ إلهَ إلاَّ اللَّه وحْدهُ لاَ شَرِيكَ لهُ، لَهُ المُلْكُ، ولَهُ الحمْدُ، وَهُو عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِيرٌ، سل واري ووایه نو تر ماښامه به د شیطان له شر څخه په امن کې وي. البخاري حدیث نمبر . ۳۲۹۳ .
اوهمدارنګه کله چي تاسو یوه ځاي ته ځي نو دا کلمات وواياست تر څو چي تاسو له هغه ځاي څخه بیرته نه ياست راګرځیدلي تر هغه وخته به له هر شر څخه په امن کي ياست. هغه کلمات دادي أَعُوذُ بِكلِمَاتِ الله التّامّاتِ مِن شَرّ مَا خَلَقَ. مسلم حدیث نمبر ۶۸۱۷ کتاب الذکر والدعا ، او امام شافعي . رحمه الله وايي چي د طاعون ( وباء ) لپاره بهترینه دوا ډیر تسبیح ویل دی. حلیة الاولیاء . ج ۹ صــ ۱۳۶
او بعض عارفین وايي چي د طاعون ( وباء) د دفع لپاره د یونس علیه السلام دعاء چې څوک ۱۳۶ ځلي ووايي. الله جل جلاله به يي د وباء څخه وساتي . هغه دعاء داده. لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ. شان الدعاء للخطابي. صــ ۲۵ و تفسیر ابن کثیر. ج ۱ صــ ۱۴۰
او امام الزرکشي وايي چې بعضي سلفو به د طاعون په وخت کي تر هر فرض لمانځه وروسته دغه دعاء ډیره کوله (اللهم انا نعوذبک من عظیم النبلاء في النفس والاهل والمال والولد الله اکبر الله اکبر الله اکبر مما نخاف ونحذر الله اکبر عدد ذنوبنا حتي تغفر اللهم کما شفعت فینا نبینا محمدا صلي الله علیه وسلم فأمهلنا وعمر بنا منازلنا ولا توخذنا بسوء افعالنا ولاتهلکنا بخطایانا یا رب العالمین)
او بعضو علماوو څه نوري دعاګاني هم ذکر کړي دی.
او د الله جل جلاله په اسماء الحسنی کي د طاعون د دفع کولو لپاره د المؤمن نوم چې څوک هره روځ ۱۳۶ ځلې لولي. نو د طاعون ( وباء) له مرض څخه به په امن کې وي. او همدارنګه د الحکیم نوم ۸۸ ځلي لولي. او الحفیظ جل جلاله هره ورځ ۱۸۷ ځلي لولي او همدارنګه الرقیب جل جلاله ۳۰۰ ځلي لولي.
او څلورمه خبر موږ په شروع کي دا کړي وه چې د طاعون په اړه مخکي خبر ورکول لکه نن چي ځیني خلک وايي چي د کرونا په اړوند مخکي له ساینس پوهانو خبر ورکړی وو د دې حکم څه دي؟
نو په دې اړه د اسلام حکم دادي چې ستوري پیژندونکي چې د طاعون یا وغیره نورو امراضو په اړه مخکي خبر ورکوی. دا ټول د اسلام له نظره دورغ او بهتان ویل دي. او د اسلام له نظره د دوی تصدیق کول هم صحیح نه دی. او څوک چي د دوي تصدیق کوي هغه احمق او داسلام څخه ناخبره کس دی. ځکه الله جل جلاله فرمايي: (عالِمُ الْغَيْبِ فَلا يُظْهِرُ عَلى غَيْبِهِ أَحَداً ، إِلَّا مَنِ ارْتَضى مِنْ رَسُولٍ) سورة الجن ۲۶ . ۲۷
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هم د احادیثو په کتابو کي د جادوګرانو د تصدیق په اړه سخت وعیدونه رانقل شوي. مسند احمد . ج ۲ صــ ۴۲۹ . المجمع الزوائد . ج ۵ صــ ۱۱۸ .
او عبدالله ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چا چي د ستورو د علم زده کول زده کړل نو ده د سحر د علم څخه څه برخه تر لاسه کړله. مسند احمد . ج ۱ صــ ۲۲۷ ابوداود . کتاب الطب . حدیث نمبر ۳۹۰۵