لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة طه لنډه پيژندنه
سورة طه مکي سورة دئ، د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۰ سورة دئ.
سورة طه ۱۳۵ آية او ۸ رکوع لري.
عبدالله ابن مسعود (رضي الله عنه) فرمايلي دي چي: سورة بني اسرائيل، سورة الکهف، سورة مريم، سورة طه او سورة انبياء د بهترينو پخوانيو او اوليه سورتونو څخه دي چي ما حفظ کړي دي. (بخاري شريف - ۴۹۹۴)
د ابو امامه (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: د الله (عزوجل) اسم اعظم په سورة البقرة، سورة ال عمران او سورة طه کي موجود دئ. (صحيح ابي داود - ۱۳۴۱)
په سورة طه کي لاندي بيانونه ذکر سوي دي
۱- د الله (رب العزة) وحدانيت او الوهيت؛
۲- د حضرت موسی (عليه السلام) قصه چي کله دی مبارک په پيغمبرۍ مبعوث کېدی؛
۳- سيدنا موسی (عليه السلام) او د فرعون تر منځه خبري او مجادله؛
۴- د ساحرانو او جادوګرانو ايمان راوړل؛
۵- د فرعون او د فوج د غرقېدلو بيان؛
۶- د حضرت موسی (عليه السلام) ملاقات د څلويښت ورځو له پاره د الله (عزوجل) سره؛
۷- سامري د سرو زرو څخه د غوايي بچی (يعني ګېله ګی) جوړ کی تر څو عبادت ور ته وکي؛
۸- د قيامت د ورځي بيان؛
۹- د حضرت آدم (عليه السلام) او د ابليس قصه؛
۱۰- د تيرو قومونو هلاکت او د دوی سرغړونه.
په تفسير طبری، د قرآن کريم تفسير د (حضرت يوسف علی) په واسطه، او تفسير ابن کثير کي د سورة طه موضوعات په لاندي ډول ذکر سوي دي.
۱- دا کتاب (قرآن کريم) تذکره (يعني يادوري) ده د هغه کسانو له پاره چي د الله تعالی څخه بيرېږي.
۲- د راتلونکي ژوند په پرتله د دې دنيا ژوند يوه ورځ يا هم د ورځي د يوې برخي په اندازه ده.
۳- د سيدنا موسی (عليه السلام) واقعه چي د فرعون څخه د بني اسرائيلو د خلاصون په موخه را استول سوی وو.
۴- د الله تعالی مکالمه د سيدنا موسی (عليه السلام) سره، او د ده مبارک (عليه السلام) مشهوره دعا (قَالَ رَبِّ ٱشْرَحْ لِى صَدْرِى ...)، او د ورور (يعني هارون عليه السلام) له پاره د نبوت غوښتنه.
۵- د ساحرانو او جادوګرانو ايمان راوړل چي کله ئې د سيدنا موسی (عليه السلام) معجزه وليدل.
۶- د قيامت د ورځي بيان.
۷- دا کتاب په عربي ژبه را نازل سوی دئ، تر څو تاسو ښه په پوه سی او د علم د زيادت په موخه دا دعا واياست، (رب زدنی علما).
۸- د سيدنا آدم (عليه السلام) خلقت او د ابليس کبر او د سجدې کولو څخه انکار.
۹- د نورو سره د دنيا په ورکړه کي حسد مه کوئ.
www.taleemulislam.net