تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:د شق القمر معجزه
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 11, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۰۷ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د شق القمر معجزه

 

د کفارو سره د مسلمانانو ژوند تريخ ؤ او کفارو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه معجزې غوښتې، همېشه به يې ورته ويل: تا خو موږ ته هيڅ شئ نه دى را ښکاره کړى، لږ تر لږه ته يوه معجزه موږ ته را ښکاره کړه چي د هغې په واسطه موږ ستا پر رسالت اقرار وکړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: که سپوږمۍ دوه ځايه سوه تاسي ايمان راوړى؟ که ستاسي په حضور د الله عزوجل  په إراده او زما په اشاره سپوږمۍ دوه ځايه سوه تاسي د الله جل جلاله  پر وحدانيت او زما پر رسالت ايمان راوړى؟ کفارو ويل: هو، نو يې د مياشتي په پنځلسمه  شپه چي سپوږمۍ پوره او کامله وي د دغي معجزې وعده سره وکړه، د پنځلسم په شپه رسول الله صلی الله علیه وسلم  په منْى کي تشريف درلود او قريش هم د معجزې د ليدلو دپاره سره راټول سوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و سپوږمۍ ته اشاره وکړه  چي دوه ځايه سي او سپوږمۍ هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په اشاره سره دوه ځايه  سوه چي په عربي کي (شق القمر) ورته وايي، سپوږمۍ دوې ټوټې سوه يوه حصه يې د غره و يوه طرف ته ولاړه او بله حصه يې د غره و بل طرف ته، د سپوږمۍ د دوو حصو په منځ کي غر راغلى.


 کفار ورته ګوري دا معجزه يې وليدل بيا يې هم ايمان نه را وړى او ويل يې ته ساحر يې، منکره کفار تر دغه زيات څه شي غواړي؟ خو بيا هم حق ته سحر وايي، الله جل جلاله  د سورة القمر په اولنيو آياتو کي فرمايي:

اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ ﴿القمر: ١﴾ قيامت را نژدې سو او سپوږمۍ دوه ځايه سوه،

وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ ﴿القمر: ٢﴾ که دغه کفار د الْهي قدرت يو دليل او علامه و ويني مخ ځني واړوي او وايي: دا پخوانئ قوي سحر دى

وَكَذَّبُوا وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ وَكُلُّ أَمْرٍ مُّسْتَقِرٌّ ﴿القمر: ٣﴾ او دوى حق درواغ بولي او د خپلو خواهشاتو متابعت کوي او هر کار پرخپل وخت کېدونکى دى، يعني: د دوى عذاب هم پرخپل وخت ورته را تلونکى دى، د دوى هلاک چي الله جل جلاله  په خپل علم کي ورته ټاکلى دى شا او مخ ته نه کيږي پرخپل وخت به ورته راسي.


دغه (شق القمر) لويه حادثه او نادره معجزه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل رسالت ورته ثابت کړی مګر کفارو بيا هم ايمان را نه وړى، د تاريخ ډير علماء لکه ابن کثير او داسي نور وايي: چي عربو به په دغه واقعه سره تاريخ ښووى، موږ د مخه هم درته ويلي وه چي عربو جنتري نه درلودل او کوم وخت چي به يوه لويه واقعه پيښه سوه په هغه سره به يې تاريخ ښووى، چي تر فلانۍ واقعې دومره کاله د مخه يا دومره کاله وروسته فلانئ کار وسو او د دغو لويو واقعو څخه کومي چي عربو تاريخ په ښووى د فجار جنګونه وه، د فيل کال ؤ او دغه شق القمر ؤ.

حتّْی په هندوستان کي هم دغه شق القمر وليدل سو، ډيرو خلكو په ډيرو ځايو کي دغه شق القمر وليدى، که دا سحر واى يواځي به هغو خلكو ليدلاى چي دالته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره موجود وه، مګر دا ليدل عام او لويه معجزه وه، ډيرو خلكو وليدل. 

 (دلته يوې مختصري تبصرې ته ضرورت سته)

هغه دا چي غربيان دغه خبره نه مني او وايي: زموږ په تاريخ کي د دغه شق القمر ذکر نسته نو نه دى پيښ سوى، د دغه انکار دپاره د دوى يواځنئ دليل دغه دى چي وايي موږ شق القمر نه دى ليدلى، مګر د شق القمر د نه پېښېدلو دپاره يواځي دغه دليل نه دى کافي چي وايي: موږ نه دى ليدلى، بلکه د شق القمر د اثبات دپاره ډير دليلونه سته.

 
اول: شق القمر د شپې ؤ او په ډيرو غربي ملکو کي د مطالعو د اختلاف په سبب ورځ وه او په ځينو ملکو کي نيمه شپه او خلك بيده وه او په ځينو ملکو کي اوريځ وه، که چيري بيا په ځينو ملکو او ځايو کي آسمان شين هم وي او خلك هم دباندي ناست وي دا ضروري نه ده چي هغو ټولو د آسمان و طرف ته کتل او سترګي يې د سپوږمۍ څخه و بل طرف ته نه اړولې.


دوهم: که آسمان شين هم وي او پر مځکه د سپوږمۍ رڼا هم وي، د سپوږمۍ په دوه ځايه کېدلو د هغې په رڼا کي کوم خاص فرق نه پيښيږي چي خلك دي ورته متوجه سي او دغه دوه ځايه کېدل فقط د څو ثانيو دپاره وه، ساعت او ډير وخت يې په بر کي نه دى نيولى، موږ وينو چي ډير ځله د سپوږمۍ تندره يا خسوف پيښيږي او تر ډيره وخته پوري دوام هم وکړي، خو بيا هم په مليونو انسانان نه په خبريږي، په تېره بيا په هغه زمانه کي چي د نن غوندي رصد خانې او نور آلات هم نه وه موجود، د خبر د نشرولو دپاره اخبار او راديوګاني هم نه وې، چي دا خبر نشر او شائع کړي، په هر حال په غربي تاريخ کي د دغه معجزې نه وجود د هغې د تکذيب او نه منلو دليل نه سي کېدلاى، خو په شرقي تواريخو کي د دغي معجزې ذکر سته، په هندوستان کي د (ماليبار) د مهاراجي د اسلام را وړلو سبب هم دغه د شق القمر واقعه سوه، لکه څرنګه چي مخ کي مو و ويل دا معجزه په قرآن کريم کي هم ذکر سوې ده. 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته