تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په ځیرک ډول دکارکولو(۹) لاري چاري
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  August 26, 2020
  0

په ځیرک ډول دکارکولو(۹) لاري چاري:

ژباړه: شیر احمد اغا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هر کار یا وظيفه په سختی نه ، بلکي په ځيرک ډول باید وسي.
موږ ټول هغه مخلوق یو چي یوله بل سره مختلف عادات او فکرونه لرو. موږ خپل ورځنی وظيفه بې له دې چي په باره یې کی یې فکر وکړو، په چټکی سره مخته وړلای سو.

 

د هر کس د وظيفې یا تجارت له مخي ، په عادي توګه دټولو کارونو د ترسره کولو لپاره کافي وخت نه وي موجود ، نو ځکه ویلای سو چي موږ عموما ً په خپل کار کي د شاته پاتي کېدلو احساس کوو.
ددې لپاره چي په خپل کار کښي ګټور ثابت سو ، پرته له دې چي د ډېر وخت لپاره کاروکړو ، په کار کي پر مهمو شیانو باندي په توجه کولو سره کولای سو په خپل کار کي ګټور واوسو.

لاندي نقاط به ان شا الله ، ودې هدف ته په رسېدلو کښي درسره مرسته وکړي:

 

۱ : فکري سپما وکړئ.
فرض کړی تاسي ته یوه مهمه دنده سپارل سوې ، دا چي له کمه ځایه څخه یې پیل وکړی ، طبعي ده چي مختلف نظرونه به مو فکر ته راځي ، چي په نتیجه کي شاید تاسي  ورته د کارونو سرته رسولو یو نوملړ جوړکړئ ، دا چي په دا ډول نوملړونو کښي کارونه ډير زیات وي ، نو په دې توګه مو زیات مشغول ، پریشان او په خپل کار کي له ګټور تمامېدو څخه راګرځوي. نو ددې پرځای ، له درو څخه تر پنځو پوري صرف هغه کارونه چي عاجل او مهم وي ، تمرکز وکړئ. کله چي داسي وکړئ ، په کار کي به د هوسايي او ګټور ثابتېدلو احساس وکړی.

 

۲ : دکارونو پر وخت نه ، پر نتیجه تمرکز  وکړئ. 
موږ ځیني وخت داپه نظر کي لرو چي د یو کار سرته رسول  څومره وخت په بر کي نیسي ، نه داچي له دغه کار څخه به څه لاسته راوړو.
مثلا ً: یو داسي کار کوی چي دورځي یوه مهمه برخه مو نیسي ، دا کار شاید تاسي خسته کړي او د ډيرو کارونو مخه مو هم ونیسي ، مګر که تاسي داغه کار پر څو برخو وویشئ ، وبه وینی چي په لږ وخت کي مو ډېر کار ترسره کړی دی.
څیړني ښيي چي :
*  وخت او مادي شتون ته پر اعمالو او نتیجو اهمیت ورکول د اندېښنې او بې کفایتی سبب کیږي.
* د زیات وخت لپاره و یو چوکی او مېز ته د کښینستلو د ضرورت اندیښنه ، یو کار ځای داسي جوړوي لکه یو تګلاره چي د ډيرو طبعي او اساسي قوانینو او مفکورو سره په ټکر کي وي.
* کله چي دماغ ستړی وي ، په ښه توګه کار نه کوي.
* کله چي تاسي له خپل توان څخه په زیات کار مجبور شی ، هغه څه چي ترسره کوی يې ، بد مو ورڅخه را ځي.

د کارونو پر نتیجو د تمرکز کولو یوه ساده اوجاري لاره دا هم ده چي د ترسره سویو کارونو یو نوملړ له ځانه سره ولری. وروسته له هغه چي د ترسره سویو کارونو یو نوملړ له ځانه سره ولری ، تاسي به و کار ته د توجه او پر مختګ احساس وکړی. پر ورځنیو کارونو بیا کتنه موقع در کوي چي خپلي لاسته راوړني ولمانځی او دخپل کار لپاره  اغېزناکي طرحي جوړي کړئ.

 

۳ : مناسب چلند وکړئ.
هغه کاري ډلي چي په کار کي مناسب چلند کوي ، په خپل کار کي ډېر اغېزناک ثابت سوي ، او د امکان په وخت کښي د هرډول نوښت په لور ګام اخلي .
د بل همکار سره د ضرورت په وخت کي په ښه زړه مرسته کوي او دناروغی په وخت کي هڅه کوي ترڅو د هغه مسؤلیتونو په ډېره ښه توګه ترسره سي. 
ددوی څخه داسي څه نه اورېدل کيږي چي دوی پکښي د خپل کار څخه ناراضه وي. 
علاوه پردې ، په ورځنی وظيفه يا تجارت کي ښه چلند مو مرسته کوي تر څو خپل کار ته غوره معیارونه وټاکی. او هغه فیصلې چي ستاسي پر بصیرت او اخلاص پوري اړه لري ، اسانه کړي. مناسبي فیصلې کول او په کاري چاپيریال کي د صداقت او ایمانداری دفضا رامنځته کول د ډيرو خلکو په آينده جوړولو کښي مرسته کوي.

 

۴ : په يوه وخت کښي څو کارونه مه ترسره کوئ.
موږ ټول په دې باور یو چي کولای سو په یوه وخت کښي څو کارونه ترسره کړو ، مګر انسانان په یوه وخت کښي د څو کارونو د ترسره کولو توان نه لري . او هغه څوک چي دا فکر ولري چي کولای سي په یوه وخت کښي څو کارونه ترسره کړي ، ځان تېرباسي. او دانسانانو دماغونه د هغوی خطا ایستل په ډېر ښه ډول ترسره کولای سي . داچي موږ نه سو کولای په یوه وخت پر څو کارونو باندي متمرکز واوسو ، نو په دې ډول مو فکر په ډيري اسانی سره له یوه کاره څخه و بل کار ته اوړي ، یعني موږ نه سو کولای په یوه وخت کښي څو کارونه ترسره کړو.
د یوه کار څخه بل او دهغه څخه بیا بل کار ته توجه اړول زموږ په نظر داسي دي چي موږ پر خپل شاوخوا و هرڅه ته متوجه یو ، مګر حقیقت دادی چي انسانان داسي څه نه سي کولای ، بلکي په چټکی سره له یوه کار څخه و بل ته خپل فکر اړوي.
څيړنو ښودلې چي هرکله چي انسان په یوه وخت کښي څو کارونه ترسره کوي ، په دغه وخت کي دهغوی دماغونه د تکلیف او ناراحتی احساس کوي.  نو هر کله چي مو په یوه وخت کښي د څو کارونو تر سره کول وغوښتل ، خپل کار مو پر هغه ځای بس ، او وروسته تر دې چي د آرام یو ساه واخلی ، هغه کار ترسره کړی چي د اوس لپاره مهم وي او صرف و داغه یوه کار ته خپله ټوله توجه راجلب او کار پای ته ورسوئ ، وروسته له هغه که د هر کار ضرورت وو ، کولای سی چي ویې کړی.

 

۵ : په کار کښي له ځنډ او نن سبا کولو څخه ډډه وکړئ.
دا کار شاید ستاسي د توقع خلاف وي ،  خو ددې کار لپاره د حل یوه طریقه هم سته . په دې برخه کښي دیو ماهر شخص په وینا " که دیو کار په ترسره په کولو کښي دهغه کار تر وروستی شېبې انتظار وکړی ، د هغه کار په مکمل ډول ترسره کول به ډېر لږ وخت په بر کي ونیسي " فکر وکړئ!
فرض کړی چي تاسي يو داسي کار چي پر خپل ټاکلي وخت باید ترسره کړی وای ، د یوې میاشتي په اوږدو کي مو ونه سوای کولای چي په مکمل ډول یې ترسره کړی ، د تیري اونۍ په جریان کښي مو په ډيري اسانی او چټکی سره ترسره کړ ، په دغه وخت کښي که تاسي ودغه کارته د ترسره کولو وروستی موده لنډه ټاکلې وای ، کار به مو له ځنډ څخه ساتل سوی وای او ستاسي سره به یې په کار کي له مؤثر تمامېدو کښي مرسته کړې وای.

 

۶ : ذهني فشار مو کنټرول کړئ.
داچي ذهني فشار د فزيکي رواني او احساساتي مشکلاتو سبب کیږي او داکار مو صحت ، انرجي ، ارام اوسېدل ، او فکري هوښتیا ته تاوان رسوي ، نو په دې ډول مو په کار کښي د مؤثر تمامېدو او پرمختګ مخه نیسي . مګر ښه خبره داده چي تاسي کولای سی چي په خپل کار ځای کښي مو ذهني فشار راټيټ او کنټرول کړی. 
دذهني فشار د راکمولو تر ټولو ښه لاري تمرین یا ورزش ، عبادت ، په مذهبي غونډو او خدماتو کښي ونډه اخیستل ، مطالعه کول ، قرآن کریم تلاوت کول یا د تلاوت اورېدل ، د ملګرو یا کورنۍ سره وخت تېرول ، قدم وهل ، او یا په یو داسي کار کښي چي په خپل شوق سره یې ترسره کړی او د نویو شیانو یا حالاتو سره په کښي مخ سئ ، وخت تېرول دي.

 

۷ : هغه کارونه چي د خوښي وړ مو وي ، زیات ترسره کړئ.
اکثریت وخت هرڅوک دا اختیار چي خپل د خوښي وړ کارونه ترسره کړي ، نه لري.
که څه هم یو څوک خپل د ژوند اهدافو ته پر لار وي او کار ورته کوي او یا ور نیژدې وي ، خو بیا به هم تاسي ځیني داسي کارونه چي د ترسره کولو شوق یې نه لری ، ترسره کوی. په داسي حالاتو کي هم پر داسي کارونو چي تاسي یې د ترسره کولو شوق لری ، تمرکز وکړئ.
د مثال په ډول تاسي یو مشر اشپز یاست ، یقیني ده چي د پخلي کولو سره به مینه لری. ددې پر ځای چي ډيري ورځي د کاري مشر په توګه د چارو په تنظيم کښي تیري کړی ، دا کارونه د کاري وخت څخه ماسېوا په یو بل وخت کښي ترسره او یا یې کوم بل چاته د ترسره کولو مسؤلیت ورکړئ. نو په دې توګه به وکولای سی چي دغه وخت کي د تازه توکو په رانیولو او یا په پخلنځي کښي تېر کړی. کله چي داسي وکړی دلازیات رضایت ، تشویق ، تیاروالي ، او په خپل کار کښي به د مؤثر تمامېدلو احساس وکړئ.

 

۸ : دوخت په تنظيم کښي لا زیات ماهر واوسئ.
د وخت تنظيم او کنټرول د ترسره کولو لپاره څو اسانه او ساده لاري چاري سته. 
د مثال په ډول : تاسي د یو ډېر مهم کار د ترسره کولو اراده لری ، په دغه وخت کښي باید له هر ډول غیر ضروري کارونو څخه لکه په ټلیفون کښي مصروف کېدل ، په هماغه وخت کښي باید دکوم بل کار د ترسره کولو فکر او یا کوم بل څه چي پر هغه کار د تمرکز خنډ کیږي ، ډډه وسي. 
که فکر وکړو ، موږ و دې نړۍ ته تقريباً د (۳۰۰۰۰) دېرش زره ورځو لپاره راغلو ،
دا مثال د ستراتیژيک پلان او دوخت د تنظيم لپاره ترټولو ښه مثال دی.
نو په دې ډول د هرکار لپاره د ترسره کولو وروستی او مناسب وخت وټاکئ او هر څه په خپل مکمل توان سره ترسره کړئ. ددې کارونو په واسطه به وکولای سی چي خپل وخت تنظيم او اداره کړی.

 

۹ :هر څومره زیات چي کولای سی ، مطالعه او زدکړه وکړئ. 
موږ او تاسي باید هر وخت د زدکړي او مطالعې په ډېره هڅه کښي واوسو.
خپلو مهارتونو او تجربو ته په کتلو سره ، په هر هغه څه کښي چي د مطالعې او زدکړي ضرورت وي ، باید وسي.
دزدکړي په برخه کښي تر ټولو مهمه برخه دیني برخه ده چي پکښي ستاسي د ژوند د ټولو مهمو برخو ترڅنګ ، ستاسي په اوسنی کاري برخه کښي چي باید د پرمختګونو او نورو برخو  په باره کښي یې مطالعه او زدکړه وسي ، مرسته کوي.
دا چي دا نړی هر وخت بدلېدونکې ده ، مطالعه او زدکړه مو مرسته کوي ترڅو هر وخت تیار او مجهز  واوسی ، او وکولای سی چي د موقع په وخت کښي ترې ګټه واخلی.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته