تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) هجرت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 28, 2020
  0

د ابوبکر الصّدِّیق(رض)   هجرت

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 
کوم وخت چي مسلمانانو مدینې منورې ته هجرت کاوه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم د رسول الله(ص)  څخه د هجرت اجازه و غوښتل، خو رسول الله(ص)  ورته و ویل: ته انتظار وکړه یا ابابکر! ښايي الله(ج)  تا لره ملګری پیدا کړي، د دغي خبري په اورېدلو سره د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دا امید سو چي ښايي په هجرت کي د رسول الله(ص)  ملګری وي نو ځکه یې د هجرت دپاره دوه اوښان رانیول او د هجرت د ورځی دپاره یې هغه ساتل، تر څو چي هغه ورځ راغله چي رسول الله(ص)  د ده کور ته ورغلی او ویل: یا ابابکر! الله(ج)  د هجرت اجازه راته وکړه، صِدِّیق(رض)  و ویل: ملګرتیا یا رسولَ الله! رسول الله(ص)  و فرمایل: هو ملګری مي یې یا ابابکر! حضرت عایشه(رض) وايي: ما په ټول عُمر څوک نه ؤ لیدلی چي د خوشالیه څخه دي ژاړي، خو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په دغه ورځ د رسول الله(ص)  د ملګرتیا په سبب د خوشالیه څخه ژړل.


تاسي پوهېږی چي دغه سفر د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دپاره د رسول الله(ص)  د ملګرتیا په سبب د مرګ سفر ؤ ممکن دﺉ(رض)  د دغه سفر تر آخره ژوندﺉ و نه رسیږي، مګر بیا هم دﺉ(رض)  د رسول الله(ص)  په ملګرتیا دومره خوشاله ؤ چي د خوشالیه ژاړي، دا کوم حُب او محبت دی چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  سره درلودی.


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  خپل ټول مال خپله ټوله دارايي د دغه سفر دپاره ورسره واخستل سره د دې چي د ده کورنۍ په مکه مکرمه کي او د مشرکانو په منځ کي پاته وه خو د هغو دپاره یې هیڅ شئ نه پرېښاوه هغه یې پر الله و سپارل، دا هغه د حق او حقیقت ملګرتیا ده چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  یې و دغي درجې ته و رساوه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  په ملګرتیا د کوره څخه را و وتی او غار ثور ته ولاړل، اوس چي رسول الله(ص)  غواړي چي غار ته ور ننوزي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: یارسولَ الله! ته به تر هغو غار ته نه ننوزې تر څو چي زه دااطمینان حاصل نه کړم چي په غار کي داسي شئ نسته چي تا ته دي آزار در ورسوي، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  غار ته ننوتی په غار کي یې ښه وکتل چی هلته داسي شئ نه وي موجود چي رسول الله(ص)  ته آزار ورسوي، خو غار د غره غار دی هلته یې څو نور کوچني کوچني غارونه ولیدل نو یې خپل کالي څیرل او هغه کوچني غارونه یې په بندول، پسله دغه ټول احتیاطه څخه رسول الله(ص)  غار ته ورغلی وې لیده چي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  کالي څیري دي د کالو د څیري والي پوښتنه یې ځني وکړه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل:

 

په دغه ټُکرانو مي دغه غارونه د دې دپاره بند کړه چي د دغو غارو څخه دا سي شئ را و نه وزي چي تا ته دي آزار در ورسوي، خیر رسول الله(ص)  د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پر ځنګانه سر کښېښاوه او بیده سو، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هلته یو بل کوچنی غار ولیدی هغه غار ته یې خپله پښه ور و غځول او د غار پر خوله یې خپله پښه د دې دپاره کښېښوول چي له غاره څخه داسي شئ را ونه وزي چي رسول الله(ص)  ته آزار ور ورسوي، خو په دغه غار کي مار یا لړم ؤ او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  يې پر پښه و واهه، که څه هم د دغه خزندې د وهلو په سبب د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په ټول وجود کي شدید درد پیدا سو خو خپله پښه یې په دې سبب و نه ښوروله چي رسول الله(ص)  را ويښ نه سي، مګر د درد د شدت څخه یې تر سترګو اوښکي را توی سوې، په دغه وخت کي رسول الله(ص)  را ویښ سو او د ابوبکر الصّدِّیق(رض)   څخه یې د ده د اوښکو سبب و پوښتی، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل زما مور او پلار دي تر تا قربان وي لړم و وهلم، رسول الله(ص)  یې هغه ځای ور مسحه کړی او د الله(ج)  په امر هغه درد ایسته سو یا جوړ سو.


ډیرو خلکو د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  مدحه او صفت بیان کړي دي خو هیچا یې داسي صفت نه دی کړی لکه الله(ج)  چي (ثانی اثنین) بللي دی. 

 

یا ابابکر! تا ته دي دغه د (ثانی اثنین)لقب مبارک وي، الله(ج)  د رسول الله(ص)  سره ستا پر صحبت او ملګرتیا شاهدي ورکړې ده او الله(ج)  خپل سکون ستا پر هغه بېقراره زړه نازل کړی چي د اسلام پر دعوت او د دعوت پر چلوونکي رسول الله(ص)  په بېره کي ؤ.


الله(ج)  د سورة التوبه په (40) نمبر آیات کي فرمايي:

(إِلَّا تَنصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ۖ فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَّمْ تَرَوْهَا )[التوبه: 40]

یعني:که تاسي د رسول الله(ص)  سره مرسته او مدد و نه کړی په تحقیق الله(ج)  له ده سره مدد کړی دی، کله چي دﺉ(ص)  د مکې مکرمې څخه هغو کسانو چي کافران سوي وه په داسي حال کي وایست چي دﺉ(ص)  دوهم د دوو ؤ، (یعني: دﺉ(ص)  او ابوبکر(رض)  سره ملګري وه)کله چی دوی دواړه په غار کي وه، کوم وخت چي محمد(ص)  خپل ملګري ته ویل: ته مه خپه کېږه بېشکه چي الله(ج)  په نصرت او ساتنه زموږ سره دی، نو الله(ج)  خپل تسکین او اطمینان پر صدیق(رض)  نازل کړی او الله(ج)  د رسول الله(ص)  تائید او ملاتړ په داسي لښکرو سره وکړی چي تاسي هغه لښکري نه لیدل.


    نو ځکه حضرت عُمر(رض)  به ویل: د ابوبکر د شپو څخه یوه شپه (چي دغه په غار ثور کي یې د هجرت شپه مقصد وه) د عُمر او د عُمر د اولادې تر ټولو شپو ښه او بهتره ده او بیا به یې ویل: کشکي زه د ابوبکر پر ځیګر یو ورېښته وای، بیا هم حضرت عُمر فاروق(رض)  وايي: د ابوبکر څخه د مشکو بوی ولاړېدی او زه زما د پلار تو اوښ ګمراه وم.


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  یوازي د اسلام د عُظماوو څخه یو عظیم نه دی بلکه د انسانیت د عُظماوو څخه یو عظیم دی، په هغه الله سره مي دي قسم وي چي لا اله الا هُو پسله انبیاء(ع)  څخه د مځکي پر مخ تر ابوبکر عظیم نسته، زما دغه خبره خاصتاً و هغو ځوانانو او پېغلانو ته متوجه ده چي دوی د مادونا یا بِیلِیه یاداښتونه وايي، یا د هیټلر یاداښتونه مطالعه کوي، یا د فیلمي اکټرانو په ژوند ځان خبروي، یا د ډمانو کلکسون یو ځای کوي هغو ته وایم: د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  سیرت و وایاست، د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  سره تعلق پیدا کړی.


رسول الله(ص)  او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د هجرت پر لار رهي دي خو ابوبکر الصّدّیق(رض)  يو څه وخت د رسول الله(ص)  تر شا رهي وي څه موده وروسته بيا تر مخ رهي سي څه وخت وروسته يې بيا راسته طرف ته ځي، څه وخت وروسته يې بيا چپه طرف ته ځي يعني: پر یوه او بل طرف یې لکه بورا پر را ګرځي مګر رسول الله(ص)  رهي دى حتّْی شا و خوا هم نه ګوري فقط قرآن مجيد وايي او رهي دى، څه وخت وروسته رسول الله(ص)  ورته متوجه سو چي ابوبکر(رض)  هره لحظه يا هر ګړئ دې خوا ها خوا ته کيږي، نو یې پوښتنه ځني  وکړه چي يا ابابکر! څه درته پېښه ده چي مخ او وروسته کېږې؟ ابوبکر(رض)  و ويل: يا رسولَ الله! يو وار مي په فکر کي را وګرځي چي کمين به يې درته نيولى وي يعني: يو څوک به په مخ کي پټ درته ولاړ وي نو د مخه سم، بيا مي په زړه کي را وګرځي چي د شا له طرفه څوک حمله و نه کړي بيا تر شا سم، بيا وايم څوک د بغل له طرفه حمله و نه کړي نو دي يوه او بل اړخ ته ځم.


ښه متوجه سى دا د رسول الله(ص)  پر ساتنه د صِدِّيق اکبر(رض)  حِرص ؤ، د ده(ص)  د ساتني په سبب يې پر يوه ځاى قرار نه درلودى، لکه پتڼ شا و خوا پر را ګرځېدى.


رسول الله(ص)  و فرمايل: يا ابابكر! زما سره محبت لرې؟ 
ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ویل: هو. 
بیا یې ورته و ویل: یا ابابکر! زما دپاره ځان وژنې؟ 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: هو، زما وژل کېده د یوه سړي وژل کېدل دي خو ستا مرګ د امت مرګ دی او د هغه دین او عقیدې مرګ دی چي تر اوسه نه دي پوره سوي، که زه مړ سم زه یو سړﺉ یم او که ته مړ سې ستا سره  دغه دین او دغه عقیده چي تر اوسه پوره سوي نه دي مري. 


ابوبكر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  په ملګرتیا پسله هغه څخه چي دیارلس کاله یې په مکه مکرمه کي دعوت کړی ؤ د مکې مکرمې څخه و مدینې منورې ته هجرت وکړی چي په دغه وخت کي د رسول الله(ص)  عُمر (53) کاله ؤ او د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  عُمر (51) کاله ؤ، ابوبكر الصّدِّیق(رض)  هغه وخت د مسلمانانو آمر او د رسول الله(ص)  خلیفه وګرځېدی چي عُمر یې (61) کاله ؤ، دوه کاله او څو میاشتي یې خلافت وکړی او بیا د (63) کلنۍ په عُمر وفات سو، چي دا عیناً هغه عُمر دي چي رسول الله(ص)  پر دغه عُمر د دنیا څخه رحلت کړی دی، بلکه دﺉ(رض)  هم د دوشنبې په ورځ وفات سو چي دا هم هغه د رسول الله(ص)  د رحلت ورځ ده، چي دا د هغه محبت میوه او ثمره ده چي ده په ژوند کي د رسول الله(ص)  سره درلودی نو الله(ج)  په وفات کي هم د هغه(ص)  سره مشابهت ور نصیب کړی.


دمخه تر دې چه رسول الله(ص)  په رسالت مبعوث کړل سي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  نژدې آشناى او خوږ ملګرى ؤ، حتّْی دغه ملګرتيا يې د رسول الله(ص)  تر رحلته پوري وه، بلکه تر وفات وروسته هم په هغه مبارکه حجره کي ښخ کړل سو کومه چي هلته د رسول الله(ص)  مبارک قبر موجود دى. 


الله(ج)  په قرآن کريم کي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ذکر کړى دى او د رسول الله(ص)  صاحب يا ملګرى يې بللى دى، رب (ج) د سورة التوبه په  ( 40 ) نمبر آيات کي فرمايي: 

 

(إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا)
يعني: کوم وخت چي دوى دوه د هجرت په وخت کي په غار ثورکي وه  او کوم وخت چي رسول الله(ص)  و خپل ملګري ته و ويل: ته مه خپه کېږه بېشکه چه الله زموږ سره دى، نو الله(ج)  په خپل کلام کي د صِدِّيق(رض)  دا تصديق کړی دی چي دئ (رض)  د رسول الله(ص)  صاحب او ملګرى دى. 


كله چي رسول الله(ص)  دکفارو د ډيرو آزارو او تکاليفو په سبب مسلمانانو ته اجازه ور کړه چي حبشې ته هجرت وکړي، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم د هجرت په قصد او إراده حبشې ته رهي سو  خو په لار کي ابن دُغُنّه وليدى چه دغه ابن دُغُنّه د عربو د يوې قبيلې مشر او رئيس ؤ او ويل: يا ابابکر! چيري ځې؟ ده(رض)  و ويل حبشې ته ځم او د مسلمانانو تريخ او د تکاليفو ډک ژوند يې ورته بيان کړى، ابن دُغُنّه و ويل: يا و الله! تا غوندي څوک بايد د مکې څخه و نه وزي، ته کريم، شريف او د ښو اخلاقو خاوند یې، ته د ضعیفه او غریب كومك كوې او د مېلمه عزت کوې، تا څنګه د مکې څخه باسي؟ بيرته درځه او ته زما په جِوار او ساتنه کي يې. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم د دغه جوار په سبب بيرته راوګرځېدى، نو ځکه ده لره هغه د حبشې د هجرت اجر او ثواب هم سته. 


کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  وليده چي په مکه مکرمه کي مسلمانانو ته آزارونه او تکاليف ورکول کيږي او قریشو هم نه غوښتل چي دﺉ (رض)  د ابن دُغُنّه په جوار کي قرآن مجید و وايي نو ده(رض)  و ويل: يا و الله! ما ته دي هم هغه تکليف راورسيږي کوم چي نورو مسلمانانو ته ور رسيږي، بيرته يې هغه د ابن دُغُنه جِوار ور رد کړى او د مسلمانانو سره يې یو ځای په آزارو او تکاليفو کي تريخ ژوند تېراوه.


د حضرت ابوبکرالصّدِّیق(رض)  د ډيرو فضائلو څخه يو فضيلت دا دى چي د ټولو صحابۀ کرامو د جملې څخه دئ هغه يواځنئ انسان دى چي د هجرت په سفرکي د رسول الله(ص)   ملګرى ؤ، الله(ج)   فرمايي :


(إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا )
دا چي الله(ج)   فرمايي :
﴿ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ﴾ 
يعني: ته مه خپه کېږه الله زموږ سره دى. 


داهم د الله(ج)  له طرفه د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دپاره يو صفت دى، ځکه چي الله(ج)  داسي و نه فرمايل: ﴿ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ﴾ بېشکه چي الله زما سره دى چي  یوازي رسول الله(ص)  ځني مقصد سي، بلکه {مَعَنَا} و ويل سوه چي د الله(ج)  ملګرتيا، کومک او تائيد د دواړو سره دى. 
يعني د الله(ج)  نصرت زما او ستا سره دى يا ابابکر !


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته