سیرت نبوي (۲۷۰برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د حُنين د غـزاء غــنيــمتــونه
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو اصحاب کرامو سره د جنګ پر ميدان کاميابه او مسلط سو او مسلمانانو د جنګ د میدان څخه غنيمتونه را ټول کړل.
د حُنين غنيمتونه په داسي ډول سره وه: اته زره ښځي بيله کوچنيانو، څليرويشت زره اوښان او تر څلويښتو زرو زيات پسونه، څلور زره اوقيه سپين زر.
مالک بن عوف دغه شيان د دې دپاره را وړي او راوستلي وه چي لښکر يې شکست و نه خوري، مګر د دُرَید بن الصُمّه خبره صحي وه چي ويل: مات سوى لښکر په هيڅ شي نه را ګرځي او د هيڅ شي پروا نه لري.
نو د حنین په جنګ کي د هوازن ډیري ښځي او کوچنیان، ټول مالونه او حيوانات د مسلمانانو لاس ته ورغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړی چي ټول غنيمتونه دي جُعرانې ته يووړل سي او هلته يې سره يو ځاى کړى.
(جُعرانه) و مکې مکرمې ته نژدې د يوه ځاى نوم دي ، نو ټول انسانان او حيوانان هلته بوتله سوه او مالونه هم هلته يووړل سوه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net