پوښتنه : د بابا آدم علیه السلام او حوا انا نکاح څنګه سره رواه سوله؟
د سوال کوونکي نوم: عبدالرحمن
جواب: د حلالو او حرامو حکم ټول د الله جل جلاله لخوا څخه کیږي، کوم شئ، چي الله جل جلاله حلالوي هغه حلال دی او کوم شئ، چي الله حراموي هغه حرام دی .
عقیدوي مسایل لکه د الله جل جلاله یوالی منل ، د الله ملایکي، کتابونه ، رسولان علیه السلام او د آخرت ورځ منل دا په ټولو امتونو کي یو شان دي خو د شریعت په حکمونو کي ډېر دا ډول حکمونه شته، چي د یوه رسول او نبي په دین کي یې یو ډول حکم لاره او د بل رسول او نبي په دین کي یې بل ډول حکم لاره ، د بېلګي په ډول د غنیمت د مالونو څخه ګټه او کار اخیستل د نورو امتونو د پاره حرام ؤ خو ددې امت لپاره بیا جایز دي لکه څه ډول چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو هغو ځانګړتیاو په لړ کي، چي پر نورو رسولانو ورکول شوي دي فرمایلي دي : وَأُحِلَّتْ لِيَ الْغَنَائِم (مسلم ) او ما لره غنیمتونه حلال شوي دي .
د سورة النساء په لومړي ایت کي الله جل جلاله فرمایلي دي : يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ...(سورت النساء ايت ١ ) ژباړه: اې خلکو ! تاسو د خپل څښتن د عذابونو څخه ځانونه وژغورئ ، هغه رب، چي تاسو یې د یوه انسان یعني آدم څخه پیدا کړاست او د هغه څخه یې د هغه ښځه یعني حواء پیدا کړه او د دوی دوو څخه یې ډېر نارینه او ښځي د مځکي پر مخ خپاره کړه .پدې آیت کي الله جل جلاله په واضح ډول فرمایلي دي چي موږ د آدم علیه السلام ښځه (حواء) د هغه څخه پیدا کړه . نو چي الله جل جلاله یې ښځه بللې ده او الله جل جلاله ورته جایز کړې ده هیچا لره هم د اعتراض حق نشته، چي د کایناتو پر څښتن دي اعتراض وکړي .پدې امت کي وهیچا ته په یوه وخت کي تر څلورو زیاتي ښځي په نکاح کول جایز نه دي خو و محمد صلی الله علیه وسلم ته الله جل جلاله په یوه وخت کي د نهو ښځو سره نکاح تړل جایز کړي وه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم چي وفات شو نو نهه ښځي یې پاته شوې .
د تعليم الاسلام مجله ،۵ ګڼه، د دارالافتاء څانګه