لیکنه: زینب
د زړه اصلاح
د مرګ په ډیر یادولو او په تلاوت د قرانکریم سره د انسان زړه اصلاح کیږي او سکون مومي.
د هر څه لپاره یو صفا کونکی څیز شته او د زړه د صفا کولو لپاره یوازینی څیز د الله تعالی ذکر دئ.
د زړه ناپاکي یو له هغه نا علاجه ناروغیو څخه ده، چي د دنیا هر ډاکټر یې د علاج او درملني څخه عاجزه دئ، برعکس د زړه پاکوالی هغه سپېڅلی نعمت دئ، چي انسان به یې هیڅکله شکر ادا نه کړای سي.
ددې مخکي چي زړه مو تور او د ګناهونو ښکار وګرځي راځئ چي پر پاکوالي او صفايي یې ډیر تمرکز وکړو او د الله سبحانه وتعالی په ذکر کولو یې ښایسته کړو.