تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جزا د عمل مطابق ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 12, 2020
  0

جزا د عمل مطابق ده


ژباړه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لکه څنګه چي عمل کوي همداسي به جزا درکول کیږي.


یو کس ددې اراده وکړه چي خپله ښځه ووهي ، نو  په خپله همساء (لګړه ) يې یو څو واري ووهله نو ددې وهلو څخه ناڅاپې مړه شوه خاوند یې هم د قتل اراده نه لرله بلکي غرض يي له وهلو څخه تأدیب وو،  نو کله چي دا پیښه وشه  نو خاوند د ښځي له اقرباء وو څخه  په بیره کي شوو ، او د ځان د خلاصون لپاره يي هیڅ تدبیر پیدا نه کړي.


 نو د خپل کور څخه ووتلۍ او دا کیسه یې د خپلو ملګرو څخه یوه ملګري ته وکړه  نو دغه ملګري یې ورته وویل ،  چي ستا د خلاصون لاره دا ده چي  ته یو ښایسته صورته ځوان پيدا کړي او کور ته یي د میلمه  په بهانه بوځي ، او بیا یي په خپل کور کي سر پري کړي، او جسد يي د خپلې ښځې له جسد سره نژدي  کیږدي، او د ښځي خپلوانو ته ووايي چي ما د خپلې ښځي سره دغه ځوان په داسي حالت کي ولیدلي چي زنا یي کوله ، نو ما د دې برداشت ونه شوي کړي نو دواړه مي قتل کړل،


 کله چي يي دا چم له دې کس څخه زده کړي ، د خپل کور په دروازه کي کښیناستۍ، تر دي پوري چي یو ځوان راغي، نو په ډیره تلوار سره يي هغه په یوه چم کور  ته داخل کړي ،   کله چي يي کور ته داخل  کړي نو سمدلاسه يي قتل کړي ،  نو کله چي د ښځې اقرباء او دوستان راغلل ، او دواړي جنازي يي ولیدلي ، او  دا کیسه يي ورته وکړه ، نو د ښځي دوستان راضي شول ، او د خاوند له کور څخه ولاړل ،  


او دغه ځوان  چي د ښځي خاوند قتل کړي وو  د هغه کس زوي وو  کوم چي يي د ښځي خاوند ته  د یوه ځوان د قتلولو مشوره ورکړي وه ، 
نو  دغه ځوان په دي ورځ خپل کور ته ورنغلي ، د پلار يي هم  اندیښنه شوه او سمدلاسه د هغه کس کور ته راغلي چي ښځي او ځوان يي قتل کړي وو ، او د هغه څخه يي پوښتنه وکړه چي ما کومه مشوره  درکړي وه ، هغه د عملي کړه او کنه ؟  هغه کس ورته وویل چي هو ،
نو دغه مشوره ورکوونکي ورته وویل چي تاسو یو وار هغه ځوان ما ته راښکاره کړي کوم چي مو وژلي دي، 


کله چي يي هغه ځوان وراته  ښکاره کړي هغه د ده زوي وو ، او د خپل پلار د مشوري ورکولو په سبب قتل شو ، پاته سو خپله قاتل، د هغه سزا خو قرانکریم اعلان کړې ده چي د قصدي قتل خاوند جهنمي دی. 


نو دا واقعه د علي رضي الله عنه د هغه قول مصداق ده چي وايي:چا چي د بغاوت د توري سوال وکړي په همغه توره به قتل شي،
چا چي د خپل ورور لپاره  په لاره کي کوهي وکیندلي په خپله به په هغه کوهي کي ولویږي


او چا چي د بل مسلمان د ښځینه وو بي حجابي وکړه او په بد نظر یي ورته وکتل نو د خپل کور د ښځو بي عزتي به يي وشي.

 

 www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته