لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مور او پلار
(پنځمه برخه)
مور او پلار د شریعت په رڼا کي
د والدينو سره د ښه سلوک کولو فضيلت او اهميت
د والدينو سره د بد سلوک کولو خطرناکي پايلي:
له والدینو سره بد سلوک او ناوړه چلند کول ډېري خطرناکي او بدي پایلي لري په دې اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:
رِضَا الرَّبِّ مِن رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين (رواه الترمذي: ۱۸۹۹-، البزار: ۲۳۹۴ ، الحاکم : ۷۲۴۹
ژباړه: د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او خوښۍ کي ده او د الله غضب د مور او پلار په خفګان او نا خوښۍ کي دئ.
په بل ځای کي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
أَلا أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ»؟ ثَلاثًا. قَالُوا: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ، وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ» وَجَلَسَ وَكَانَ مُتَّكِئًا فَقَالَ: «أَلا وَقَوْلُ الزُّورِ» …. (رواه البخارى:۲۶۵۴)
ژباړه: آيا تاسي د سترو ګناهونو څخه خبر نه کړم؟ (دا جمله) يې درې ځله تکرار کړه، صحابه وو رضی الله عنهم وويل: هو يا رسول الله صلی الله عليه وسلم، رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل: د الله تعالی سره شريک نيول او د مور او پلار نافرماني کول بيا کښيناست او داسي، چي تکيه يې وهلې وه وې فرمايل: خبردار چي په ناحقه شاهدي ويل هم د کبيره ګناهونو څخه ده.
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
ثلاثة لا ينظر الله عز وجل إليهم يوم القيامة: العاق لوالديه، والمرأة المترجلة، والديوث» وفي رواية: «لا يدخل الجنة منان، ولا عاق، ولا مدمن خمر.( رواه سنن النسائي :۲۵۶۲ بالسناد صحيح)
ژباړه: د قيامت په ورځ به دريو کسانو ته الله تعالی د رحمت په نظر نه ګوري، عاق الوالدين، بي حجابه ښځه يا د نارينه سره تشبح کونکي ښځه او ديوث (بي ناموثه) سړی او په بل روايت کي راغلي دي: جنت ته به داخل نه شي هر منان (احسان بارونکی) ، او نه عاق الوالدين او نه هم شراب خور .
د عاق کېدلو صورتونه
عقوق الوالدين (د مور او پلار د نافرمانۍ او بد سلوک) ځني صورتونه په لاندي ډول دي:
۱- د والدينو غيبت کول.
۲- پر والدينو باندي د خپلي ښځي او ملګري پورته والی.
۳- تکبر پر هغوی باندي خپل ځای لوی ګڼل.
۴- د هغوی جاهل او ناپوهه ګڼل.
۵- په مشروع کارونو کي د هغوی نافرماني کول.
۶- د والدينو اهانت کول.
د عاق الوالدين توبه
د چا څخه چي خپل والدين خفه او ناراضه وي هغه دي د خپل رب جل جلاله په در کي په صدق توبه وباسي او د خپلو والدينو سره دي ښه سلوک کول پيل کړي.
الله سبحانه وتعالی فرمايي:
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ] (الزمر، ۵۳).
ژباړه: اې زما بنده ګانو! کومو کسانو چي پر خپلو ځانونو تيری کړی دئ د الله جل جلاله له رحمت څخه مه ناهيلي کيږئ، يقينًا الله ټول ګناهونه بخښي هغه خو بخښونکی اومهربان دئ.
او کله چي د یو چا والدين وفات شوي وي د هغوی د توبې په اړه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
ان العبد ليموت والده او احدهما وانه لهما لقاق فلا يزال يدعوا لهما ویستغفر لهما حتی يکتبه الله باراً.
ژباړه: که د چا مور او پلار يا په دواړو کي د يو تن وفات وشي او اولاد یې په ژوند کي عاق ( نافرمانه وي يا يې د مور او پلار له رضامندﺉ نه محروم ) وي لکن دا اولاد د هغوی له وفات وروسته په رښتني زړه سره د هغوی لپاره د خير او رحمت دعا کوي مغفرت او بخښنه غواړي او همدارنګه د خپل قصور تلافي کول غواړي نو الله تعالی به دغه اولاد د نافرمانۍ د وبال څخه وساتي.
نور بیا...
www.taleemulislam.net