دګناه په نه کولو پښیماني
رالیږونکي : نصیب الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حکیم ترمذي رحمه الله مشهور بزرګ او ولي تیر شوي دي : هغه د ځواني په وخت کي یوه ورځ یو باغ ته تشریف یووړ په هغه باندي یوه ښځه عاشقه وه هغې موقع غنیمت ګڼله :
باغ ته ورغله او دده څخه يي د مطلب د پوره کولو هیله وکړه .دغه بڼ (باغ) د څلوره دیوالونو په سبب له هغی څلورو خواوو بند وو ده مبارک چي دا منظره ولید ډیر وبیریدي او په ځغاسته له دیوال څخه واوښت د ډیري مودي وروسته د سپين ږیرتوب په وخت کی د وسوسي په توګه په دغه حال شو که چیري ما د هغي ښځي زړه نه وای مات کړي. او د هغي غوښتنه مي ترسره کړي وای او وروسته می توبه او استغفار کړي وای نوهغه به هم خوشحاله او ګناه به مي هم معاف شوي وای . بس ددغي وسوسي راتلل وو چي هغه په ژړا شو ډیر پریشانه او پښيمانه شو چي په ځواني کي خو مي همت وکړ او د ګناه څخه وساتل شوم اوس په سپين ږیرتوب کي مي دغه حال ده؟.
بر دل سالک هزاران غم بود ګرز باغ دل خلالی کم بود
په خوب کي د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)په حضور مشرف شو او مبارک ورته وفرمایل ای حکېمه : غم مه کوه ته چي په هغه وخت کی د ابتلاء څخه وژغورل شوي هغه زمانه د بعثت سره نژدی وخت وه چي د هغه په برکت د ګناه د ککړیدو وساتل شوي اوس چي په سپين ږیروالي کی دغه ډول وسوسه درپيداشوه دا د زمانې د لیري والی له امله ده ته څه خیال مه کوه ! نوبیا دده زړه ته سکون پيدا شو . د کوم ذات چي د زمانې د نزدیکت دغه عالم وي د هغه د صحبت به څومره تاثیر وي .
ماخذ : دعلم او عمل ملګرتیا
www.taleemulislam.net