په مسجد کښی د لمونځ کونکو 50 غلطیانی
لیکنه: استاد: عبد السمیع ( شینواری ) تعلیم الاسلام ویب پاڼه
• وه مسجد ته بلا ضرورته ناوخته تګ .
• وه مسجد ته په ځغستا سره تلل چی د نورو خلګو د تشوش او ازار سبب جوړیږی .
• وه مسجد ته په مسنونه طریقه سره نه ننوتل لکه راسته پښه نه داخلول او دعا نکول او هم دا شان په راوتلو کښی چپه پښه نه د مخه کول او دعا نکول .
• وه مسجد ته ننوتلو او راوتلو په وخت کښی یو د بل څخه ځان دمخه کول .
• وه مسجد ته د خرابو او چټلو بوټونواو چپلکو سره ننوتل چی مسجد چټلوی .
• په مسجد کښی بوټونه او چپلکی په مناسب ځای کښی نه کښل او د نورو پر چپلکو او بوټونو باندی د بوټو سره ختل .
• د مسجد دحلیز ته په دربی سره ننوتل او یا که امام نیت تړلی وی د رکعت د نولو په وخت کښی ځغستل .
• په صف کښی د دریدلو په وخت کښی د نورو تر او اوږو پښه اړول ( یعنی د نورو حق وهل په د مخه والی کښی د صف )
• د مؤذن په موجودیت کښی په اقامت کښی ځان د مخه کول .
• پایڅی ترب جیلکو نه پورته کول .
• په صف کښی سم نه دریدل او یا خالی ګاه پریښول .
• په صف کښی د ځان دپاره ځای خاص کول او هل ته ځان رسول که وختی راسی او که ناوخته او یا د امام سره نږدی مصله حوارول چی هر وخت راسی ځای یی معلوم یی او وبل چا ته اجازه نه ورکوی چی هلته لمونځ وکی.
• یوازی لمونځ کول په صف کښی دلمونځ کونکو سره نه دریدل .
• په صف کښی ژر ندریدل قصدا په نیت تړلو کښی زنډ کول .
• د امام وقرات ته نه متوجه کیدل او یا د امام سره قراءت ویل .
• د امام څخه د مخه وال په رکوع او سجده کولو کښی اویا را پورته کیدلو کښی او هم دا رنګه په سلام ګرزولو کښی .
• د دو سجدو په مابینځ کښی سم نه کښینستل او د رکوع څخه ورسته سم مستقیم نه دریدل.
• په رکوع کښی خپل ملا نه سیده کول او یا دسیده کولو کوشش نه کول .
• په سجده کښی خپل اندامونه یو د بل څخه نه جدا کول د نارینه دپاره .
• په لمانځه کښی یوی او بلی خوا ته کتل او یا په بیځایه شیانو ځان مصروفه ول لکه کالی ږیره اویا ګوتو سره ټکان کول …
• په لمانځه کښی وه اسمان طرف ته کتل .
• د ټوخی اږمی او ترنچی په وخت کښی لاس و خولی او پزی ته نه نیول .
• د لمانځه څخه مخکی اوږه پیاز او نور بیناکه ښی خوړل چی عادتا پر خلګو باندی بد لګیږی .
• ډیر تیز عطر استعمالول چی نورو لمونځ کونکو باندی بد لګیږی او یا هم دښځو دپاره د عطرو استعمال د ثواب په نیت باندی و مسجد ته دتګ څخه مخکی .
• د لمانځه په وخت کښی ټلیفون نه بندول او یا هم په ټلیفون کښی په زوره اواز خبری کول چی د نورو د تشوش او فکر اړولو سبب جوړیږی .
• د سلام ګرځیدلو ورسته سم دستی ولاړیدل او د نورو لمونځ کونکو وه مخ ته تیریدل .
• د سنت لمانځه څخه ورسته جماعی دعاء کول .
• په دعا کښی تلوار او عجله کول او عاجزی نه کول .
• د لمانځه څخه ورسته مسنون اذکار نه ویل .
• په اطمينان او احتیاط سره لمونځ نه کول .
• د فرضی لمونځ څخه ورسته سنت لمونځ په داسی ځای کښی کول چی د نورو لمونځ کونکو مخه ونیسی او یا په لار کښی پر لمانځ باندی ودریږی .
• په مسجد کښی بی د ضرورته خبری کول او یا قران په پزوره اواز باندی ویل چی لمونځ کونکو د تشویش سبب جوړیږی .
• نیت او یا په لمانځه کښی قرات او تسبیحات په زوره ویل .
• وه مسجد ته د کچنیانو راوستل او هلته خپل سر ته ایله کول او دهغو په عبثیاتو پسی سره نه ګرزول ( چی دا کار کچنیان پر عبث باندی تربیه کوی چی بیا په لویوالی کښی هم دا بد عادتونه ورسره یی )
• په پاکو او ستره کالو کښی لمونځ نه کول چی دا کار د مسجد په خاصه باندی د پرش د چټلوالی سبب جوړیږی .
• په مسجد کښی په لمونځ کونکو پسی کتل او په خاصه که په مسجد کښی نابلده او میلمه وی .
• امر بالمعروف او نهی عن المنکر نکول یعنی په معروف او ښه کارو باندی امر نکول او د بد او ناخوښه کار څخه یو مسلمان ورور نه راګرزول .
• په حکمت او ښه طریقه سره دعوت نکول.
• د یو منکر او ناخوښه کار په اصلاح کښی تلوار کول او مثبتی نتیجی ته یواځی فکر کول.
• د لمانځه څخه مخکی اویا وروسته د مسجد مخته کښیناستل باندار مجلس او خنداوی کول.
• د جمعی د خطبی په وخت کښی خبری کول او یا سلام اچول .
• د جمعی د خطبی په دوران کښی سنت او یا نفلی لمونځ کول .
• د جمعی په ورځ ناوخته لمانځه ته راتګ په خاصه که بیا خطبه خلاصه سوی وی.
• په اوداسه کښی تر دری واری زیات هر اندام پریولل .
• د اوداسه په وخت کښی زیاتی اوبه استعمالو یعنی اصراف کول .
• اودس په تلوار سره تازه کولو چی ځنی ځایونه پاته سی او اوبه نه ور ورسیږی او یا په ډیر زنډ سره تازه کول چی اندامونه د اوداسه تر پوره کیدو دمخه خپله وچ سی .
• د اودس په دوران کښی اوبه پاشل چی نور اودس کونکی د ازار او تکلف سبب جوړیږی.
• د اوداسه ځای چټل لول او د صفائی خیال نه ساتل .
• د اودس په وخت کښی بی ځایه خبری کول .
• د سر مسحه یوازی په دوو ګوتو سره کول او په نورو پاته لاسو باندی خولی او لنګوټه نیول .
• د مسواک نه استعمالول د هغه خلګو دپاره چی د خولی یی بوی ځی سګریټ څکوی او یا نور بیناکه مواد استعمالوی.
www.taleemulislam.net