د یوازیتوب زندان
لیکنه : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:یوازیتوب له ناکاره ملګري څخه غوره دی. د رحمت کتاب(قران کریم)راواخله چې الله تعالی درسره خبرې وکړي، په ایماني او ریښتینوتاریخي خاطرو دې زړه ته ارام اوسکون وربخښه ،نبوي سنت مطالعه کړه اويا هم داسې نوره ګټه ترلاسه کړه چې دیوازیتوب له سپیره حالته دې د ایماني بڼ په لور بوځي، بیړه وکړه وخت دې لحاظ نه کوي، ته ورته اړتیا لرې، هغه تاته اړتیا نه لري،مینه ورسره وکړه او له ګرانبیه وجود نه یې ستره ګټه ترلاسه کړه.
له خلګوسره داسې ملګرتیا وکړه، څنګه یې چې له اور سره کوې، ګټه ترې ترلاسه کړه اوخیال یې ساته چې جامې دې ونه سوځوي.
ماخذ: دوخت قیمت او زموږ غفلت
www.taleemulislam.net