تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱. بخښنه قدرت ته ښایست ورکوي.
۲. یوازي د الله (جل جلا له) دوستان دي، چې په قدرت له مغروره کیږي.
۳. د باچا سرلوړي په قدرت، او د پوهانو سرلوړی په پو ه سره ده .
۴. د قدرت څخه ښه ګټه اخیستل خدمت، أو بده گټه اخيستل خیانت دئ.
۵. ځوانمرد او اصیل سړی چې وعده وگړي وفا باندی کوي ، او کله چي قدرت پیدا کړي، نو د دښمن د تېروتنو څخه تېریږي.
۶ . هیڅ قدرت همېشنی نه دئ.
۷. الله(جل جلا له) خپل طاقتمن بنده خوښوي.
۸. د قدرت په وخت بخښنه کول ځوانمردي، او د ضعف په حالت کي قرباني ده.
۹. قدرت هغه وخت نتیجه ورکوي چي د ایمان سره ملگری وي.
۱۰. د هر چا چې د جزا ورکولو قدرت ډېر وي، دهغه څخه عفوه هم ډېره ښه وي.
۱۱. مبارزه ده چي قدرت منځته راوړي، نه استراحت.
۱۲. بېله علمه قدرت د هلاکت اساس دئ. او که د علم سره یوځای سی بیاد خیر و برکت چینه ده.
۱۳. څنګه ښه دئ ! چي سړی قدرت ولري او د هغه څخه و مسلمانانو ته په ګټه رسولو کي استفاده وکړي.