د قرآنکريم د تلاوت آداب
لیکنه: بصيریوسفزي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱- له بې اودسی او جنابت څخه د بدن پاکوالی .
۲- مستحب ده چې د تلاوت په وخت کې سړی د قبلی په لوري ناست وي .
۳- د تلاوت په شروع کې د «اعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ويل واجب دي قوله تعالی :
فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (98 النحل)
۴- د هر سورت په شروع د « بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ» ويل واجب دي په خاص توګه د فاتحی سورة په شروع کې .
۵- قرآن په ترتيل سره لوستل (ورتل القرآن ترتيلا ) د ترتيل په باره کې شاه عبدالغزيز رح په خپل تفسير کې ليکی دي چه ترتيل په لغت کې صفا او واضح لوستلو ته وايې او په شريعت کې د څو څيزونو لحاظ ساتلو سره تلاوت کولو ته وايې چه هغه څيزونه په لاندې ډول دي :
الف - د حروفو صحيح ادا کول يعنی د خپل مخرج څخه چه د ضا پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي .
ب - د وقف پر ځای په شان سره دريدل چه وصل او قطع يعنی يو ځای کول او جدا کول د کلام بې ځايه نشي .
ت - حرکتونه سره کډوډ نشي زور،زير او پيښ په ښه شان ښکاره ادا شي .
ث - آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې اوزي او عوږونه واوري .
ج - قرآن په ښه آواز دردونکې غږ تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ږر اثر کوي .
ح - شد او مد ښه ښکاره کول چې ددی په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مدد کوي .
خ - د رحمت او غذاب د آيتونو حق ادا کول .
۶- د تلاوت پر مهال حاضرين ته واجب دی چې چوپ وي او په نورو کارونو له مشغوليدو څخه بايد ډډه وکړﺉ قوله تعالی : وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ (اعراف ۲۰۴)
۷- قاري او اوريدونکی ته په کار ده چې په خشوع او ادب سره خپل زړه او حواس د قرآن تلاوت ته متوجه کړي چې دا د سکوت له غوښتنی څخه ده لکه په مخکې آیت کې .
مګر فرياد ،چيغی کول شور ماشور جوړول د قرآيت په وخت کې د مشرکانو صفت دي ځکه کله به چې قران لوستل کيده نو مشرکانو به يوله بله سره خبري چيغی او شورماشور جوړولو چې قرآنکريم ورته داسې اشاره کړي ده .
(وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ )(فصلت 26 )
(( او کافرانو ويل دغه قرآن ته غوږ مه نيسی او په هغه (مهال ) بيهوده خبرې کوی )).
۸- قاري بايد تر خپله وسه قرآنکريم په ښه صوت سره تلاوت کړي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : (ليس منّا من لم يتغنّ بالقرآن) ((هغه له مونږ څخه نه دی چه قرآن په ښه آواز نه لولی)) .
۹- قاري بايد خپل صوت د سندرو ويونکو،فاسقان يا یهودو او نصارا د دينی آوازونو سره تشبح نه کړي او په او دښه صوت په کوښښ کې د بې ځايه تکلف نه ځان وساتي .
۱۰- قاري او اوريدونکی به د قرآن په آيتونو کې به تدبر فکر کوي او د هغه په معنی او مقاصدو په پيداکولو کې به فکر کوي .
(أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ (النساء 82 ) (( ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوی ))
۱۱- د قرائت په وخت کې په خشوع کې مبالغه کول او قصداً د ژړا کولو کوښښ مستحب دی
تر څو د خدای ج غطمت او لويې په ياد راوړل شي چې قرآن دهغی کلام دي .
۱۲ – تر خپله وسه د قرآنکريم د اموامير اطاعت کول او دهغه له مخالفت څخه ځان ساتل ځکه قرآن به د قيامت پر ورځ هغه چاته حجت ،نور او شفاعت وي چې عمل يې ورباندې کړی وي .
مګر هغه څوک چې قرآن تلاوت کوي خو د قرآن له دستوراتو او اواميرو څخه سرغړونه کوي نو قرآن به د قيامت په ورځ پر داسې کس لغنت وايې .
۱۳- يو مسلمان ته پکار ده چې حد اقل په څلويښتو ورځو کې يو ځل قرآن ختم کړي او سنت ده چې هره ورځ يو جزء تلاوت کړي يا حد اقل د ورځې لس آيته تلاوت کړي ترڅو د غافلان په ډله کې حساب نه شي .
۱۴- مستحب ده چې قاري د قرآن د ختم کې دعا وکړي نور هم حاضر کړي چې په دعا کې ګډون وکړي ځکه چې دا د دعا د استجابت او د خدای ج د رحمت د نزول وخت دی .
۱۵- بايد د قرآن تلاوت د خدای ج د رضا لپاره وي ځکه چې د قرآن تلاوت له لويو عباداتو څخه دی نو عبادت بايد د غيرالله لپاره نه وي .
۱۶- تلاوت د بل غرض او اجرت اخيستلو لپاره حرام دی ، که دچا نه د قرآن په زده کړه اجرت واخيستل شي مکروه دی .
من قرء القران يتاکل به الناس جاء يوم القيامة و وجهه غظم ليس عليه لحم (رواه بيهقي )
((څوک چې قرآن ددی لپاره وايې چه د خلقو نه خوراک وکړي د قيامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چه د هغه مخ به تش هدوکې وي غوښه به پري نه وي )).
۱۷- په قرآن کې مجادله کول حرام دی که په کوم شی کې مشکل لري دينی علماؤ ته به ورځي يا به تفاسير مطالعه کوي .
د مجادلی او اختلافاتو به لاس اخلی او له هغه ځای ځحه به وځې .
«لاتماروا فی القرآن فإن ألمراء فیه کفر» (مسند احمد).
((په قرآن کې به منازعه نه کوي ځکه په قرآن کې مناغه کفر دی ))
۱۸- د تلاوت د آیت په اوريدلو سره د تلاوت سجدي اداکول .
ماخذ: علم تجويد لومړی برخه
www.taleemulislam.net