ژباړه: محمد اسماعيل"شهاب" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
يوه ورځ حضرت عمر رضی الله عنه د صدقې د اوښانو پر بدنو باندي تېل وهل ( د اوښانو بدنونه ئې ور غوړول) يو شخص ورته وويل: اې اميرالمؤمنينه! دا کار د يو غلام څخه هم اخيستل کېدای سي. حضرت عمر رضی الله عنه ورته وفرمايل: زما څخه علاوه څوک غلام کېدای سي؟ کوم شخص چي د مسلمانانو امير وي، هغه د هغوی غلام هم وي.
(سيرالصحابة، ج: ۱ ص: ۱۶۷/تعلیم الاسلام مجله: ۱۷ ګڼه)