اداره
تعلیم الاسلام راډيو د تل په څېر په دې مبارکه میاشت کي د روژې په اړه مختلفي اسلامي خپروني ترتیب کړي دي، هیله ده چي خپله اسلامي اړتیا په پوره کړو.
د روژې د مبارکي میاشتي د ځانګړو خپرونو نوملړ په لاندي ډول دی:
د بري په لور
په ژوندۍ بڼه پر بیلابیلو موضوعاتو د اوریدونکو اصلاحي نظرونه
سُبُلَ السَّلام
د روژي بیلابیل او کټور معلومات او د علماء کرامو لنډ وعظونه د سبل السلام د خپروني له لاري
د روژې پیرزویني
د روژې اړوند ښائسته مضامین ګټور معلومات او په زړه پوري شعرونه د همدي خپروني له لاري په ژوندۍ بڼه شریکولای سی
روغتیا ته بلنه
په روژه کي د روغتیا ساتني اړوند معلومات او لارښووني د ډاکټرانو لخوا د همدي خپروني له لاري اوریدلای سی
د کوثر چینه
په همدې خپرونه کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ترک سوو سنتو او اعمالو فضائل او ګټي وړاندي کیږي
د خلاصون سپر
پر صدقې او زکات ورکولو باندي د اورېدونکو نظرونه او د علماؤ سره مرکې
مزاج او علاج
د روژي په مبارکه میاشت کي د ځینو خلګو ناوړه عادات او علاج يي
الهي انعام
د روژې د مبارکي میاشتی د دریو لسیزو یعني رحمت ، مغفرت او د اور څخه د خلاصون په اړه د علماء کرامو سره ځانګړي
مرکي
د اکابرو رمضان
ددې خپروني د لاري د رسول الله صلی الله علیه وسلم، د صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو او امامانو رضي الله عنهم د روژې عبادات بیانیږي
د بندګۍ راز
د همدې خپروني له لاري د الله جل جلاله څخه د مغفرت ، تضرع ، عاجزې او مسنوني دعاګاني اوریدلای سی
د روژي حکمتونه
د روژي د مبارکی میاشتي احکام او فضائل بیانیږي
د روژې فضائل
د روژي د مبارکي میاشتي فضائل او ګټي بیانیږي
د تعلیم الاسلام راډیو د روژې د میاشتي د خپرونو مهال ویش (PDF)