ابوبکر الصّدِّیق(رض) څوک ؤ؟
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دا ډېره سخته او مشکله ده چي ما غوندي یو ناقصه انسان دي د ابوبکر الصّدِّیق(رض) په باره کي خبري وکړي او هغه دي معرفي کړي، ځکه زما سره داسي الفاظ یا جملې او کلمې نسته چي په هغو سره دي زه د دغه عظیم شخصیت حق آداء کړم، خو بیا هم بشر یم او د دغه بشري عجزه او نقصه سره سره مي په دغه کار شروع وکړه او د الله(ج) څخه توفیق غواړم چي دغه لیکنه په داسي ډول سره پای ته ورسوم چي د الله(ج) د رضاء سبب او زما د آخرت توښه او د عامو مسلمانانو د فایدې وړ وګرځي.
دغه عظیم شخص چي نوم يې عبدالله او اسم کنیه یې ابوبکر او لقب یې عتیق دی او د ابو قحافه(رض) زوى دى، د ابو قحافه نوم عثمان دى، نو ابوبکر يعني: عبدالله بن عثمان بن عامر بن عَمرو القریشي التیمي چي په نسب کي د رسول الله(ص) سره په مُرّه بن کعب کي یو ځای کیږي او دغه مُرّه د رسول الله(ص) شپږم نیکه دی.
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) مور أم الخیر ده چي نوم یې سلمْی بنت صخر ؤ او د هغو اولو کسانو څخه ده چي په دارالأرقم کي په اسلام مشرفه سوې ده، مګر د ابوبکر الصّدِّیق(رض) پلار ابو قحافه(رض) ډیر وروسته او د مکې مکرمې د فتحي په وخت کي په اسلام مشرفه سو چي ډېر سپین ږیری او په سترګو هم ړوند سوی ؤ، د ابوبکر الصّدِّیق(رض) پلار د خپل زوی ابوبکر الصّدِّیق(رض) تر وفات شپږ میاشتي وروسته وفات سو چي د وفات په وخت کي یې عُمر 97 کاله ؤ.
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) قبیله چي د قریشو د ښاخو څخه یو ښاخ دی او بنو تیم ورته ویل کېده د قریشو د دیت مسئوله وه، یعني که به په قریشو کي یو څوک د دیت د آداء کولو څخه عاجزه سو دوی به دغه دیت راټولاوه او آداء کاوه، چي دغه وظیفه هم داسي وظیفه وه لکه سقایه، رفاده او حجابه یا نوري وظیفې چي د قریشو په منځ کي سره وېشل سوي وې او په خپله ابوبکر الصّدِّیق(رض) دمخه تر اسلام د مکې مکرمې د لسو مهمو مشرانو څخه یو مهم مشر او سردار ؤ.
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) لقب عتیق دی ( عتیق یعني آزاد سوی او معاف سوی) ویل کیږي چي دغه لقب د رسول الله(ص) له طرفه ورکول سوی دی هلته داسي یو روایت سته چي وايي رسول الله(ص) یوه ورځ ابوبکر الصّدِّیق(رض) ولیدی او وې فرمایل: که څوک غواړي چي و هغه چا ته وګوري چي الله(ج) د اوره څخه آزاد کړی او معاف کړی وي نو دي ابوبکر ته وګوري او په بل روایت کي راغلي دي چي رسول الله(ص) و ده ته و ویل:
« يا ابابکر! أنتَ عتيقُ اللهِ مِنَ النّار»
یعني: یا ابابکر! الله(ج) ته د اور څخه خلاص کړی او معاف کړی یې.
خو څوک وايي چي دغه لقب تر بعثت د مخه د جاهلیت په وختو کي و ابوبکر(رض) ته ورکول سوی ؤ، ځکه دﺉ(رض) په رنګ او په خوی ښایسته ؤ او په عربي کي عتیق و هر هغه شي ته ویل کیږي چي ښایسته، ښه او د فخر وړ وي، نو څرنګه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) هم د چهرې او قیافې په لحاظ او هم د اخلاقو له پلوه ښه، حسِین او ښایسته ؤ نو عتیق وبلل سو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدين
www.taleemulislam.net