تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صِدِّیق لقب:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 26, 2020
  0

د صِدِّیق لقب:

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

همدارنګه د ده (رض)  لقب صِدِّیق دی. 


په داسي وخت او زمانه کي چي هلته د نن ورځي په شان د نقلولو دپاره د پر مخ تللو وسایلو څخه هیڅ شي وجود نه درلودی، دا ممکنه نه وه چي څوک دي داسي خبر و مني چي یو انسان دي د مکې مکرمې څخه و بیت المقدس ته د شپې په یوه حصه کي ولاړ سي او بیرته دي راسي، نو ځکه ځیني هغه کسان چي نوي مسلمانان سوي وه کوم وخت چي یې د رسول الله(ص)  څخه د إسراء یا معراج قصه واورېدل دغه خبر خو یې هیڅ نه و مانه بلکه د دغه خبر په اورېدلو سره مرتد هم سوه. 


کله چي د قریشو مشرکانو دغه خبر واورېدی د خپلو ځانو دپاره یې دا مناسبه موقع ولیدل چي د مسلمانانو په منځ کي د رسول الله(ص)  د رسالت د تکذیب یا درواغ بللو آوازه نشر کړي، نو ځیني کسان په دې امید چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  به د دغه خبر په اورېدلو سره د رسول الله(ص)  تصدیق او ملګرتیا پریږدي په ډیر تلوار سره ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته ورغله او د هغو دا یقین ؤ چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  به یواځي دا نه چي د إسراء او معراج په باره کي د رسول الله(ص)  تکذیب وکړي بلکه د اسلامه څخه به هم واوړي، نو یې ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته و ویل: ته خبر یې چي ستا ملګری څه وايي؟ هغه و ویل څه وايي؟ کفارو هغه د ده(ص)  د إسراء او معراج قصه ورته بیان کړه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: آیا ده(ص)  دغه و ویل؟ دوی ویل هو. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: که یې دا ویلي وي رشتیا یې ویلي دي. 


کفارو په تعجب سره ورته و ویل: آیا ته د ده(ص)  دغه خبري منې او تصدیق یې کوې؟ ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و ویل: زه یې تر دغه په لیرو او نادرو خبرو کي هم تصدیق کوم زه یې په هغو وحیو کي صادق بولم چي د آسمان څخه په یوه لحظه کي ورته نازلیږي او تاسي درځی چي و هغه(ص)  ته ورسو، دوی ټول و رسول الله(ص)  ته ورغله او هغه(ص)  ناست دی هغه حالات بیانوي چي د إسراء په سفر کي ورته پېښ سوي وه او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د هري خبري په مقابل کي ورته وايي صَدَقتَ، صَدَقتَ، أشهدُ أنّک رسولُ الله.
رسول الله(ص)  ورته و فرمایل: أنتَ الصِدِّيق يا ابابکر!  
او ته يا ابابکر! صِدِّیق يې.


د ابوبکرالصّدِّیق(رض)  له طرفه صِدق او تصديق په نورو ډيرو ځايوکي ښکاره سوى دى او دغه د صِدِّیق لقب د إسراء او معراج په ورځ د رسول الله(ص)  له طرفه ورکړل سو، کوم وخت چي نورو خلکو و رسول الله(ص)  ته د درواغو نسبت کاوه (العياذ با الله) خو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  يې پوره تصديق کاوه او ويل به يې : صَدَقتَ، صَدَقتَ، رشتیا وايې، رشتیا وایې.


تر دغي ورځي وروسته ابوبکر(رض)   په دغه لوى او عظيم لقب سره د (صِدِّيق) مشهوره سو، او دغه لقب یوازي لقب او په دنيا کي مرتبه نه ده بلکه صِدِّیق په دنيا او آخرت کي يوه داسي لوړه مرتبه ده چي په نبوت پسې ده، پسله نبوته اولينه او تر ټولو لويه مرتبه د صِدِّ يق ده، صِدِّیقين تر اولياوو او شهداوو په درجه کي لوړ دي.


مصعب بن زبیر(رض)  وايي: ټول امت پر دې اجماع او اتفاق کړی دی چي ابوبکر(رض)  صِدِّیق و بولي، ځکه ده(رض)  تر هر چا د مخه د رسول الله(ص)  تصدیق کړی دی او د ژوند تر آخره دغه صِدق او تصدیق د ده ملګری ؤ.


ابوبکرالصّدِّیق(رض)  د فيل تر کال دوه کاله او څو میاشتي وروسته زېږېدلى دى چي په دې حساب سره دوه کاله تر رسول الله(ص)  کشر دى، یعني د رسول الله(ص)  د بعثت په وخت کي د ده(رض)  عُمر اته دېرش کاله ؤ.


دلته باید یوې مهمي نقطې ته متوجه سو، هغه دا چي کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په اسلامي تعلیم شروع وکړه د ده عُمر اته دېرش کاله ؤ، نو یوه ځوان مسلمان ته دا نه ښايي چي د قرآن کریم او شرعي علومو د زده کولو څخه په دغه عذر او بهانه سره نا امیده سي چي وايي زما عُمر ډېر دی زه اوس شئ نه سم زده کولای.


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دوه ودونه د جاهلیت په زمانه کي کړي دي او دوه ودونه یې په اسلام کي کړي دي، د جاهلیت د وختو یوه زوجه یې قُتَیله بنت عبدالعزْی نومېده چي  د دې په مسلمانېدلو کي اختلاف دی څوک وايي چي مسلمانه سوه او څوک وايي پر هغه خپل شرک پاته وه او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم په دغه سبب طلاقه کړه چي دا پر هغه خپل کفر ټینګه وه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د قُتَیله څخه دوه اولاده درلودل چي یو یې عبدالله نومېدی او د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  مشر زوی دی او دغه عبدالله هغه څوک دی چي رسول الله(ص)  ته یې په غار ثور کي د قریشو خبرونه ور وړل او د دعوت په شروع کي مسلمان  سوی دی او د رسول الله(ص)  په ملګرتیا یې جهاد کړی دی او غزاوو ته حاضر سوی دی او د خپل پلار په خلافت کي وفات سو، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په خپله ښخ کړی، دغه عبدالله(رض)  چي د خلیفة رسولِ الله(ص)  زوی ؤ د خپل وفات په وخت کي یې شپږ درهمه درلودل.


د قُتَیله څخه د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دوهم اولاد لور وه چي أسماء نومېده او لقب یې ذاتُ النّطاقین دی، أسماء(رض) د پلار له طرفه د أم المؤمنین حضرت عایشې(رض) خور ده او د زبیر بن العوام(رض)  ښځه ده او د عبدالله بن زبیر(رض)  مور ده، دا هغه څوک ده چي د هجرت په وخت کي یې په غار ثور کي  رسول الله(ص)   او خپل پلار ته خواړه ور وړل.


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د جاهلیت د وختو دوهمه زوجه أم رومان ده چي د اسلام په شروع کي مسلمانه سوې ده او هجرت یې کړی دی او د الله(ج)  د فرمانبرداره بندګانو څخه وه، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د أم رومان څخه هم دوه اولاده درلودل چي یو یې عبدالرحمْن او بل یې أم المؤمنین حضرت عائشه(رض)  دي، عبدالرحمْن د بدر او اُحد په غزاوو کي د مشرکانو د لښکر ملګری ؤ د مسلمانانو او د خپل پلار په مقابل کي جنګېدی خو د اُحُد تر غزاء وروسته په اسلام مشرفه سوی دی او ښه صادقه مسلمان ؤ، په وروسته کي یې د خالد بن ولید په ملګرتیا د یمامې په جنګ کي همدارنګه د شام او عراق په فتحه کولو کي جهاد کړی دی.


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  درېیمه ښځه چي پسله اسلامه یې نکاح ور سره کړې ده أسماء بنت عُمیس(رض) ده چي د دې څخه د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  یو زوی پیدا سوی دی چي محمد نومېدی، او أسماءبنت عُمیس(رض) تر ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د مخه د جعفر بن ابي طالب(رض)  ښځه وه او د هغه څخه یې درې اولادونه درلودل، د هغه تر شهادت وروسته یې د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  سره واده وکړی او د ده(رض)  څخه یې هم یو زوی محمد پیدا سو، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  وصیت کړی ؤ چي ما ته به زما ښځه أسماء بنت عُمیس غسل راکوي نو أسماء(رض) په اسلام کي اوله ښځه ده چي خپل خاوند ته یې غسل ورکړی دی او د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  تر وفات وروسته یې د حضرت علي بن ابي طالب(رض)  سره واده وکړی. 


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  څلورمه ښځه چي د دې سره یې هم پسله اسلامه واده کړی دی حبیبه بنت زید الخزرجي(رض) ده، د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د وفات په وخت کي دا حامله وه او د ده تر وفات وروسته یې لور پیدا سوه چي نوم یې أم کلثوم بنت ابي بکر ؤ.
نو په دغه حساب د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  شپږ اولاده وه چي درې یې زامن او درې یې لوڼي وې.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته