تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یرموک جنګ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2020
  0

د یرموک جنګ

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یرموک یوه لويه واله ده چي د حوران د غرو څخه رابهیږي د سوریې او فلسطین تر منځ په سرحدي منطقو کي تیریږي او بیا په اُردن کي د یوې بلي لويي ولې سره ګډیږي او بیا په بحر مَیّت ګډیږي، څرنګه چي د دغه جنګ میدان د دغي ولې تر څنګ یا بغل ته ؤ نو دغه جنګ د دغي ولې په نامه سره و بلل سو، چي د یرموک جنګ یا د یرموک غزاء ورته ویل کیږي.

 

د يرموک غزاء ډیر واقعات، ډيره اوږده او مفصله قصه لري چي دلته نه ځاييږي خو فقط دغه د یرموک د جنګ څخه به ځيني هغه عجيب او نادر حالات چي په دغه غزاء کي پېښ سوي دي درته بيان کم چي د هغې جملې څخه يو دا ؤ:

 

څرنګه چي د يرموک په ورځ مسلمانان د روم د لښکر د زيات شمېر او ډير والي څخه په بېره کي وه، حتّْی يو چا و خالد(رض)  ته و ویل: روميان څومره ډير دي او مسلمانان څومره لږ دي، خالد(رض)  ورته و ویل: ويحَک داسي مه وايه، بلکه و وايه مسلمانان څومره ډير دي او روميان څومره لږ دي، لښکر په ايمان تلل کيږي نه د افرادو په شمېر او عدد.  

 

نو زبير بن العوام(رض)  چي د رسول الله(ص)  د عمه زوى دى د دې دپاره چي د کفارو بې همتي و مسلمانانو ته ور وښيي د مسلمانانو په لښکر کي یې ږغ کړه او ويل: څوک زما ملګرى کيږي چي پر دښمن حمله وکو او تر هغو نه را ګرځو چي يا د دښمن تر لښکر و نه وزو يا و نه وژل سو؟ د مسلمانانو د پهلوانانو څخه يوه ډله ورته راو وتل پر مرګ يې بيعت او وعده ور سره وکړه، په يوه روايت کي راغلي دي چي زبير بن العوام(رض)  خپل زوى عبدالله بن زبير(رض)  هم تر شا ور سره سپور کړى.

 

تاسي پوهېږی زبير بن العوام(رض)  او خالد بن وليد(رض)  په جنګ کي يو صفت درلودى چي بل هيچا دغه صفت نه در لودى، هغه دا چي دغو دوو نفرو په یوه وخت کي په دوو تورو جنګ کاوه، یوه توره به یې په راسته لاس کي وه او یوه توره به یې په چپه لاس کي وه او په دواړو تورو به یې وهل کول، فقط دغه دوه نفره وه چي په دوو تورو يې جنګ کولاى سواى او آس به يې په پښو يوې او بلي خوا ته بېوى، دا په جنګ کي هغه لوى قدرت دى، نه په روم کي نه په فارس کي نه په عربو کي بل داسي څوک ؤ چي دغه کار دي وکولاى سي بېله زبير بن العوام او خالد بن الولید(رض)  څخه.

 

خير زبير(رض)  خپله حمله شروع کړه او د ده سره هغه خپله کوچنۍ ډله چي پر مرګ یې بیعت ور سره کړی ؤ ور سره ده چي دغه ډله د پنځلسو نفرو په شا وخوا کي وه، دغه پنځلس نفره د روميانو د درې لکه نفريز لښکر پر طرف ور رهي سوه او جنګ يې ور سره شروع کړى، په روميانو او مسلمانانو کي وژنه شروع سوه، د زبير(رض)  ملګرو تر ستړي کېدلو وروسته نور زغم او تحمل نه سواى کولاى څومره وجنګیږي؟ بيرته را وګرځېده، مګر زبير(رض)  نور هم جنګ ته اِدامه ورکړه، تر هغو يې جنګ کاوه چي په روميانو کي يې کوڅه جوړه کړه او هغه د ده پر شا و خوا چي کوم کفار موجود وه تښتېدل او زبير(رض)  د روميانو تر لښکر و وتى.

 

د دغه جنګ واقعات د اوسنۍ زمانې یا د اوسنيو ضعیفو ایمانو خبري نه دي چي خلک يې پر خپل همت او شجاعت یا پر خپلو ځانو قياس کړي یا یې د خپل عقل په ترازو سره و تلي، دا قصه نه ده چي څوک يې مني او څوک يې نه مني، بلکه دغه بيان په هغه بخاري شريف کي راغلى دى چي د مسلمانانو دپاره پسله قرآن مجید څخه د مځکي پر مخ هغه بېله شکه صحي او واقعي کتاب دى، په دغو واقعاتو کي د هغو کسانو د ژوند حالات بیانیږي چي په خپل همت او شجاعت بلکه په خپلو وینو سره یې د اسلام دین تر موږه را رسولی دی.

 

هو دا حقيقت دى چي زبير(رض)  د روميانو د درو لکو نفرو په لښکر کي کوڅه جوړه کړه او دئ(رض)  د لښکر تر منځ د لښکر شا ته ور و وتى، حتّْی په بل روايت کي داسي هم ويل کيږي چي له هغه طرفه بيرته پر دغه لار را وګرځېدی او د مسلمانانو لښکر ته راغلى، د کومو مسلمانانو په  زړو کي چي د روم د لښکر د ډیر والي څخه بيره وه هغو چي دغه حال وليدى چي يو سړئ تر درې لکه نفريزه لښکر وزي د هغو زړونه مطمئن او پر جنګ دلاوره سوه.

 

د زبير(رض)  په دغه همت او مړانه د روميانو د لښکر وزن او طاقت معلوم سو چي دغه خلک هيڅ هم نه دي، نو مسلمانانو په دلاوري حمله شروع کړه د هره طرفه هجوم شروع سو، دغه ورځ د روميانو دپاره د ډير لوى شکست ورځ وه، هو روميانو هم ډير جنګ وکى مګر په آخر کي يې شکست وخوړى، په دې جنګ کي ډير زيات روميان و وژل سوه او مسلمانانو لوى برئ او کاميابي تر لاسه کړه،دغه شکست د روميانو دپاره اول شکست ؤ چي په شام کي يې و خوړى.

 

تاسي راسى چي د يرموک د ورځي يو څه نادر حالات بيان کو.

 

1-  د مسلمانانو څخه هغه اول نفر چي د يرموک په جنګ کي شهيد و وژل سو هغه يو نفر ؤ چي ابو عُبيده(رض)  ته ورغلى او ويل: ما خپل ځان و مرګ ته سپارلى او آماده کړى دى، آيا رسول الله(ص)  ته کوم پيغام او خبر لرې چي ور وې رسوم؟ ابو عبيده(رض)  و ويل: هو، اول به مي سلام ورته و وايې او ورته و وايه يا رسولَ الله د هغو شيانو وعده چي زموږ رب را سره کړې وه، هغه وعده حق وه او موږ وليده.

 

سړئ د جنګ و ميدان ته ور دمخه سو او په جنګ يې شروع وکړه تر څو چي شهيد و وژل سو.

 

2 -  عِکرمه بن ابي جهل(رض)  د ير موک په ورځ ډير شديد جنګ کاوه، کوم وخت چي  پر مسلمانانو د روم له طرفه حمله ډيره شديده سوه عِکرمه(رض)  د آسه څخه کښته سو د توري پوښ يې مات کى او د روميانو په صفو ور ننوتى، خالد بن وليد(رض)  چي د لښکر عمومي قومندان ؤ ږغ پر وکړی او ويل: يا عِکرمه! دغه کار مه کوه ستا مرګ به و مسلمانانو ته ډير سخت تمام سي، عِکرمه(رض)  و ويل:

 

يا خالد! ما پرېږده، ستا د رسول الله(ص)  سره پخوانئ او سابقه صُحبَت او ملګرتيا سته، مګر زه او زما پلار د رسول الله(ص)  ډير شديد دښمنان ؤ، نو اوس مي پرېږده چي د هغه پخوانيو ګناهو کفاره او جبيره وکړم او بيا يې و ویل: ما د رسول الله(ص)  په مقابل کي په ډيرو ځايو کي جنګ کړى دى او نن ورځ به د روم څخه ځغلم؟

 

دا به هيڅکله نه سي پېښه، بيا عِکرِمه(رض)  په مسلمانانو کي ناري کړه: څوک زما سره پر مرګ  بيعت او وعده کوي؟ د عِکرمه اکا حارث بن هشام(رض)  چي د ابو جهل ورور ؤ او ضِرار بن الأزوَر(رض)  د څلورو سوو نورو مسلمانانو سره را و وتل او پر مرګ یې عهد او بيعت ور سره وکى، ويل: تر هغو به دکفارو سره جنګېږو چي کفار ماته خوري يا موږ وژل کيږو او د خالد(رض)  د خېمې و مخ ته يې چي د مسلمانانو د قومندې مرکز ؤ په جنګ شروع وکړه، ډير شديد او بې مثله جنګ يې کاوه، حمله يې د زمريانو وه او ډير کفار يې و وژل.

 

کوم وخت چي د يرموک جنګ د مسلمانانو په ښکاره نصرت او لوى بري پاى ته ورسېدى هلته د جنګ پر میدان څو نفره زخمي مجاهدين پراته وه، چي زخمو ضعيفه کړي وه او د مرګ په حالت کي وه، چي يو يې حارث بن هشام او بل يې عياش بن ابي ربيعه او دريم يې عِکرمه بن ابي جهل ؤ(رض)، حارث(رض)  چي د عِکرمه اکا او د زکندن پر حال ؤ ناري یې کړه:

 

اوبه غواړم، كله چي مسلمانانو اوبه ورته راوړې، عِکرِمه(رض)  ورته وکتل هغه هم تږى ؤ، حارث(رض)  و ويل: و ده ته يې ورکى، اوبه چي يې و عکرمه ته ور وړې په دغه وخت کي عياش(رض)  ورته وکتل، د زکندن وخت دى ټول تږي دي او بيا زخميان دي وينه ځني تللې ده د هر يوه حلق وچ دى، عِکرمه(رض)  و ويل: و ده ته يې ور وړى، صحابۀ کرام چي و عياش ته ورتله عياش(رض)  وفات سوى ؤ، دوى بيرته د هغه څخه را وګرځېدل چي راغله دغه نور دوه هم وفات سوي وه(رض) درې سره د تندي په حالت کي د خپل رب(عزوجل) ملاقات ته ورغله او هلته إن شاءالله تعالْی د حوض کوثر په اوبو اوبه سوه چي تر هغه وروسته بيا هيڅکله نه تږي کيږي او د جنت الفردوس و باغچو ته د ابد دپاره ور داخل سوه إن شاء الله تعالْى .

 

د ير موک ورځ داسي ورځ وه لکه پر روميانو چي ژرنده ګرځېده، هر طرف ته چي دي کتلي واى يا به د انسانانو د سر ماغزه پراته وه، يا به لاسونه او اوږې يا بازوګان او سرونه پراته وه، چي لوړ دي کتلي واى د انسانانو اعضاء او لاسونه په هوا ګرځېدل.

 

3 -  خالد(رض)  د خپل لښکر څخه د سپرو يوه ډله ور سره ملګرې کړه او پر روميانو يې حمله وکړه، په دغه يوه حمله کي يې د روم د کفارو څخه شپږ زره نفره و وژل، او بيا يې و ویل: قسم په الله په روميانو کي نه صبر پاته سوى دى نه طاقت، ټول زور يې وختى او زه دا اميد لرم چي الله(ج)  به د دوى شاوي را باندي وويني (يعني مات به سي او تښتي به) او بيا يې د سلو نفرو سپرو په ملګرتيا د روميانو پر لښکر حمله وکړه چي په دغه منطقه کي تقريباً يو لک نفره روميان سره يو ځاى وه، مسلمانان لا نه وه ور رسېدلي چي روميان سره و پاشل سوه او مسلمانانو يو ځايي حمله پر وکړه، د حملې سره سم روميان په تېښته سوه او مسلمانان په پسې دي نه يې پسي پرېږدي.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: خلفاء راشدین

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته