د رسول الله(ص)د خلافت دپاره د ابوبکرالصّدِّیق(رض)ټاکل
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
لکه څرنګه چي (د سرور کائنات(ص) ژوند) په کتاب کي درته بیان سوه اول هغه څوک چي د رسول الله(ص) د رحلت د غم او مصيبت د بېهوښۍ څخه پر هوښ راغله، په ځان پوه سوه او دا ور معلومه سوه چي اوس د دوى پرغاړه د رسالت لوى او دروند مسئوليت ور ولوېدى هغه انصار وه، نو يې د بني ساعده په سقيفه کي د اجتماع او مشورې اعلان وکړی چي دغه سقيفه د انصارو د عمومي مجلسو ځاى ؤ، رسول الله(ص) تر اوسه په خپل کور کي دى، نه غسل ورکول سوى دى نه کفن او نه ښخ سوى دى، انصار سره را ټول سوه مشوره کوي چي موږ بايد څه وکړو؟ د رسول الله(ص) تر رحلت وروسته حل څه دى؟
انصار دلته په سقيفه کي د مشورې دپاره سره يو ځاى دي.
خو د انصارو څخه دوه نفره چي يو يې عُوَين بن ساعده(رض) ؤ او بل يې مَعِن بن عَدِي(رض) ؤ سقيفه یې پرېښوول او و مهاجرينو ته ور رهي سول، دوى پر دې وبېرېدل چي یواځي انصار بېله حضوره څخه د مهاجرينو کومه فيصله و نه کړي.
ابوبکرالصّدِّیق(رض) ته د مخه لا خبر ور رسېدلى ؤ چي انصار د ماځيګر تر لمانځه وروسته د بني ساعده په سقيفه کي د مشورې دپاره سره يو ځاى سوي دي، نو کوم څوک چي د مهاجرینو څخه د ده سره موجود وه چي هغه ابو عبيده عامر بن الجراح او عُمر فاروق(رض) وه و هغو ته يې و ويل: راځى چي خپلو وروڼو انصارو ته ورسو.
دغه درې نفره مهاجرين د سقيفه و طرف ته ور رهي سول او د سقيفه له طرفه هغه دوه نفره انصار: عُوَين او مَعِن(رض) د مهاجرينو و طرف ته را رهي دي چي په لار کي سره يو ځاى او مخامخ سول.
نو د انصارو دغه دوه نفره د مهاجرينو د هغو درو نفرو مشرانو سره په لار کي يو ځاى سول او ورته ويې ويل: تاسي مهاجرين د رسول الله(ص) وزيران ياست و هغو کارو ته مه ګورى چي انصار يې کوي، دکارو فيصله په تاسي پوري تعلق لري او کارونه تاسي فيصله کړى، دغه دوه نفره انصار! مهاجرين و هغه کارته ور بولي او تشويقوي چي واقعًا هم هغه کار د مهاجرينو حق ؤ، که څه هم دغه خبري د دوى د قوم د انصارو پر ضد وې، خو دا هغه د زړه صافوالى، صدق او امانت او حق ته تسليمېدل وه.
ابوبکرالصّدِّیق(رض) دغه د دوى خبره نه ومنل او ويل: يا! موږ زموږ د خپلو وروڼو انصارو سره يو ځاى کيږو غواړو چي خبره مو يوه وي، تفرقه او جلا والى نه غواړو، بيا هم د مهاجرينو دغه درې نفره مشران د انصارو د اجتماع ځاى ته ورغله.
هلته سعد بن عُباده(رض) چي په دغه ورځ مریض هم ؤ ولاړ سو او په خبرو يې شروع وکړه، د الله(ج) تر حمد او ثناء وروسته يې پر رسول الله(ص) درود و وايه او بيا يې خپل قوم انصارو ته و ويل: يا معشرَ الانصار! تاسي په دين او اسلام راوړلو کي دمخه یاست او په اسلام کي داسي فضيلت لرى چي د عربو بله قبيله يې نه لري، رسول الله(ص) ديارلس کاله په خپل قوم کي و اوسېدى، چي هغه يې د رحمان و عبادت ته را بلل او د بتانو په پرېښوولو يې امرکول، مګر د ده د قومه څخه بېله لږو نفرو بل چا ايمان نه راوړى او دغه لږو نفرو د دې قدرت نه درلودى چي د رسول الله(ص) څخه آزارونه منعه کړي او نه يې د ده(ص) و دين ته عزت او لوړ والى ورکولاى سواى او نه يې د خپلو ځانو څخه دفاع کولاى سواى، تر څو چي الله(ج) ستاسي د فضيلت إراده وکړه او تاسي ته يې عزت او کرامت را وستى او تاسي يې د اسلام په نعمت خاص کړاست، پر الله(ج) او پر رسول الله(ص) یې ايمان را وړل ستاسي نصيب وګرځاوه،
د رسول الله(ص) او د ده د اصحابو څخه دفاع ستاسي برخه سوه، د رسول الله(ص) او د ده د دين عزت او د رسول الله(ص) د دښمنانو سره جهاد ستاسي نصيب سو، تاسي واست چي تر بل چا د ده(ص) پر دښمنانو شديد واست، ترڅو چي عرب که خوښ وه که ناخوښ د الله(ج) د امر تابع سوه او الله(ج) ستاسي په واسطه و خپل رسول(ص) ته مځکه تابع کړه، ستاسي په تورو ټول عرب و رسول الله(ص) ته کښته او تسلیم سوه او بيا الله(ج) خپل رسول(ص) په داسي حال کي وفات کړى چي دئ(ص) ستاسي څخه راضي ؤ، په تاسي يې سترګي يخي او روښانه وې، نو د رسول الله(ص) خلافت بېله ګډون او اشتراکه څخه د نورو خلکو د ځان دپاره واخلى، دغه خلافت يواځي ستاسي حق دى.
حضرت عُمر فاروق(رض) وايي:کوم وخت چي سعد بن عباده(رض) خبري کولې ما هم د خپل ځان سره خبري جوړي کړې او دا مي إراده وه: کوم وخت چي د سعد بن عباده(رض) خبري خلاصي سي بيا به زه د ده د خبرو په جواب کي خبري وکم.
کوم وخت چي سعد بن عباده(رض) د خبرو کولو څخه فارغه سو عُمر(رض) ولاړ سو غواړي چي خبري وکړي، ابوبکرالصّدِّیق(رض) تر لاس ونيوى او ويل: علْى رَسلِک يا عُمر! يعني: ته تلوار مه کوه، عُمر(رض) وايي: زه کښېنستم او ابوبکر الصّدِّیق(رض) ولاړ سو او وې ويل: اې خلکو موږ مهاجرين يو او تر ټولو خلکو په اسلام کي د مخه يو، حسب او نسب مو تر ټولو عزتمن دى، ژوند مو ميانه دى او په خلکو کي مو درجه لوړه ده، نسل مو تر هرچا زيات او په رِحَم کي تر هر چا و رسول الله(ص) ته نژدې يو، تر تاسي د مخه مسلمانان سوي يو او په قرآن کريم کي تر تاسي د مخه ذکر سوي يو، الله تبارک وتعالْى فرمايي:
وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنصَارِ [التوبه: 100]
موږ مهاجرين يو تاسي انصار ياست، په دين کي زموږ وروڼه ياست، په فئ او غنيمتو کي زموږ شريکان ياست، پر دښمن زموږ مرسته کونکي ياست، ځاى مو راکړى، زموږ غم شريکي مو وکړه، الله(ج) دي يې ښه بدله درکړي، موږ آمران يو او تاسي مو وزيران ياست، عرب نه تابع کيږي مګر د قريشو و قبيلې ته، تاسي د خپلو وروڼو سره په هغه شي کي چي الله(ج) د خپله فضله و دوى ته ورکړى دى رقابت او منافسه مه کوى.
حضرت عُمر(رض) وايي: هغه چي زما په نيت کي وه چي زه يې و وايم د هغه څخه داسي شئ نه سو پاته چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) يې و نه وايي او بيا ابوبکر الصّدِّیق(رض) حضرت عُمر او ابو عبيده (رض) تر لاس ونيول او ويل: ما دغه دوه نفره انتخاب کړي دي هر يو چي ستاسي خوښ وي د هغه سره بيعت وکړی، حضرت عُمر(رض) وايي: د ده په ټولو خبرو کي زما دغه خبره نه سوه خوښه، ځکه زه څنګه پر داسي قوم آمريت وکړم چي په هغه قوم کي دي ابوبکر الصّدِّیق(رض) موجود وي؟
څرنګه چي سعد بن عُباده(رض) په دغه ورځ مريض ؤ پسله خبرو کولو څخه يې په پټو کي ځان وپېچى او دالته په سقيفه کي يې د يوه دېواله و بغل ته څنګ واچاوه.
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) تر خبرو کولو وروسته حُباب بن منذر(رض) چي د انصاروڅخه ؤ ولاړ سو، پسله حمد او ثناء او درود څخه يې و ويل: د مسئلې حَل زما سره دى، هغه دا چي: يو وار دي امير زموږ له طرفه څخه وي او بل وار دي ستاسي له طرفه څخه وي، يعني: خلافت به په نوبت کړو.
خو دلته غالمغال شروع سو هر يو خپل فکر او نظر بيانوي، خبري ګډي وډي سوې او له هره طرفه آوازونه را پورته سوه، يو د بل خبري نه سره اوري او نه پوهيږي چي څه وکړي، په دغه وخت کي حضرت عُمر(رض) و درېدى او په لوړ آواز يې و ويل: اې خلکو! دا ابوبکر الصّدِّیق دى، د رسول الله(ص) هغه ملګرى دى چي دوى په غار کي وه، الله(ج) په قران کريم کي ذکر کړى دى او رسول الله(ص) په ده راضي ؤ چي ستاسي د لمانځه امام وي،آيا په تاسي کي داسي څوک سته چي په لمانځه کي دي د ابوبکر امام سي؟
حال دا چي امامت د امير وظيفه وه نو که هر څوک امير وي هغه بايد امام هم وي، نوکه بل څوک آمر او د مسلمانانو امام سي آيا هغه دا قبلوي او د دې لایق دی چي د ابوبکر امام دي هم وي؟ حال دا چي رسول الله(ص) ابوبکر (رض) د دوی دپاره امام ګرځولى دى.
د دغه سوال په جواب کي انصارو و ویل: (نعوذ بالله أن نتقدم ابابکر)
په الله سره پناه غواړو چي موږ به تر ابوبکر د مخه کیږو.
ځکه په ټولو مسلمانانو کي داسي څوک نه ؤ موجود چي هغه دي ځان د ابوبکر الصّدِّیق(رض) د امامت وړ او لائق و بولي او په اصحاب کراموکي دا معلومه او مشهوره خبره وه چي امير به امام هم ؤ، نو صحابۀ کرام په دې نه وه راضي چي د داسي چا امامت وکړي چي هغه څوک دي رسول الله(ص) د دوى دپاره امام ګرځولى وي، کوم وخت چي ټولو مسلمانانو د دغي پوښتنی په جواب کي دغه جمله (نعوذ بالله أن نتقدم ابابکر) و ویل نو حضرت عُمر (رض) و ابوبکر الصّدِّیق(رض) ته و ويل: لاس دي را و غځوه يا ابابکر ! چي بيعت در سره وکړم، ابوبکر الصّدِّیق(رض) هم لاس ور وغځاوه او مسلمانانو بيعت ور سره وکړى.
دا ولي ابوبکر الصّدِّیق(رض) په دې راضي سو چي بیعت ور سره وسي؟
آيا ابوبکر الصّدِّیق(رض) د خلافت په شوق ؤ؟ يا! هیڅکله نه، څرنګه چي ده(رض) د مسلمانانو اختلاف وليدى، د دغه اختلاف د ليري کولو او له منځه وړلو دپاره يې دا کار وکړی، په دغسي نازکو او باريکو وختو کي چي د اختلاف او تفرقې څخه بېره او ډار موجود وي بېله فوري او قطعي فيصلې څخه بله چاره نسته.
کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) د بيعت کولو دپاره لاس ور وغځاوه، د مخه تردې چي حضرت عُمر(رض) بيعت ور سره وکړي د انصارو څخه يو نفر چي بشير بن سعد(رض) نومېدى ور وغورځېدى د ابوبکر الصّدِّیق(رض) لاس يې ونيوى او بيعت يې وکړی، دغه سړئ که څه هم د انصارو څخه ؤ خو دا يې غوښتل چي اول هغه څوک سي چي بيعت کوي او په بيعت کولو کي اول نفر هم سو.
بيا حضرت عُمر(رض) بيعت وکړی او خلکو په بيعت کولو شروع وکړه، سعد بن عُباده(رض) چي مريض او پروت ؤ د خلکو د ډير والي او ازدحام په سبب تر پښو لاندي کېدى او خلک پر ختل، نو د بني ساعده د سقيفې د مشورو او بحثو انتهاء او فيصله د ابوبکر الصّدِّیق(رض) سره پر بيعت كولو وسوه، دغه بيعت د رسول الله(ص) د رحلت په ورځ چي د دوشنبې ورځ وه د ماځیګر تر لمانځه وروسته وسو او رسول الله(ص) تر اوسه په کور کي دى.
سبا ورځ چي د سه شنبې ورځ وه او خلک د ماپښين د لمانځه دپاره سره يو ځاى سوه، ابوبکر الصّدِّیق(رض) إراده وکړه چي منبر ته وخېژي، حضرت عُمر(رض) و ويل: لږ انتظار وکه يا ابا بکر! او په خپله عُمر(رض) منبر ته وختى او وې ويل: ستاسي د شورا خلکو ستاسي د نبي د خلافت دپاره د هغه پر هغه صاحب او ملګري اتفاق وکړی چي د ده(ص) سره په غار کي ملګرى ؤ، نو ولاړ سى او بيعت ور سره وکړی.
خلک هم ور ولاړ سوه او د ابوبکرالصّدِّیق(رض) سره پر بيعت کولو ازدحام او رش جوړ سو، هر يو غواړي چي تر هغه بل د مخه بيعت وکړي.
كله چي بيعت پاى ته ورسېدى او ټولو خلکو بيعت وکړی، ابوبکر الصّدِّیق(رض) منبر ته وختى د الله(ج) حمد او ثناء يې و ويل او پسله دروده پر رسول الله(ص) يې و ويل: امابعد:
اې خلکو! زه پر تاسي آمر وګرځول سوم او تر تاسي بهتر نه يم (اصلاً دغه جمله د ده(رض) له طرفه تواضع وه) که نه دئ(رض) د رسول الله(ص) په شاهدي پسله انبياء(ع) څخه تر ټولو انسانانو بهتر دى، رسول الله(ص) فرمايي: پسله انبياوو څخه تر ابوبکر ښه او بهتر پر مځکه نه دى ګرځېدلى، نو دکومه وخته څخه چي الله(ج) بشر پيدا کړى دى بيا د قيامت تر ورځي پوري بېله انبياء(ع) څخه تر ابوبکر الصّدِّیق(رض) بل د لوړي درجې خاوند نسته.
اوس ابوبکر الصّدِّیق(رض) خپله (خطِ مشيه) يا د خپل حکم طرز او طريقه بيانوي چي زما حکم به څنګه او څه ډول وي، نو يې و ويل:
که مي ښه کول مرسته مي کوى او که مي مخالف يا کوږ کار کاوه تاسي مي پر لار برابروى. (د دې څخه دا معلومه سوه چي آمر ته باید نصیحت وسي).
رشتيا ويل امانت دى او درواغ ويل خيانت دى. يعني: هيڅ وخت به د يوې موضوع په باره کي خلاف درته و نه وايم، بلکه صادق او صريح به يم، په معلوماتو او اخبارو کي به اړول او مخالفت نه وي، نو ځکه يې و ويل:
( اَلصِّدقُ أمانةٌ والکِذبُ خيانةٌ)
د حکم کولو قانون هم دغه دى، چي هر حاکم بايد د خپل ملت سره صادق وي، نه لکه د نن ورځي ځيني حاکمان چي د ملت سره سراسر په درواغو او خطاايستلو ژوند کوي،
او هر قوم چي في سبيل الله جهاد پرېږدي هغه قوم ته الله(ج) ذِلّت او خواري را ولي، يعني: جهاد ته دوام ورکوم او نه يې پرېږدم.
او په هيڅ قوم کي فواحش نه دي نشر سوي مګر الله(ج) پر هغو عام آفت نازل کړى دى، يعني: فحشاء ته به هيڅکله اجازه ور نه کړم، د فحشاء په باره کي به هيڅ نرمي و نه کړم.
او ويل:ترڅو چي د الله او رسول الله اطاعت کوم زما اطاعت کوى اوکه ما د الله او رسول الله(ص) نا فرماني وکړه، بيا نو زما اطاعت پر تاسي نه دى لازم او په آخرکي يې و ويل، خپل لمانځه ته مو ولاړ سى يَرحَمُکُمُ الله.
دا د ابوبکرالصّدِّیق(رض) د خلافت د دورې اولنۍ مختصره او جامعه خطبه وه.
او خلکو د ماپښين لمونځ آداءکړى.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدين
www.taleemulislam.net