حضرت عُمر(رض) د عُينه بن حصن سره عجبه قصه لري
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عُيينه بن حصن د کفارو د رئيسانو څخه ؤ او بيا مسلمان سو (البته په سیرت النبي(ص) کي به مو ښه پېژندلی وي) او د مؤلَّفَةَ قُلوبُهُم څخه دى، مؤلَّفةَ قُلوبُهم هغه کسان دي چي رسول الله(ص) به په هدیو او تحفو سره د دوى زړونه ور ښه کول چي د اسلام سره يې علاقه پيدا سي او پر اسلام ټینګ سي، نو به يې دغو خلکو ته لويي لويي هديې او تحفې ورکولې، لکه د حنین په غزاء کي چي یې د قومو او قبیلو مشرانو ته سل، سل اوښه او سل، سل اوقیه د زرو ورکړل چي پر ايمان ثابته پاته سي، چي يو هم د دغو خلکو څخه عيينه بن حصن ؤ،
عُيينه بن حصن بیعقل، وږى او طمّاع سړئ ؤ،
دغه عُيينه د ابوبکر الصّدِّیق (رض) په خلافت کي و ابوبکر الصّدِّیق (رض) ته ورغلى او يو کاغذ ور سره ؤ، ويل يا خليفةَ رسولِ الله زموږ په منطقه کي يوه خرابه مځکه ده چي هيڅوک کار نه ځني اخلي، بېکاره مځکه ده، که ستا خوښه وي دغه مځکه ما ته راکه، زما پر نامه يې را و ليکه ممکن زه یې آباده کړم او کار ځني واخلم.
ابوبکر الصّدِّیق (رض) وليده چي خرابه او بېکاره مځکه ده او څوک يې نه استعمالوي، که يې وده ته ورکم دغه سړئ به نور هم اسلام ته را نژدې سي، نو يې د هغو ناستو خلکو سره مشوره وکړه، هغو هم و ویل: وريې کړه، نو يې د مځکي سند يا قباله و عيينه ته ور و ليکل او د شاهدانو نومونه پر وليکل سوه چي فلانئ او فلانئ شاهدان دي، خو د شاهدانو په جمله کي يې د عُمر بن الخطاب(رض) نوم هم وليکى، نو عيينه ته يې و ویل: ولاړسه چي عُمر يې هم در مهر کړي يا امضاء پر وکي، عيينه بن حصن د عُمر (رض) کورته و رغلى، عُمر(رض) پرځينه ولاړ دى پر خونه ګَل او خاشې اچوي، عيينه بيان ور ته وکړى چي داسي بېکاره مځکه ده او خليفةَ رسولِ الله ما ته راکړه او ته هم د شاهدانو په جمله کي يې، نو دغه ليک را مهر او امضاء کړه،
عُمر (رض) ويل: ليک کومه دى؟ عيينه ليک را وايستى او وريې کړى، حضرت عُمر(رض) هغه ليک تر ګَل لاندي کړى او عيينه ته يې و ویل: ورځه زما سره ستا شئ نسته، عيينه ته ډير قهر ورغلى مځکه يې د لاسه و وته، نو ابوبکر الصّدِّیق (رض) ته ورغلى چي عُمر داسي راسره وکړه، په حال يې خبر کړى، عيينه غواړي چي ابوبکر الصّدِّیق (رض) ته عتاب ورکړي او احساسات يې و پاروي، نو ويل: زه نه پوهېږم چي ته امير يې که هغه؟ تا مځکه راکړه او هغه يې را څخه ګرځوي، ابوبکر الصّدِّیق (رض) و ویل: هغه امير دى او هغه يې نه درکوي، ما پر هغه عرض کړه خو هغه نه کړه قبوله، په دغه وخت کي عُمر (رض) راغلى او ويل: يا ابابکر! دغه مځکه چي تا عيينه ته ورکړه دغه مځکه ستا ده؟ ابوبکر (رض) و ويل: يا دا د مسلمانانو مځکه ده، عُمر فاروق(رض) و ويل: نو ته څنګه تصرف پکښي کوې؟ څنګه يې و يوه نفر ته ورکوې؟
اوس نو زموږ د زمانې حالاتو ته وګورى قياس يې تاسي وکى، اسلام مو هغه اسلام دى، شريعت او قانون مو هغه قانون دى، مګر د عمل فرق ته مو وګورى، او بيا هم ځانونه پاک او وطن پرسته مسلمانان بولو، تاسي ښه متوجه سى: حضرت عُمر(رض) د خليفةَ رسولِ الله سره خبري کوي او ورته وايي: دا ستا مځکه ده چي ته تصرف پکښي کوې؟ څنګه يې ويوه نفر ته ورکوې؟
ابوبکر الصّدِّیق (رض) و ويل: دغه د شورْی د خلکو سره مي مشوره وکړه، عُمر(رض) و هغو ته وکتل او ويل: دغه ستاسي مځکه ده که ستاسي د پلار؟ تاسي څنګه تصرف پکښي کوى؟ آيا ټول مسلمانان ستاسي په دغه تصرف راضي دي؟ بیا یې و ویل: يا! و الله عيينه به د دغي مځکي څخه هيڅ شئ وانه خلي،
بيا يې عيينه ته وکتل او ويل: يا عيينه! کوم وخت چي مسلمانان ضعيفه وه رسول الله(ص) و تا ته هديې درکولې چي ستا زړه په رانژدې کړي او مسلمانان په تا قوي کړي، مګر نن اسلام قوي دى په والله که دي مجبوره کړم حلال به دي کړم، نن تألّفُ القلوب نسته، عيينه چپ سو هيڅ يې و نه ويل، دا د مسلمانانو د مالو په ساتلو او د مسلمانانو د کارو په إداره كولو کي د حضرت عُمر(رض) دريز او شدت ؤ.
د حضرت عُمر(رض) د عجبه خويو څخه يو دا ؤ چي خوب يې نه درلودى، يا په بل عبارت نه بيدېدى، هو داسي انسان نسته چي نه بيديږي، دا چي موږ وايو حضرت عُمر(رض) نه بيدېدى، د دې څخه مقصد دا دى چي دئ داسي نه ؤ لکه نور خلک، چي پر معين وخت بستر آوار کي بالښت ور ته کښېږدي او بيده سي، حضرت عُمر(رض) د خوب دپاره هيڅ معينه طريقه او معين وخت نه درلودى، هر چيري چي به ؤ هلته به يې سر کښېښاوه او بيده به سو، نه معين وخت، نه معين بستر او نه يې د خوب دپاره خاصه طريقه درلوده، په مجلس کي به ناست ؤ په ناستي به بيده سو، يو وخت يو چا پوښتنه ځني وکړه چي یا امیرَالمؤمنین! ته د شپې نه بيدېږې؟ ده(رض) په جواب کي ورته و ویل:
ښه متوجه سی! دا د مسلمان او عادل حاکم حال او جواب دی. ویل:که د شپې بيده سم د الله(ج) حق مي ضائع کړى، (یعني هغه عبادت چي زه یې باید د شپې وکړم هغه راڅخه پاته کیږي) او که د ورځي بيده سم د خلکو او رعیتو حق مي ضائع کړى، (د هغو په کارو نه سم رسېدلای)
يعني: د خوب دپاره نه د شپې وخت لرم نه د ورځي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین.
www.taleemulislam.net