د فارس او عراق د فتحه کولو شروع
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
کوم وخت چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) د رِدت د مسئلې څخه فارغه سو نو اوس د اسلام د توسعې او نشرولو دپاره فکر کوي، ډير ژر يې د فارس او روم د جنګ دپاره د لښکرو په جوړولو شروع وکړه، تر هرڅه دمخه يې دوه لښکره جوړ کړه او د عراق پر طرف يې ولېږل، دغه لښکري یې د عراق و هغو منطقو ته ولېږلې چي د فُرات د ولې په غرب کي واقع دي، غواړي چي د فُرات غربي طرف فتحه او تسخير کړي، چي دغه منطقې ټوله د فارسيانو تر حکم لاندي وې، مګر په خپله د فارسيانو پاىتخت په بين النهرين کي ؤ چي مداین یې ورته ویل، یعني:
د فُرات او دُجله د لويو ولو په منځ کي د نهر دُجله په شرقي طرف کي واقع ؤ، مګر د فُرات د غربي طرف اوسېدونکي ټول عرب وه چي ځيني يې نصارا او ځيني يې بت پرستان وه او د فارسيانو د حکم تابع وه، څرنګه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) غوښته چي اول د عربو په منطقه شروع وکړي نو ځکه يې اولني دوه لښکره د عراق جنوبي طرف ته ولېږل، د اول لښکر قومندان خالد بن وليد(رض) ؤ، او دوهم لښکر يې د قعقاع بن عَمرو(رض) په مشرى پسي ولېږى.
او درېيم لښکر يې د عياض بن غنم په مشرى د عراق د شمال پر طرف ولېږى، او تر هغه وروسته يې يو بل لښکر هم پسي ولېږى، چي دغه ټوله لښکري به د عراق په فتحه کولو کي يو د بل سره کومک كوي.
عياض بن غنم(رض) د عراق په شمالي طرف شروع وکړه، مګر څرنګه چي هلته مقاومت شديد او زيات ؤ نو مخ ته نه سواى تلاى، او کوم ځاى يې فتحه نه کړى، نو د عراق ټول فتوحات د خالد بن وليد(رض) له طرفه شروع سوه، كله چي خالد(رض) د خپله لښکره سره د عراق پر طرف حرکت وکړى د خپلو فتوحاتو شروع يې د عراق د جنوبي طرف د آخره څخه وکړه، چي اوله شروع يې په کويټ وه نو د شط العرب و طرف ته رهي سو، د شط العرب په آخر کي په هغه ځاى کي چي شط العرب د خليج عرب يا خليج فارس سره يو ځاى کيږي، دلته يې خپل لښکر و درو حصو ته و وېشى، د يوې حصې مشر يې مُثنْی بن الحارث الشيباني(رض) و ټاکى، د بلي حصې مشر يې عدِى بن حاتم الطائي(رض) و ټاکى او د درېيمي حصې مشر په خپله خالد(رض) ؤ او دغو درو لښکرو دا وعده سره وکړه چي د حُفَير سره به يو ځاى کيږي، حُفَير د يوې منطقې نوم دى چي د بصرې څخه څلور ميله ليري ده، دغه لښکري پر مختلفو لارو د حُفَير پر طرف رهي سوې.
هلته فارسيانو هم د مسلمانانو د دغي حملې په مقابل کي ځانونه آماده کول، د فارسيانو د دغي منطقې آمر او قائد چي (هُرمُز) نومېدى تلوار وکى ډير ژر يې لښکر جوړ کى او د حُفَير و طرف ته رهي سو، د هُرمُز لښکر دمخه تر مسلمانانو په حُفَير کي واړول او هغه يې اشغال کړى، خالد(رض) ته دا خبر ورسېدى چي هُرمُز تر ده دمخه و حُفَير ته راغلى دى او هغه يې اشغال کړى دى، نو خالد بن وليد(رض) غوښته چي د خپل لښکر د اړولو دپاره يوه بله داسي منطقه انتخاب کړي چي هلته اوبه وي، نو هلته نژدې يې يوه بله منطقه چي کاظمه نوميږي هغه يې تر نظر و ايسته.
هُرمُز چي د دوى په نيت او إراده خبر سو تر مسلمانانو د مخه و هغې منطقې ته ورغلى او د کاظمه اوبه يې ټوله په خپل تصرف کي راوستې، خالد(رض) چي د لښکره سره د کاظمه و منطقې ته ورسېدى وې ليده چي ټوله اوبه هُرمُز تر خپل تصرف لاندي راوستلي دي دلته نو په کاظمه کي د مسلمانانو او فارسيانو په منځ کي جنګ شروع سو.
چي دا هغه اول جنګ او معرکه ده چي د مسلمانانو او فارسيانو په منځ کي کيږي، کوم وخت چي دوه لښکره مخ په مخ سره و درېده خالد بن وليد(رض) د جنګ و ميدان ته ور و وتى او د هُرمُز څخه يې د مبارزې يا پهلوانۍ غوښتنه وکړه، هُرمُز هم قبوله کړه او ميدان ته ور و وتى، کوم وخت چي دوى دوه سره نژدې سوه دواړه د آسانو څخه کښته سوه او په جنګ يې شروع وکړه، هر يو غواړي چي هغه بل و وژني خو په وهلو او ضربو کي خالد(رض) پر قوي او غالبه ؤ، د هُرمُز لښکر پر هُرمُز و بېرېدى پوه سوه چي هُرمُز مغلوبه کيږي او وژل کيږي، د فارسيانو لښکر د جنګ و ميدان ته ور داخل سو، غواړي چي هُرمُز خلاص کي او خالد(رض) و وژني، په دغه وخت کي قعقاع(رض) د مسلمانانو پر لښکر د هجوم امر وکى او په خپله قعقاع(رض) د فارس پر لښکر حمله وکړه، دلته دوه لښکره په جنګ مشغوله سوه او هلته خالد(رض) وکولاى سواى چي هُرمُز و وژني، په لږ وخت کي د فارسيانو لښکر ماته وخوړه او په تېښته سوه، بالمقابل د مسلمانانو لښکر کاميابه او فاتح سو، چي دغه د کاظمه فتحه د فارس د فتوحاتو شروع بلل کيږي.
خالد(رض) په دغه منطقه کي د فارسيانو د تأسيساتو په اشغالولو او د غنيمتو په وېشلو مشغوله دى او هلته د فارس مات سوى لښکر په تېښته رهي دى څو د تَن يا مزار و منطقې ته ورسېدی، هلته بيا د فارسيانو لښکر د قارِن بن قُريانَس په مشرۍ وکولاى سواى چي سره يو ځاى او منظم سي، خو خالد(رض) د هغو په تعقيبولو پسي هلته ور ورسېدى، کوم وخت چي بيا دوه لښکره سره مخامخ سوه د فارسيانو د لښکر قومندان قارِن د مبارزې دپاره ميدان ته راو وتى، خالد(رض) غوښته چي د ده د مقابلې دپاره ور ووزي، مګر د مسلمانانو څخه يو نفر چي نوم يې مَعقله بن الاَعشْى بن النَباش ؤ ډير ژر ور و وتى، او په لږ وخت کي يې قارن و وژى، سره د دې چي معقله د مسلمانانو د مشهورو پهلوانانو او قومندانانو څخه هم نه ؤ، فارسيان په تعجب کي سوه چي دغه نفر خو د مسلمانانو د لښکر د قومندانانو څخه هم نه دى، بلکه د عسکرو د جملې څخه يو عادي نفر راوزي او زموږ قومندان وژني!
دا يو قوي قوم دى چي موږ يې مقابله نه سو کولاى، فقط د فارسيانو د لښکر د قومندان په وژلو سره هغه نور لښکر په تېښته شروع وکړه او خالد(رض) په پسې دى، فارسيان د بيري په سبب خپل ځانونه و نهر او ولې ته ور اچوي او مسلمانان يې وژني، په دغه ورځ دکفارو څخه په زرهاوو نفر و وژل سوه، چي څوک يې په اوبو کي غرق سوه او څوک يې د مسلمانانو په توره و وژل سوه، پسله دغه شکسته د دغې منطقې اوسېدونکي چي بزګران او باغوانان وه و خالد(رض) ته راغله او پر جزيه يې صلحه ور سره وکړه، دغه منطقه چي د تَن یا مزار په نامه سره یادېدل مسلمانانو ته تسليم سوه.
خالد(رض) دغه اخبار او زېري د غنيمتو د خُمسه سره و ابوبکر الصّدِّیق(رض) ته ور ولېږل او خالد(رض) په دغه فتحه سوي ځايو کي آمران و ټاکل، دئ(رض) په خپله د لښکره سره د منطقې پر شا وخوا ګرځېدی.
د دغه شکست خبر د فارس و پاچا اُردشېر ته ورسېدى، هغه په تعجب کي سو چي څنګه دوې منطقې پرله پسې ځني نيول کيږي! حال دا چي د فارسيانو د لښکرو شمېر د مسلمانانو تر لښکر څو چنده زيات دى، نو يې د خپلو قومندانانو څخه يو قوي او دلاوره قومندان چي نوم يې (اَندَر زَعَر) ؤ د يوه لوى لښکره سره و دغي منطقې ته ور ولېږى، تر اَندر زَعَر وروسته يې يو بل لښکر د بَهمَن جاذَوَيه په مشرۍ پسي ور ولېږى، دغه دوه لښکره رهي سوه او د وَلَجَه په منطقه کي يې واړول، د وَلَجه د منطقې خلک عرب او نصارا وه چي د فارسيانو د حکم تابع وه، دغو خلکو د فارس و لښکرو ته حال ولېږى چي موږ هم غواړو چي ستاسي په ملګرتيا په دغه جنګ کي ګډون وکو، فارسيانو هم دغه د دوى غوښتنه قبوله کړه، نو په دغه منطقه کي چي وَلَجَه نومېده نصارا عرب او مجوس فارسيان د مسلمانانو د جنګ دپاره سره يو ځاى او ملګري سوه، خالد(رض) د خپله لښکره سره و دغه منطقې ته را ورسېدى او ډير ژر يې پر کفارو حمله وکړه، د دوو لښکرو په منځ کي جنګ شروع سو، په دغه جنګ کي هم د فارسيانو ډير نفر و وژل سوه، حتّْی په دغه جنګ کي د فارسيانو هغه قوي او دلاوره قومندان اَندَر زَعَر هم و وژل سو، فارسيانو شکست و خوړى او د فارس لښکر و تښتېدى مګر د دغه ځاى عربو نور هم جنګ کاوه نه تسليمېده، خالد(رض) د عربو سره په جنګ کي د هغو ډير نفر و وژل او ډير يې بنديان ونيول، پسله جنګه يې د عربو څخه نيول سوي بنديان هم و وژل، خالد(رض) دغه کار په دې سبب وکى چي د منطقې ټول خلک و بيريږي، مګر دغه د بنديانو وژل و نصارا عربو ته چي د بنوبکر قبيله وه سخت تمام سوه، نو بنوبکر د فارس و پاچا ته حال ولېږى چي خالد هغه زموږ بنديان ټول و وژل، نو د خالد د جنګ دپاره لښکر را ولېږه چي زموږ کومک وکي، د فارس پاچا و جاذَوَيه ته حال ولېږى چي ته د لښکره سره ولاړ سه د بنوبکر ملګرتيا وکه، جاذَويه تر دې ځان لوړ و بلى چي دئ دي په خپله د عربو کومک ته ورسي نو يې د خپل لښکره څخه يو بل قومندان د لښکره سره د بنوبکر د کومک دپاره ولېږى او ويل زه به د مشورې دپاره پاچا ته ورسم، نو جاذَوَيه د فارس د پاچا پر طرف رهي سو او لښکر يې د بنوبکر د کومک دپاره رهي سو، خو جاذَوَيه چي هلته پاچا ته ور ورسېدى پاچا مريض ؤ او د مرګ پر بستر پروت ؤ، او هلته د جاذَوَيه لښکر د بنوبکر د عربو سره په اُلَيس کي يو ځاى سو.
د بله طرفه د مسلمانانو لښکر د خالد بن وليد(رض) په مشرى واُلَيس ته را ورسېدى، دوه لښکره د جنګ د پاره مخ په مخ سره و درېدل، په دغه وخت کي د بنوبکر د عربو مشر ميدان ته را و وتى او د خالد(رض) څخه يې د مبارزې او پهلوانۍ غوښتنه وکړه، دئ غواړي چي د خالد(رض) په وژلو سره د خپل قوم انتقام او بدله واخلي، خالد(رض) هم ميدان ته ور و وتى او د بنوبکر مشر يې چي مالک بن قيس نومېدى ډير ژر و وژى، دلته بيا کفارو شکست و خوړى، سبحان الله! کفارو ته شکست پسله شکسته او مسلمانانو ته پرله پسې فتوحات او کاميابۍ! دا بېله خالد(رض) څخه د بل چا نه دي په نصيب سوي، نو کفارو ماته وخوړه او د کفارو دغه ماته د هجرت په دوولسم کال د صفري په مياشت کي وه.
تاسي ته معلومه ده چي د رسول الله(ص) رحلت د هجرت د یوولسم کال د ربیع الاول په میاشت کي ؤ او دغه د عراق جنګونه او فتوحات د ابوبکر الصدیق(رض) په خلافت کي د هجرت د دوولسم کال د محرمي په مياشت کي شروع سوي دي، او د اُلَيس جنګ د دغه کال په صفره کي ؤ، نو دغه ټول ذکر سوي فتوحات په يوه مياشت کي د مسلمانانو په برخه او نصیب سوه.
دغه هر جنګ ډیر تفاصیل او واقعات لري خو زه تر هغه تفصیل په دې سبب سره تېرېږم چي زموږ مقصد په اختصار سره د هغو فتوحاتو بیانول دي چي د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض) د خلافت په وخت کي پېښ سوي دي.
اوس نو د دغو منطقو په فتحه کولو سره د نصراني او عراقي عربو و پايتخت ته چي حِيره ورته ویل کېده د مسلمانانو دپاره لار خلاصه سوه، حِيره د عراقي عربو پايتخت ؤ او د فارس د حکومت تابع وه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net