د اُردشېر کسرْی مرګ او د انبار فتحه کېدل
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د حیره تر تسلیمېدلو وروسته مسلمانانو ته خبر را ورسېدى چي د فارس پاچا (ارد شېر) کسرْی مړ سو او د هغه د مرګ په سبب په فارسيانو کي ډير لوى اختلاف پيدا سو، پر هغه چا يې اتفاق نه کېدى چي دکسرْی پر ځاى يې کښېنوي، فارسيان ډلي ډلي سوه او سره وپاشل سوه.
په دغه وخت کي خالد(رض) موقع مناسبه وليده او د انبار و طرف ته يې حرکت وکى، انبار يو ښار او منطقه ده چي د عراق په شمال کي واقع ده.
خالد(رض) اوس د عراق ډیري منطقې فتحه کړي دي او د عراق نيمايي ته رسېدلى دى، فارسيانو ته چي دغه خبر ورسېدى چي خالد د انبار پر طرف را رهي دى، ويل موږ بايد خامخا اتفاق ته ورسيږو، يو مشر او امير که څه هم موقتي يا د څه مودې دپاره وي بايد و ټاکو چي د مسلمانانو د حملې مخه ونیسي.
نو د کسرْی د کورنۍ ښځي سره کښېنستې او دا فيصله يې وکړه: چي د فعلاً يا د اوس دپاره دي هغه د کسرْی قومندانان د ملک إداره په لاس کي واخلي، که څه هم دغه خلک دکسرْی د زامنو او اولادې څخه نه دي خو د فارس موقتي حاکمان به دوی وي، هو پاچا او کسرْی نسته، خو دغه قومندانان دي تر هغو ملک إداره کوي څو دکسرْی کورنۍ د کسرْی د اولادې څخه پر يوه نفر اتفاق کوي چي دئ دي دکسرْی پر ځاى کښېني، خو اوس بايد اول د مسلمانانو د جنګ دپاره تياري ونيسو، د کسرْی کورنۍ پر دې اتفاق وکړى چي اوس دي فرزوجان د ملک عسکري چاري إداره کړي، فقط د وزير دفاع په شکل نه د فارس پاچا او موږ به و سياسي چارو ته فارغه سو.
په دغه وخت کي خالد(رض) د انبار (چي ديوه ښار او منطقې نوم دى) و طرف ته ور رهي دى، شيرزاد چي د انبار د منطقې آمر او قومندان ؤ يو لښکر جوړ کى چي قومندان يې په خپله شيرزاد ؤ او د منطقې پر شاو خوا يې د خندق په كندلو شروع وکړه چي د دغه خندق په واسطه د خالد(رض) د لښکر مخه ونيسي، هلته خالد(رض) کرار کرار و منطقې ته ور نژدې کيږي.
شيرزاد څو نفره د خالد(رض) مخ ته ور ولېږل چي په ښکاره د صلحي په باره کي خبري ور سره وکي او په حقيقت کي یې مقصد دا ؤ چي د خالد(رض) د لښکر خبر او حال ورته راوړي، نو په صلحه کي يې پر مسلمانانو داسي درانه شرطونه ايښي وه چي خالد(رض) په هغو شرطو صلحه نه قبلولای سوای او نه یې قبوله کړه بیا هم د لښکره سره د انبار پر طرف مخ ته ولاړى، خو هلته يې وليده چي د مسلمانانو او فارسيانو په منځ کي لوى خندق کندل سوی دى او شيرزاد هلته بېغمه ناست دى ځکه مسلمانان نه سي کولاى چي تر خندق ور واوړي او په خپله شيرزاد هم تر خندق نه را اوړي، که مسلمانان د اوښتلو إراده وکي کفار يې په خندق کي وژني، نو نه کفار د جنګ دپاره را اوړي او نه مسلمانان پرېږدي چي ور واوړي، دوه لښکره مخ په مخ سره ولاړ دي او په منځ کي يې خندق دى.
خالد(رض) چي دغه حال وليدى پوه سو چي موضوع اوږديږي او ډیر وخت په بر کي نيسي چي په نتيجه کي هلته فارسيان وخت پيدا کوي چي خپل کارونه منظم او جوړ کي، حال دا چي خالد(رض) نه غواړي چي داسي وسي، بلکه بايد د فارسيانو د دغه بحراني حالت څخه مسلمانان ګټه واخلي، نو خالد(رض) د حَل او هيلې په باره کي فکر وکړى، بيا يې امر وکى چي په منطقه کي ټول زاړه، ظعيفه، او داسي ډنګر اوښان را ټول کى چي د بار وړلو لائق نه وي او کار نه ځني اخستل کيږي، اوښان را ټول سوه خالد(رض) دغه اوښان حلالوي او خندق ته يې ور اچوي، دومره اوښان يې حلال کړه چي د خندق يوه حصه په ډکه سوه، شيرزاد چي دغه حال وليدى چي خندق ډکيږي او د مسلمانانو لښکر د اوښتلو دپاره تياري نيسي، نو يې هغه د خالد(رض) په شرطو صلحه ور سره قبوله کړه چي په نتيجه کي د انبار منطقه هم بېله جنګه فتحه سوه، دا هغه بېره وه چي د الله(ج) له طرفه دکفارو په زړو ننوتلې وه او د بله طرفه د مسلمانانو همت او تدبير ؤ چي کفار يې و تسليمېدلو ته مجبوره کړه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net