تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محصل ته نصیحت: صبر او استقامت (۴)
  تعلیم الاسلام راډیو
  July 18, 2017
  0

 لیکنه: استاذ عبدالسمیع شنواری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
څلورم نصیحت:
 
صبر، کوښښ، تکلیف ګالل، او د نا امیدۍ څخه ځان ساتل
 
أ - ګرانو محصلینو! 
 
په دې کي شک نسته چي تعلیم او زده کړي یو مشکل او سخت کار دی لیکن په دې کي هم شک نسته که څوک صبر او د لوړ همت خاوند وي، نو هر سخت او مشکل کار الله جل جلاله ورته اسانه کوي، او الله مه کړه که څوک د صبر او همت د لوی نعمت څخه محرومه وي نو هغه هیڅکله هم د علم لوړي مرتبې ته نسي رسیدلای، او کوم عالمان چي د تاریخ په اوږدو کي تیر سوي دي د علم او پوهي لوړ منزلت ته رسیدلي او نن ورځ د هغو د علمي څیړنو او کتابونو... څخه په دنیا کي په لکونو انسانان استفاده کوي، او نومونه یې په ډیر ادب او حترام سره یادوي، د هغو سیرت که وکتل سي هغه د علم او پوهي لوړي مرتبې ته په اسانه ندي رسیدلي، بلکي ډیر زحمت یې استلی او پر هغه باندي یې دوامداره صبرکړی و.
 
 الله جل جلاله د صبر په باره کي داسي فرمائي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) (سورت البقره ۱۵۳).
 ترجمه: ای مومنانو په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ الله د صبر لرونکو ملګری دی.
 
ب - ګرانو محصلینو! 
 
یو لوی او بد مرض چي انسان ته همیشه متوجه وي په خاصه توګه د تعلیم او تحصیل په دوره کي چي دا بد مرض بل شی ندی هغه نا امیدي او مایوسي ده، چي سړی د خپل راتلونکي څخه مایوسه سي د کوښښ، او زیار لاره پریږدي، او شیطان لعین همیشه په هم دې کوښښ کي وي چي مسلمان په هم دې مرض اخته کړي، خو د مسلمان محصل او زده کونکی حوصله باید ډیره لوړه، او د لوړ همت خاوند وي، او د ټاکلی هدف لپاره په  لوی صبر او همت سره باید روان وي، او شیطانی وسوسو ته باید په خپل زړه او فکر کي  ځای ورنکړي، او د الله جل جلاله په قضاء او قدر باندي راضي واوسي، او د الله جل جلاله د رحمته مایوسه او ناامیده نه سي، تاسو د حضرت یعقوب علیه السلام حالت وګوری کله چي یې زوی یوسف علیه السلام په لسګونه کلونه ور څخه ورک و بیا هم د الله جل جلاله د رحمته ندی نا امیده سوی، او خپلو اولادو ته هم په صبر سره توصیه کوي لکه الله جل جلاله چي فرمائي:
 
 ( يَا بَنِيَّ اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِنْ يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَيْئَسُوا مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِنَّهُ لَا يَيْئَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ) ( سورت الیوسف ۸۷ ).
 ترجمه: زما زامنو ولاړشی د یوسف علیه السلام او د هغه د ورور پته ولټوی د الله له رحمت څخه ناهیلي مه اوسی د هغه له رحمت څخه کافران ناهیلي کیږي .
 
ابراهیم علیه السلام ته چي په سپین ږروالي کي د اولاد زیری ورکول سو، نو ابراهیم علیه السلام تعجب وکړی، نو ورته وویل سوه چي ته ناهیلی کیږه مه، ابراهیم علیه السلام ورته وویل د الله جل جلاله څخه خو ګمرهان ناامیده کیږي، په دې باره کي الله جل جلاله داسي فرمائي: 
 
(قَالَ وَمَنْ يَقْنَطُ مِنْ رَحْمَةِ رَبِّهِ إِلَّا الضَّالُّونَ) (سوره الحجر ۵۶)
 ترجمه: ابراهیم علیه السلام وویل: د خپل رب له رحمت څخه خو ګمراهان ناهیلي کیږي.
 
مخکنۍ برخي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته