ښه اخلاق اونرم خويی اوسه:
تعلیم الاسلام ویب پاڼه .
قال الله تعالی : (خُذِالعَفوَا وَامُربِاالعُرفِ وَاَعرِض عَنِ الجاَهِلِينَ )
ژباړه:دعفواوبښنی (صفت) خپل کړي ،دنيکی حکم کوي اودناپوهه خلکونه ځان يو طرف ته کړي .
وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذ'لِكَ لِمَنَ غَزمِ الاُمُور (الشوري' ۴۳ ايه) .
ژباړه:څوک چه صبرکوی اودګزشت معافی نه کاراخلی يقينا چه دادلويی ځوانمردی اوهمت کار دی .
نبوی ارشادات :
اِنَّ المُؤمِنَ لَيُدرِكُ بِحُسنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصَّآءِمِ القَآءِمِ .(ابوداود)
ژباړه:مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکی نه ذياته درجه حاصلولی شی .
مَامِن شَيءٍ اَثَقَلُ فِي مِيزاَنِ العَبدِالمُؤمِنِ يَومَ القَياَمَةِ مِن حُسنِ الخُلُقِ وَاِنَّ اللهَ يُبغِضُ الفَاحِشَ البَذِی .(ترمذی)
ژباړه:دقيامت په ورځ به دمؤمن بنده دپاره بل هيڅ يوعمل بغير له ښواخلاقو نه ذيات وزمين نه وی ، الله تعالی بيهوده خبری کونکی اوبی حياء خبری کونکی بد ګڼی .
مَن يُحرِمُ الرِّفقَ يُحرَمِ الخَيرَ كُلَّه. (رواه مسلم ) .
ژباړه:چاكښی چه نرم خويی نه وه هغه دهر قسمه خيراونيکی نه محروم اوبی برخی دی .
لَيسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ اِنَّماَ الشَّدِيدُ الَّذِي يَملِكُ نَفسَه عِندَالغَضَبِ .(بخاري اومسلم ).
ژباړه:پهلوان خوهغه نه دي چی خلک راچپه کړي پهلوان هغه دی چه دغصی په وخت کی خپل ځان کنټرول کړي.
ماخذ :داسلام ټولنیز ژوند.
www.taleemulislam.net