تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دسلام کولو(۷۴) ادابونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 23, 2020
  0

دسلام کولو(۷۴) ادابونه 

 


لیکنه :سباوون (یوسفزي)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱: دسلام اچول سنت او ځواب یی واجب دي په نه ځواب ورکولویی سړي کنهګاريږي (آلاداب المفرد).


۲: سلام باید په دومره آواز سره وکړل سي .چي مخاطب (اوریدونکی) يي واوري (آلاداب المفرد).


۳: په سلام کي دجمع صیغه او لفظ (السلام علیکم)استعمال کړل سي (الفتاوی السراجیه).


۴: تر خبري کولو مخکي باید سلام واچوئ (ترمذي – دوهم ټوک ).


۵: لکه څنکه  چي به راتلونکي کس سلام اچوي همدارنکه به تلونکي کس هم د سلام په  کولو سره رخصت اخلي (آلاداب المفرد).


۶: سلام باید په ژبه وسي ،یوازي اشاره کولو کافي نه ده (عرف الشذي).


۷: کله چي خپل کور ته داخلیږئ ،نو دکور غړوته سلام واچوئ (ترمذي – دوهم ټوک).


۸: په تلیفون کي ترخبري کولو مخکي سلام واچوئ له انګریزي او داسي نورو پردیو اصطلاحاتو څخه باید ځان وژغورئ.(کتاب آلاداب).


۹: څوک چي پرسپرلۍ سپوروي هغه باید پیاده کس ته سلام ورواچوي اوچي روان وي هغه باید ناست کس ته سلام واچوي ، همدارنګه لږ کسان به ډیرو ته سلام اچوي ، او وړوکي به لوي ته سلام اچوي خوکه دکومي فتني ویره وه بیا پر وړوکي دسلام اچول او یا دهغه ځوابول منع دي (ابوداود،فتاوي هنديه).


۱۰: هغه څوک چي په سلام کولو کي لومړيتوب وکړي نو هغه زیات ثواب تر لاسه کړي(بحرائق).


نور ان شا الله بیا .....


ماخذ په اسلام کي ټولنیز اداب   .

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته