تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قمري کال او ثواب یې
  تعلیم الاسلام
  August 29, 2019
  0
 ليکنه : عبدالـسـلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
الله تعالي په قرآن کريم کي فرمايي:
( إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِى كِتٰبِ اللَّهِ. ) سُوۡرَةُ التّوبَة : ۳۶
 
حقيقت دا دى چي د مياشتو شمېر، له هماغه ورځي څخه چي الله اسمانونه او ځمکه پېدا کړېدي، د الله په ليكنه کښي همدا دولس دي.
 
د ذکر شوي آيات مبارک څخه ثابته شوه چي د مياشتو کم ترتيب او د دې مياشتو چي کوم نومونه په اسلام کي معلوم دي دغه د انسانانو جوړې شوې اصطلاح ګانې نه دي، بلکي رب العالمين چې په کمه ورځ آسمانونه او مځکه پيدا کړل په هغه ورځ يي دا ترتيب او دا نومونه او د دې سره خاصو خاصو مياشتو خاص خاص حکمونه مقرر فرمايلي وو، د دې څخه دا هم معلومه شوه ، چې د الله تعالي په نزد په شرعي احکامو کي قمري مياشتې معتبرې دي، په قمري حساب باندي ټول حکمونه ، لکه روژه ، حج ، زکوة ، وغيره مقرر کړي دي، دغه ډول يي لمر هم د دې نښانه فرمايلې ده ، لتعلموا عدد السنين والحساب ، په دې وجه د تاريخ او کال حساب په سپوږمۍ او لمر دواړو سره جايز دي، ليکن الله تعالي د خپلو احکامو لپاره د سپوږمۍ حساب خوښ کړی دى ( اميد دي که څوک په قمري حساب باندي کارو بار کوي چې الله تعالي اجر هم ورکړي)
 
 او شرعي احکام يي په دې قمري حساب باندى مقرر کړي دي، په دې وجه د مياشتې حساب محفوظ ساتل فرض کفايي دي، که ټول امت قمري حساب پريږدي او هير يي کړي، نو ټول به ګنهګار وي، او که دا محفوظ وي نو د نور حساب استعمال هم جايز دی، خو ليکن د الله تعالي او د سلفو د طريقې او سنتو څخه خلاف کار دی چې قمري حساب پريږدي او په بل حساب باندي عمل کوي. (معارف القرآن ، جلد ۴ صفحه ۱۴۴ سورة التوبه ۳۶ آيات ) 
 
او که څوک د هرې مياشتې د نوم معني غواړي نو په همدغو آيات باندي د تفسير ابن کثير وګوري.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته