لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو شعر څو خبري
(اتمه برخه)
عبدالله ستوری
عبدالله ستوری د مرحوم عبدالحکیم زوی او د مرحوم عبدالکریم لمسی دی د کندهار ښار د ۸ ناحیې دعباس اباد اصلي اوسیدونکي دی او اوس په ۴ ناحیه د صافیانو په کوڅه کي استوګن دی نوموړي په ۱/۱/۱۳۵۳هـ ش کال دې نړی ته سترګي غړولي دي. نوموړی د عریضه نویسي په دنده بوخت دي متاهل دی ۳ زامن ۵ لوڼي لري، زده کړي یې په متفرقه ډول کړي دي.
دشاعرۍ پیل یې د ۱۳۸۰ هـ ش څخه کړی دی او چاپ اثاریې په لاندي ډول دي:
ته دستوري تصورکي
دسپینوزرو ستوری
جارتر محمد سمه نعتیه ټولګه
اولسي نشرې
او ناچاپ اثار هم لري لکه
ماته سوې سپوږمۍ نظمونه
بیابه نرۍ جامې ونکړم المشجر شعرونه
د ارغند په لمنه تذکره
متفرقه نوي اشعار
عبدالله،ستوری د ادب د اسمان په غېږ کي هغه ستوری دی، چي کله، کله یې رڼا د ادب سترګکونه ووهي، ستوري صاحب د ادب لپاره ډېر څه کړي دي، شعري ټولګي، ژباړي او نثري لیکني لري، د لوي کندهار ادبي بهیر په جوړولو کي یې هم فعاله ونډه درلودلې ده. د ترنم د ویلو لپاره خوږ ږغ لري، کله، کله خپل شعر د دریځ پر سر په خپل خواږه ږغ کي نغاړي او د ادب د مینوالو تنده په ماتوي .
پټ پټ په غـــوږ کي راته ووایه خــــــبره څه ده؟
دخــولې کوثر کـــــي دي ساتلې مـــــرغلره څه ده؟
ستوری د یو راز څخه د خبرېدو په سبب ددې غوښتونکی دی چي د حال په ژبه یو څوک ورته ووایې چي څه کیسه ده، نوموړی په ادبي لهجه غوښتنه کوي او وایی چي مرغلره څه ده؟ د استعارې څخه کار اخلي ولي که داسي ووایې چي خبره څه لکه په پورته نیم بیتي بیا یې شعري قوت کمیږي، نوموړي غواړی چي هم خپل شاعرانه مسولیت اداء کړي او هم په خبره ځان پوهه کړي نو یې بیت ته دارنګه جوړښت ورکړی دی.
سـتا د زمریو ســــــــترګو جـــــنګ ته مرال بایلومه
دعشق سرتېری یم په تن بانـــدي مي زغره څه ده
په پورته بیت کي خورا ډیر مفاهم راغلي دي او ستوری د څو کسانو چي هغوي خپل مورال نه سي په یوه حالت کي ساتلای بیان کړی دی، مثلا په سنګر کي د سرتیري مورال، په مینه کي د مین مورال، په قصد او تدبر کي د قصد کوونکي مورال د خپل مقصد په وړاندي لږ او ډېر ډارن وي. او دا مني چي د هرڅه په وړاندي عکس العملونه سته خو په رمزي ژبه دا پیغام په کښې دی چي خپل مردا ته د رسیدو په لاره کي ستونزي سته او باید مبارزه وکړو. ځکه د شاعر وظیفه ولس ته هیله قوي مورال ور کول دي.
بازان دســـترګو دي په څومره لوړ مرال الوت کړي
جار تـــــــه پوهـــــیږې ورته زما دزړه کوتره څه ده
ستوری بیا هم د مورال خبره نه پرېږدی او دلوړ همت او د معصومیت لپاره دوه مثالونه پېشوی چي مراد ورڅخه د لوړ همتو قوی قصد دی او د مصومیت اخیرني حد دی او د استعارې په کارولو یې خپل شاعرانه هنر نور هم ښکلی کړی. د سترګو بازان او د زړه کوتره ښکلي تر کیبونه دي.
رحمان خو بخت ترعقل خوښ کړخو، خوشحال بیا وایي
چي ترطالع زما زندګي څه بې هنــــــــره څـــــــه ده
په پورته بیت کي نوموړی د تلمیح صنعت کار کړی دی د تلمیح صنعت هغه صنعت ته وایی چي تاته د پخوانیو قیصو او یا خبرو څخه یوه را وړي او خپل شعر په نمکین کړي او تا د هغه پیښي یا خبر څخه خبر درکړي او هم خپل شعر په قوي او خوند ور کړي. نوستوري صاحب د خوشحال خټک او رحمان بابا هغو بیتو ته اشاره کړې ده چي هغوی د طالع او عقل په اړه کړې ده.
د ژوندون چاري بې رهــــبره ستورې نه سمیـــــږي
بېله رهبره زنـــــدګي څه د زړه ســــــره څـــــه ده
ستوری په شاعرانه انداز د ژوندو د سمون لپاره بې رهبره ژوند، ژوند نه بولي او دا یو روښانه حقیقت دی دا موږ چي همېشه د پردیو استعمار ګرو په لومو کي ګیر راغلي یو یوازني علت یې دا دی چي موږ کوښښ کوو بې رهبره ژوند د ځان لپاره غوره کړو او دا ښه خبره نه ده ولي که بیله رهبره ژوند ممکین وای، نو الله جل جلاله د مځکي لپاره د انسان ټاکنه نه کول او که بې رهبره د ژوند د چارو سمونه ممکن وای، نو د انبیاوو راتګ ته ضرورت نه وو همدارنګه د پاچا، وزیر او نورو واکمنانو د جوړېدو ضرورت نه وو. نور میلتونه د خپل رهبر په وړاندي اطاعت کوي خو موږ بد بخته چي هر څوک راته وټاکل سي په وړاندي یې بغاوت کوو، او کوښښ مو دا وي چي دا دي نه وي بل څوک دي راسي.
د ستوري د هوسا او سوکاله ژوند په هیله.
نوربیا...
www.taleemulislam.net