تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ميلمنو پالنه کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 20, 2020
  0

د ميلمنو پالنه  کول 


. تعلیم الاسلام ویب پاڼه.


په اسلام کې په ميلمه پالنه تأقيد شوي دی الله ج د ابراهيم ع د ميلمه پالنی ستاينی ته په اشارې سره فرمايي :
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِينَ ، إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلاَمًا قَالَ سَلاَمٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ،  فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاء بِعِجْلٍ سَمِينٍ  (الذاريات 24-26)


آيا تاته د ابراهيم عليه سلام د عزت مندو ميلمنو د قصی خبر سته ؟ کله چې هغوی د هغه کره راغلل هغوی وويل سلام دې وي پر تاسې ابراهيم (ع )وويل پرتاسې د هم سلام وي (له خپله ځانه سره يې وويل دا څه نا اشنا غوندې خلک دی) بيا خپلی کورنی ته ولاړې څښاک او تازه پسه يې راوړ او دميلمنو مخې ته يې کيښود .


 
ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم ضيفه
څوک چې په الله او په ورځ د آخرت ايمان لري هغه ته پکار ده چې د ميلمه عزت وکړي (بخاری او مسلم ) .

 

چې د دوی ددی لويې قربانی په ستاينه کې دغه آيتونه نازل شول :
وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ  ( الحشر9 )
 
 عن أبي هريرة رضي الله عنه أنه قال:
 قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (طعام الواحد كافي الثلاثة، وطعام الثلاثة كافي الأربعة) بخاري .
له أبي هريرة روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايی : د يوه کس خوراک د دريو کسانو لپاره کافی دی او د دريو کسانو طعام د څلورو لپاره کافی دی (مطلب داچې بخل پکار ندې ).


 
عن ابن عمر، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ائتوا الدعوة إذا دعيتم. (مسلم)
کله چې تاسې ته دعوت درکړل شي نو هغه قبول کړي .
 
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ((إِنَّ مِنَ السُّنَّةِ أَننْ يَخْرُجَ الرَّجُلُ مَعَ ضَيْفِهِ إِلَى بَابِ الدَّارِ)) ابن ماجه
له أبي هريرة روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايی : داهم سنت دی چې ميلمه د کور تر دوازي پوری بدرګه او استقبال شي .
 


عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّه عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ (ص) قَالَ: «إِذَا دُعِيَ أَحَدُكُمْ إِلَى الْوَلِيمَةِ فَلْيَأْتِهَا». (بخارى:5173)
کله چې له تاسې څخه څوک د واده وليمې ته دعوت شی نو په هغه کې ګډون وکړﺉ  .
 
د يوه مسلمان لپاره داهم جائزه نه ده  چې هغه د خپل مسلمان ورور سره دومره وخت پاتی شي چه هغه ګناه کار کړي صحابه ؤ( رض )عرض وکړو چه څنګه به يې ګناه کار کړي ؟ نبی کريم صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چه هغه دومره موده پاتي شي – نو دهغه سره د خوراک هيڅ نه وي (مسلم ).


ما خذ : په اسلام کي ټولنیز ژوند.

taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته