تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څوک کمزوری دئ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 24, 2021
  0

څوک کمزوری دئ؟


لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


-څوک چي اهداف نه لري: یوازي به خوراک، څيښاک، خوب او تفریح کوي، خو نور به ئې ژوند ته هدف نه وي ټاکلی. زموږ دین، زموږ د هري کړني لپاره د هدف درلودلو راته ویلي. خوب د استراحت، خوراک د انرژی او تفریح د طبیعت سمولو لپاره را ښودل سوي دي. او د ټول ژوند لپاره هدف درلودل خو د دین لویه برخه ده.

 

-څوک چي د کار څخه بېريږي: ښه فکر به لري، ښه د مشورې ملګري به لري، خو پر کار به نه سي ور روخېدای، پایڅې به ئې رېږدي. 

 

-څوک چي د وخت په کیسه کي نه وي: په دا میاشتو میاشتو به فارغ وي، خو نه به شی زده کوي او نه به یو کار و هنر.

 

-څوک چي اړیکي نه پالي: درزن درزن ملګري، انډیوالان او دوستان به لري، خو بیا به هم یوازي وي. اړیکي په ژوند کي بیخي لوی شی دي، زموږ نبي صلی الله علیه وسلم پر صله رحمی ټینګار کړی دئ. 

 

-څوک چي مطالعه نه کوي: کله به وایي مطالعه نه سم کولای، کله به وایي د کتاب پیسې نسته، خو پر انرژیانو به بیا پیسې ورکوي او اول دا زموږ په ښار کي په اطلاعات و کلتور ریاست کي عامه کتابتون او په پوهنتونونو کي کتابتونونه سته. 

 

-څوک چي ورزش نه کوي: په ځوانه ځواني به ئې ژړ مخ، غټه خېټه او زړېدلی مخ درته نیولی وي، خو ورزش وکه، کلب که پیسې در څخه اخلي، قدم وهل خو مفت دي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته